یو مُلا وو یوه ورځ سیند ته لوېدلی

د څپو غېږته قسمت وو غورځولی

 

د اوبو زور یې په ژوند نه وو لیدلی

په لامبو کي یې ځان نه وو آزمېیلی

 

دوه او درې ځله غوټه سو په څپو کي

ځان یې دروند سو لکه کاڼی په اوبو کي

 

چي وهل یې د سیند غاړي ته زورونه

نه یې پښې لامبو ته جوړي نه لاسونه

 

ور نیژدې یوه جاله سوه په څپو کي

چي لیدلی یې مُلا وو په اوبو کي

 

جاله وان ورباندي ږغ کړل ملاجانه

لاس دي راکه چي مشکل دي کړم آسانه

 

مُلا وویله خدای مي نګهبان دی

ما سپارلی د هغه مرستي ته ځان دی

 

جاله هم سوله پر خپل لوري روانه

ویل ځه مخته دي ښه سلا مُلاجانه

 

بیا مُلا سو بیا هغه د سیند څپې سوې

د ژورو اوبو غېږ کي یې غوټې سوې

 

چي هر لوري ته یې واچول لاسونه

د څپو د زور یې نه ول مړوندونه

 

یوه بله کښتۍ ډکه له ماهیانو

ورته راغله د برکلي د ښکاریانو

 

ویل ژر سه مُلا پورته سه کښتۍ ته

له څپو څخه د امن و بېړۍ ته

 

مُلا بیا ویل زه خدای یمه ساتلی

تاسي ځئ ما مي قسمت ته ځان سپارلی

 

کښتۍ هم ورڅخه ولاړه پر خپل لوري

هر سړي ته خپله ورځ او قسمت ګوري

 

مُلا ډوب سو په سبا یې جنازه سوه

ورته جوړه په ګوښه کي هدیره سوه

په لومړۍ شپه وو خپل خدای ته ژړېدلی

په فریاد یې وو پر ځان کفن څیرلی

 

ویل خدایه تا ویل زه دي پالمه

هم په اور هم په اوبو کي دي ساتمه

 

تا ویل د بنده ګانو نګهبان یم

زه تر مور او پلار پر ټولو مهربان یم

 

خو چي زه مي د مرګي غېږي ته تللم

لاس دي رانه کړ اوبو چي ډوبولم

 

له آسمانه هاتف ږغ کړل چي احمقه

ستونی ولي په نارو څیرې ناحقه

 

په څپو کي ستا غوټې مي وې لیدلي

دوې کښتۍ مي وې نجات ته درلېږلي

 

تا پخپله جواب کړي وسیلې دي

اوس پر څه دي جوړي کړي غلبلې دي

 

د مرګ غېږ ته ورغلی یې نادانه

نو بیا ولي ګیله من یې له اسمانه

تا کاسه خپله وهلې ده په لته

اوس لا ژاړې له آسمانه له قسمته

 

زه چي ګورمه موږ هم یو ځان وهلي

د کراري مو شېبې نه دي لیدلي

 

د دنیا له هر قدرت سره په جنګ یو

له ازله د خپل ځان په وینو رنګ یو

 

لاس مو تل د خپل ګرېوان په وینو سور دی

کله ورور کله مو زوی راته تربوری دی

 

په نارو یو له دنیا له ګاونډیانو

خو لستوڼي مو تل ډک وي له مارانو

 

هم پخپله څاه کینو هم پکښي لوېږو

بل جهان بل به نظام وي چي پوهېږو

 

د ُملا په څېر به ژاړو له اسمانه

ګوندي خدای مو سي پر مېنه مهربانه

 

خدای بېشکه مهربان او نګهبان دی

خو د عقل څښتن کړی یې انسان دی.

عبدالباري جهاني

 

د ۲۰۱۹ کال د فبروري شپږ ویشتمه، ویرجینیا

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.