صرف آوډيو:

 ليکونکې او ويانده: ملالۍ بشير

يو وخت يوه سره بوزه وه چې درې سېرلي يې درلودل. د سيرلانو نومونه يې وه: انګک، بنګک، زنګوليګک. هغې د خپلو سېرليانو سره ډيره مينه درلوده. يوه ورځ هغې غوښتل چې ځنګله ته ولاړه سي او د خپلو سيرليانو د پاره يوه څه خورک راوړي. نو هغې خپل ټول سيرلي را وغوښتل او ورته ویې ويل: زه ځم ځنګله ته. ستاسي پام وي چې شرمښ رانه سي. که هغه راسي نو تاسي ټول به وخوري هغه به په بله بڼه درته راسي خو تاسي به يې دستي وپېژنئ او که ره هم وم دروازه در هغه وخته مه خلاصوئ چئ زه داسي ږغ ونه کم: په يوه لاس کې مې شیدې راوړي دی په بل لاس کې مي مستې راوړي دی په تخرګ کې مي واښه راوړي دي. انګک، بنګک، زنګوليګک دروازه خلاصه کئ!. 

د دې مشر سېرلي وويل چې موږ به د ځان سره ډير پام کوو او ته په موږ چرت مه خرابوه. 

يو آن وروسته چې سره بوزه ولاړه، دروازه وټکېده او يو چا ږغ وکئ: په يوه لاس کې مې شیدې راوړي دی په بل لاس کې مي مستې راوړي دی په تخرګ کې مي واښه راوړي دي. انګک، بنګک، زنګوليګک دروازه خلاصه کئ!.

انګک، بنګک، زنګوليګک چې دروازه خلاصه کړه یو لوی لېوه په کور ور ننوتئ او پر دوی يې حمله وکړه. انګک او بنګک يې وخوړل خو زنګوليګک وځغستل او په تناره کي پټ سو او شرمښ نه ور رسېدئ چې راوې کاږي او ويې خوري.

کم وخت چې سره بوزه کور ته راغله او نارې یې کړې چې: : په يوه لاس کې مې شیدې راوړي دی په بل لاس کې مي مستې راوړي دی په تخرګ کې مي واښه راوړي دي. انګک، بنګک، زنګوليګک دروازه خلاصه کئ!. هیڅ چا دروازه نه کړه خلاصه. دا چې کور ته ننوته هيڅ څوکه نه وو او دې نارې کړې انګک، بنګک، زنګوليګک تاسي چېري یاست؟ دې چې وکتل يوازي زنګوليګک وو او انګک بنګک نه وه.  

سره بوزه ډيره خوابدې سوه او دباندي واړه د ټولو حيوانانو پر ديوالو يې نارې ووهلې چې: چا زما انګک خوړلۍ، چا زما بنګک خوړلۍ، څوک تېره کمان لري څوک سبا په جنګ راځي؟

دې دغه نارې وهلې او ډيره خوابدې وه چې ليوه راغئ او دې ته یې وويل: ما ستا انګک خوړلئ ما ستا بنګک خوړلئ زه تيره کمان لرم زه سبا په جنګ درځم.

نو د ټولو حيوانانو د مخه سرې بوزې او لېوه شرط سره وتړئ چې سبا به په ميدان کې جنګ سره کوي. 

سره بوزه ولاړه و پښ ته يې وويل چې زما ښکرونه را تيره که. هغه ورته ویل څه به راکې؟ دې ورته ويل چې شيدې او مستې به درکم.

بیا شرمښ و پښ ته ورغئ او ورته وې ويل چې زما غاښونه را تېره که. هغه ورته ويل ته به ماته څه راکې؟ ده ورته ويل زه به تاته توت درکم.

 بوزې پښ ته شيدې او مستې ورکړې او هغه ېې ښکرونه داسی ور تيره کړه لکه ستني.

لیوه ولاړی د توت ونې ته وختئ، توت ېې پخپله وخوړل او بنۍ يې تشه راوړه پښ ته يې ورکړه. پښ خوا شينی سو او د شرمښ څخه یې ټول غاښونه وکښل او د جواري دانې يې پکښي ور کښېښودې. ورته وې ويل چې د جنګ در وخته خوله مه خلاصوه.

 چې د جنګ ورځ سوه ټول حيوانان را ټول سول او سره بوزه او ليوه د ميدان په منځ کې ودريدل. شرمښ پر سرې بوزې را وځغستل او چې څنګه ېې خوله خلاصه کړه د خولې څخه يې د جواري دانې را ولویدې او دغسي شرمنده ودريدئ. اوس نو د سرې بوزې وار وو. سرې بوزې را وڅغستل او په دواړو ښکرانو يې ليوه په نس کې ووهلئ. د لېوه نس خلاص سو او انګک بنګک ځينې راووتل. سره بوزه او درې سره سېرلیان یې خوشاله سوه او په خندا خندا کور ته ولاړل.  

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.