نکل په ږغ کي دلته اورېدلای سئ:

  

په ځنګله کې قوي شمال لګيده، دې تيز شمال د ځنګله حيوانات سخت وارخطا کړي وو، يو سوی چې په دې ځنګله کې اوسيده له دې شمال نه سخت ويريده.

سوی:    اففف څه يو خطرناکه شمال لګيږي، زه خو ډير ډاريږم،

 هغه خپل ځان په کور کې پټ که، د  ام ونې لاندې يې کور و، هلته يې ځان پټ که، ناڅاکه يې يو غږ واوريد،ډير وډار شو،

سوی :  دا څه شی و؟.

سوی  له غار نه يې دباندې ووت منډه يې کړه او په لوړ غږ يې  نارې کړې 

سوی :  آسمان راولويد،آسمان راولويد.

، د هغه چې څومره په وس په پوره و په ځنګله کې يې منډې وهلې او چيغې يې وهلې چې آسمان راولولويد،په لاره کې شغال وليدل چې سوی منډې وهي، او سخت ډار شوی دی، شغال ترې وپوښتل:

شغال:     څه پيښ شوي دي، ولې منډې وهې؟

سوی  شاوخوا وکتل او ځواب يې ورکه.

  سوی  :   ولې تا لکه چې ډارونکی غږ وانه وريد، اسمان راولويد.

سوی دا وويل او خپله يې هم بيا منډې کړې، له دې سره شغال هم بې له دې چې وګوري رښتيا ده که دروغ منډې کړې، زرافه، فيل هوسۍ او آس هم له دوی سره يو ځای شول، او ټول ځنګله کې يې خبر خپور که چې آسمان راولويد، دا خبر د ځنګله پاچا زمري ته ورسيد، هغه له غاره راووت او پوښتنه يې وکړه.

زمری  :   څه خبره ده څنګه منډې وهئ؟.

حيواناتو په يوه غږ ځواب ورکه.

 ټول حيوانات :   آسمان راولويد.

زمری حيران شو او ورته ويې ويل:

 زمری  :    دا خبره چا درته وکړه؟.

.سوی ورته وويل چې ما وليدل آسمان راولويد.

خو هوښياره زمري يې په خبرو باور ونه که، زمري سوی ته وويل چې هغه ځای ته يې بوځي په کوم ځای کې چې آسمان رالويدلی دی، سوی، زمری او نور حيوانات روان شول د ام ونې ته ورسيدل، هلته ټولو وليدل چې د ام له ونې ام لاندې په ځمکه رالويدلی دی، ټول حيوانات په دې پوه شول چې څه پيښ شوي وو، هغوی ډير وشرميدل چې د سوی په خبرو يې باور کړی و

ژباړونکی: نصرت الله صميم

  

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.