ډېر پخوا په ډېرو لیري زمانو کي

پاچهي د ځناورو وه په غرو کي

 

سلطنت وو په ځنګلو کي د زمریانو

انګولاوي به خپرې وې د لېوانو

 

د زمري په کابینه کي خر وزیر وو

د پاچا په امیرانو کي امیر وو

 

خرخو ځکه پر زمري باندي ډېر ګران وو

چي په ټولو حیوانانو کي نادان وو

 

خریې ځانته وو تر تلو نیژدې کړی

د زمري داسي تابع وو لکه مړی

 

چي زمري به ښکارول هغه یې خپل وه

د زمري غوښي خوراک د ده شوتل وه

 

یوه ورخ پاچا وزیر ته ویل خره

زما تر ټولو امیرانو معتبره

 

والاشان او عالیشان دي مقامونه

ما در کړي د اوربشو انعامونه

 

پر منبر مي اورېدلي ستا نطقونه

د پوهاند، خلکو درکړي لقبونه

 

چي تا نه مني داټوله ناپوهان دي

چي تا خر بولي پخپله بې عقلان دي

 

په دربار کي مي تر تا نسته ښاغلی

چي هم ما هم مي ټبر ته یې منلی

 

نن یو امر او فرمان صادرومه

ټول لښکر مي ستا په واک کي درکومه

 

چي اوږدې غاړي لري هغه حلال که

په ځنګلونو کي یې نسل ور پایمال که

 

پر اغزیو راته اوښ وهي رمباړي

راته بدي یې ښکاریږي کږې غاړي

 

زرافه هم ډېره جګه وي ولاړه

د چینار سر ته یې ورسیږي غاړه

 

چي پر ما باندي یې سیوری کله لویږي

ځان وړوکی لکه سوی راته ښکاریږي

 

شهنشاه یمه د غرونو زه زمری یم

خو په ونه کي تر دوی دواړو کوچنی یم

 

چي په لاره کي د دوی څنګ ته روان یم

بد ښکارېږم چي وړوکی یم، سلطان یم

 

فرمانونه چي خپاره سول په ځنګلو کي

اوښان ډوب سول د ځانو په اندېښنو کي

 

زرافه چي په هر ځای کي وه ولاړه

پټول به یې د ونو شاته غاړه

 

په دامنځ کي پیل هم لرو بر ځغستله

کله شاته کله څنګ ته یې کتله

 

لېوه ږغ کړه فیله ولي په ځغستا یې

ته له چا څخه په تېښته وارخطا یې

 

ستا خو غاړه په موږ ټولو کي ده لنډه

ځان دي هسي کړ ستومان په منډه منډه

 

پیل لېوه ته په خندا سو ویل وروره

زه پوهېږم شیدې سپیني دي غوا توره

 

رامعلوم دي د ځنګله واړه کارونه

پکښي تېر مي کړل تر سلو زیات کلونه

 

ما پر سترګو د ټولواک امر منلی

خو بېرېږم کار یې خره ته دی سپارلی

 

یا به اوښ یا زرافه ورته ښکاره سم

په ځنګله کي به حلال یا غرغړه سم

 

زما په یاد دي پاچا خره ته وه ویلي

حیوانان یې وه بارونو ته بللي

 

خر هغه ګړی روان سو په ځنګله کي

حیوانان یې پلټل په سمه غره کي

 

خره یې وروڼه وه آسونه یې خپلوان وه

ماما خېل یې په ځنګله کي یابوګان وه

 

را حاضر یې کړل سویان وه که پسونه

تر بار لاندي یې ورمات کړله هډونه

 

چا خندله چا به ټوکي جوړولې

د پسونوتر زړو ویني څڅېدلې

 

که بارونه په پسونو سي څوک وړلای

د فیلانو هم سي غاړي اوږدولای

 

چي په فکر کي دي نه راځي پېښېږي

د ځنګله په پاچهي کي هر څه کېږي.

 

عبدالباري جهاني

 

د ۲۰۱۹ کال د مارچ دېرشمه ویرجینیا

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.