یو صوفي یو قلندر سره یاران وه

له اوږده سفره ستړي را روان وه

 

په شپو شپو یې سره کړي وه مزلونه

په لس هاوو یې لیدلي وه ښارونه

 

نه یې ختم تر مابین سول مجلسونه

نه یې پای ته رسېدل اوږده بحثونه

 

کله کله به خبر دومره اوږده سوه

چي به شپه ورباندي تېره ورځ به شپه سوه

 

رنګ په رنګ به یې راوړله دلیلونه

هر دلیل ته یې راوړله مثالونه

 

یوه ورځ یې بحث پر خوی او پر عادت سو

د یارانو پکښي سخت مخالفت سو

 

د صوفي په نظر هر څه اصلیت وو

قلندر ته کار مهم د تربیت وو

 

په خبرو کي یې دومره ږغ اوچت کړ

چي مجبور یې قلندر په کرامت کړ

 

له پیشو یې ورته جوړه ښه نجلۍ کړه

ښایسته یې چټه ښکلې ګلالۍ کړه

 

جګه لوړه ګل اندامه تکه سپینه

لکه جوړه له مرمرو نازنینه

 

مرغلري په ګرېوان او په لمن کي

لکه سرو معلومداره په چمن کي

 

سر تر نوکه لکه زرکه ښایسته وه

نجلۍ نه وه شاه پري وه ګلدسته وه

 

د ماهر فنکار د لاس مجسمه وه

د کتلو د ستایلو نمونه وه

 

لا ایله وه رسېدلې تر بازاره 

چي پاچا ته خبر راغی تر درباره

 

چي مو ښارته ده راغلې یوه ښکلې

هوښ له سره د چا ځي چي یې لیدلې

 

په هغه شپه له پاچا سره واده سوه

لاس تر غاړه له خپل بخت سره جوړه سوه

 

د هیڅ شي یې کمی نه وو په بدن کي

لکه شمع بلېده په انجمن کي

 

هم سلوک هم یې رفتار د ملکې وو

هم لباس هم یې ګفتار د ملکې وو

 

چي هر چا ورته کتل ورته حیران وه

پر مین سول که قاضیان که وزیران وه

 

ډلي راغلې د افسرو درباریانو

قصیدو ته ځان تیار کړ شاعرانو

 

چي صوفي موږک ایله کړ په میدان کي

پر بل مخ سوه هنګامه په یوه آن کي

 

ملکه له تخته پورته په هوا سوه

په دربار کي په نارو سوه په ځغستا سوه

 

دواړي سترګي یې د سرو وینو پیالې وې

له ګرېوانه یې شلېدلي دُردانې وې

 

ښایسته ملکه سمه لېونۍ سوه

له دربار له تخت و تاج څخه پردۍ سوه

 

په موږک پسي جوړ کړی یې هی هی وو

لېونتوب ته په خندا یې هر سړی وو

 

لار سوه ورکه له سپاهیانو غلامانو

شرمنده یې کړ پاچا تر جنرالانو

 

دا قیامت چي هر چا ولېدی حیران سو

قلندر پر کرامت باندي پښېمان سو

 

له لېوه څخه پسه نه پیدا کیږي

طبیعت د انسانانو نه بدلیږي.

 

عبدالباري جهاني

د ۲۰۱۹ کال د مارچ دیارلسمه، ویرجینیا

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.