ویل کيږي چي کارګه ډېر زیات هوښیار دی

عمر ځکه ډېر کوي چي پوه په کار دی

 

له هر چا یې دی د عقل میدان وړی

دې میدان کي د چا نه دی پوروړی

 

که منګول یې دی تېره مشوکه غټه

خو د ښکار یې په هیڅ وخت کي نسته ګټه

 

له مړاني څخه خلاص قام د کارګانو

شمېریې ډېر دی تر همه واړو مرغانو

 

همېشه ګرځي په ډلو پر مردارو

ټولوي رزق او روزي له لویو لارو

 

یو کارګه وو څه پنیر یې وو غلا کړی

د قلا تر جګ دېواله یې راوړی

 

له مودو وروسته پر ښو خوړو مېلمه وو

کنه دی په پنیر کله اموخته وو

 

یو ګیدړ کښته له مځکي ورکتله

له کارګه سره پنیر یې ولیدله

 

ویل دا پنیر کارګه ته نه ښایيږي

دې مړۍ ته د ګیدړ ګېډه جوړيږي

 

دا نعمت خو د ګیدړ دی چي یې وخوري

کارګه څوک دی چي پنیر په توره خوله خوري

 

سمدستي یې کړه ور ږغ چي انډیواله

له مودو ستا د دوستی یمه لېواله

 

څومره ښکلې دي کږه توره مشوکه

تور بخمل غوندي ځلېږې سر تر نوکه

 

توري بڼي دي په سره لمر کي ځليږي

د طاووس تر رنګینیو مي خوښيږي

 

تر ښایست دي پر آواز باندي مین یم

چي یې واورم درد مي هېر سي چي درد من یم

 

چي یې ستا آواز تر غوږ وي رسېدلی

دا به څوک وي چي بلبل بولي ښاغلی

 

که یو ځلي دي نغمه کړه راته سازه

درد او غم به مي سي هېر ستا له آوازه

 

کارګه نه وو په خپل ژوند کي چا ستایلی

نه یې رنګ نه یې آواز چاته منلی

 

د ګیدړ په باټو ډېر په ځان غره سو

د وزر او د لکۍ په ننداره سو

 

ځان یې ښکلی تر طاووس ورته ښکاره سو

له کلونو ناپوهی یې زړه اره سو

 

خو آواز یې لا خپل نه وو آزمېیلی

د بلبل په نوم هیچا نه وو بللی

 

خوله یې وازه کړه آواز ته سمدلاسه

د پنیر ټوټه ترې ولوېده له پاسه

 

ګیدړ سمدستي پنیر ته ورحمله کړه

ور ناورین یې د کارګه غریب مېله کړه

 

ډېر ناوخته کارګه پوه سو غولېدلی

چي پنیر یې وو له خولې څخه وتلی

 

د ګیدړ باټو له حاله وو ایستلی

وږی پاته سو زخمي په زړه نتلی

 

چا چي کړی په چاپلوس باندي باور دی

تر کارګه یې په سل ځله حال بتر دی

 

غوړه مال کړي ژوند تباه د انسانانو

په دامونو ښکار کوي د هوښیارانو

 

پاچهۍ له غوړه مالو پرزېدلي

سلطانان یې دي په لومو کي نیولي

 

چاته وايي په نړۍ کي پهلوان یې

چاته وايی نابغه د دې جهان یې

 

چاته وايی سخاوت دي یزداني دی

چاته وايی چي آواز دي اسماني دی

 

د چا دغه د چا هغه ورته ستايي

چي مطلب ته په رسېږي هغه وايي

 

غوړه مال چي چا تر څنګ دی درولی

عاقبت یې په کوهي کي سر خوړلی

 

هغه ورځ لکه کارګه په ځان پوهېږي

چي اوبه تر ورخ اوښتي نه ستنېږي

 

نه یې مال نه یې دولت وي ورته پاته

لا یې خوله وي د غلیم په کوتک ماته.

 

عبدالباري جهاني

 

د ۲۰۱۹ کال د مارچ څوارلسمه، ویرجینیا

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.