source of image: http://bit.ly/2CNmjV3
source of image: http://bit.ly/2CNmjV3

 حضرت موسی ع او خضر پر لاري پر يو هلک پېښ سول او خضر هغه هلک مړ کړ.


حضرت موسی ع هغه نبي ؤ چي بني اسرائيل يعني د حضرت ابراهيم ع د لمسي او د حضرت اسحق ع د زوی يعقوب ع اولاده يې د فرعون له غلامۍ څخه آزاد کړل. اسرائيل په اصل کي د حضرت يعقوب ع بل نوم دی. يعقوب ع د حضرت يوسف ع پلار ؤ چي د هغه وروسته چي په مصر کي يې خپل ورک سوی زوی يوسف ع بېرته پيدا کړ نو خپل ټبر يې په مصر کي مېشت کړ. د يعقوب ع دغه اولاده چي ورته بني اسرائیل ويل کيږي وروسته په مصر کي د زياتو کالونو په تېرېدو په ډېر بد حالت کي راغله چي وروسته دغه ټبر د موسی ع اُمت وګرځېد. دا چي موسی ع ولي او څنګه بني اسرائيل له فرعون څخه آزاد کړل، دا يوه بله کيسه ده. په دغه نکل کي چي تاسو يې اوس لولئ د حضرت موسی ع د اوږد سفر پر وخت د پيښو سوو واقعاتو څخه صرف يوه واقعه بيانيږي. دغه واقعه د قرآن پاک په ۱۸مه سورة «الكهف» کي د شپېتم نمبر آيت څخه بیا تر دوه اتيايم نمبر آيت پوري بيان سوې ده. خو دلته دغه نکل داسي بيانيږي چي د نورو کتابونو او منابعو څخه هم معلومات پکښي اضافه سوي دي او بالکل د قرآن پاک د آيتونو ترجمه نه ده. تاسو پخپله د قرآن پاک ياد آيتونه په ۱۵مه سپاره کي ولولئ او سر په خلاص کړئ. 

 راځئ چي اوس نو نکل پېل کړو! 

 حضرت موسی ع د خپل قوم د آزادۍ وروسته د هغې مځکي يا سيمي په تلاښ کي ؤ چي الله تعالی يې ورسره ژمنه کړې وه. د دغه تلاښ پر وخت حضرت موسی ع زيات نوي څيزونه وپېژندل او زيات نوی علم يې زده کړ. په دغو کي د خضر سره ملاقات، د خضر د پياوړتياؤ پېژندل او په نړۍ کي د خضر د دغو پياوړتياؤ د اغېز په تړاو معلومات تر لاسه کول هم شامل دي. 

 خضر د عربي ژبي نوم دی او معنی يې د «زرغون» ده. هغه يو ډېر اوږد عمر او ژوند لرونکی څوک دی چي په دنيا کي ژوند کوي. دا چي د خضر په باره کي ويل کيږي چي هغه د زيات وخت راهيسي ژوندی دی، نو ښايي له همدې کبله هم ورته خضر يعني زرغون ويل کيږي لکه هميشه شنه پاته کېدونکې ونه چي هميشه شنه او زرغونه وي او خزان ورباندي نه راځي. 

 حضرت موسی ع غوښتل چي د خدای په امر کارونه کوونکی خضر پيدا کړي او له هغه څخه زده کړه وکړي. همدا ؤ چي حضرت موسی ع د سمندر پر غاړه خپل اوږد او ستړی کوونکی سفر شروع کړ. په دغه سفر کي د حضرت موسی ع سره د هغه خدمت کوونکی ځوان هلک يوشع بن نون هم ملګری ؤ. همدغه يوشع بن نون د حضرت موسی ع د مرګ وروسته د بني اسرائيل مشر سو. 

 حضرت موسی ع و يوشع بن نون ته د سفر پر وخت وويل: «زه به تر هغه وخت پوري ځم، تر څو چي د دوو سمندرونو د يوځای کېدو ځای ته نه يم رسېدلی او يا به لا ډېر وخت ځم.» همدا ؤ چي يو وخت دوی «مجمع البحرين» يعني هغه ځای ته ورسېدل چيري چي دوه سمندرونه سره يوځای کيږي. دوی د ځان سره يو ماهی يا کب رااخيستی ؤ چي ويې خوري. د دوی پام نه ؤ او دغه ماهي اوبو ته داسي لاره پيدا کړه لکه يو تونل يا سرنګ چي ورته جوړ سوی وي. دوی تر دغه ځای تېر سول او بيا موسی ع و يوشع بن نون ته وويل: « زموږ د سهار خوراک راواخله چي ويې خورو، ولي چي ډېر ستړي سوي يو.» خو ځوان خادم ورته وويل: «کله چي موږ د هغې لويي ډبري سره ؤ نو هلته په يوه ډېره عجيبه توګه زموږ ماهي اوبو ته لاره پيدا کړه. دا چي ما تاته د دغې پيښي په تړاو خبره ونه کړه وجه يې دا وه چي شيطان زما څخه دغه خبره هيره کړه.» حضرت موسی ع وويل: «موږ خو د همدغه ځای په تلاښ کي ؤ.» همدا ؤ چي دوی دواړه بېرته هغه ځای ته راغله چيري چي ماهي اوبو ته لاره موندلې وه. 

 حضرت موسی ع او د هغه سره ملګري ځوان هلته د الله هغه بنده خضر وليد چي الله ورباندي ډېر رحم کړی ؤ او الله دغه کس ته يو ډېر خاص علم او پوهه ورکړې وه. همدا ؤ چي حضرت موسی ع و خضر ته وويل: «ايا زه کولای سم چي ستا سره پاته سم او په دې توګه ستا څخه هغه علم او پوهه زده کړم چي الله تعالی تاته په نصيب کړې ده؟» خضر و موسی ع ته وويل: «ته به زما سره صبر ونه کړلای سې. په هغه شي چي ته خبر نه يې نو صبر به څنګه ورته وکولای سې.» د خضر مقصد دا ؤ چي که موسی ع ورسره ملګری سي نو به داسي شيان وويني چي موسی ع به يې په هکله نه وي خبر او په هکله به يې علم او پوهه نه لري او له دې کبله به موسی ع صبر او زغم نه ولري چي دغه شيان وويني. خو موسی ع ورته وويل: «انشالله زه به صبر وکړم او ستا هيڅ نافرماني به نه وکړم.» د موسی ع مقصد دا ؤ چي که د خدای خوښه وه نو دی به بالکل زغم او صبر وکړي او کله چي د خضر سره ملګری وي نو به بالکل د خضر په خوله کوي. خضر ورته وويل: «ښه، که ته زما سره يو ځای ځې نو زما څخه د هيڅ شي په هکله پوښتنه مه کوه تر څو چي ما پخپله د هغه شي په هکله درته خبره نه وي کړې.» همدا ؤ چي موسی ع د خضر سره ملګری سو. 

 د څه مزل کولو وروسته دوی په يوه کښتۍ کي کښېنستل چي د اوبو له يوې غاړي څخه هغه بلې غاړي ته خپل ځانونه ورسوي. کله چي دوی په دغه کښتۍ کي کښېنستل نو خضر په دغه کښتۍ کي يو ځای مات کړ چي له کبله يې په دغه کښتۍ کي عيب پيدا سو او دغه کښتۍ عيبجنه سوه. کله چي حضرت موسی ع دغه د خضر له خوا په کښتۍ کي د دغه عيب پيدا کول وليدل نو يې وويل: «تا په دغه کښتۍ کي يو ځای مات کړ، ايا غواړې چي په دغه کښتۍ کي سپاره ټول په اوبو کي غرق کړې؟ دا خو تا ډېر يو سخت کار وکړ.» خضر موسی ع ته وويل: «ايا ما تا ته نه ول ويلي چي ته به زما سره صبر نه وکړلای سې؟» د خضر مقصد دا ؤ چي حضرت موسی ع ته هغه خبره ورپياد کړي چي ورته ويل سوي ول چي پوښتني به نه کوي او صبر به کوي. موسی ع وويل چي هغه خبره يې هيره سوې وه او دا چي خضر دي يې دغه عذر ومني او سختي دي ورسره نه کوي. همدا ؤ چي دوی مخ ته روان سول. 

 حضرت موسی ع او خضر پر لاري پر يو هلک پېښ سول او خضر هغه هلک مړ کړ. کله چي حضرت موسی ع دا وليدل نو يې وويل: «تا يو داسي بيګناه انسان مړ کړ چي هغه هيڅ څوک نه ؤ قتل کړی. دا خو تا يو ډېر بد کار وکړ.» خضر موسی ع ته وويل: «ايا ما تا ته نه ول ويلي چي ته به زما سره صبر نه وکړلای سې؟» حضرت موسی ع وويل: «که ما بل واري ستا څخه بله پوښتنه وکړه نو بېشکه چي ته ما نور د ځان سره مه ملګری کوه.» خضر ورسره دا خبره ومنله او دوی مخ په وړاندي روان سول. 

 حضرت موسی ع او خضر روان ول چي بالآخره يو کلي يا يو ښار ته راورسېدل. دا چي دوی دواړه ډېر وږي سوي ول نو هغوی د کلي له خلکو څخه هيله وکړه چي ورته د خوړلو له پاره يو څه شی ورکړي. خو د کلي خلکو هغوی ته د خوراک ورکولو څخه انکار وکړ او دوی ته يې هيڅ ډوډۍ نه ورکړه. دوی په دغه کلي کي يو دېوال وليد چي خراب سوی او نړېدلو یا لوېدلو ته ډېر نژدې ؤ. خضر دغه بېرته جوړ کړ. حضرت موسی ع ورته وويل: «که تا غوښتي وای نو کولای دي سوای چي د دغه ديوال د بېرته رغولو په بدل کي خپله مزدوري وغواړې.» همدا ؤ چي خضر و حضرت موسی ع ته وويل: «زما او ستا ملګرتيا همدلته پای ته ورسېده. اوس به تاته د هغو خبرو حقيقت ووايم چي تا ورته صبر ونه کولای سوای.» همدا ؤ چي خضر د کښتۍ، د هلک د وژلو او د ديوال د رغولو په تړاو حضرت موسی ع ته معلومات ورکړل. 

 خضر د کښتۍ په تړاو وويل: «هغه کښتۍ د څو بې وزلو او عاجزو خلکو وه چي په مرسته يې هغوی په سيند کي کار او روزګار کاوه. ما ځکه په هغه کښتۍ کي عيب جوړ کړ ولي چي په هغه سيمه کي يو پاچا ؤ چي د خلکو څخه يې په زور کښتۍ اخيستلې.» د خضر د خبري مقصد دا ؤ چي کښتۍ يه په دې وجه عيبجنه کړه ولي چي پاچا صرف بې عيبه کښتۍ له خلکو په زور اخيستلې. دا چي دغه کښتۍ عيب پيدا کړی ؤ نو ځکه د پاچا له پاره په زړه پوري نه وه چي له دغو عاجزو خلکو يې په زور واخلي. په دې توګه کښتۍ عيبجنه سوې وه خو د خپلو مالکانو په لاس کي پاته سوه چي هغوی د دې وروسته هم پکښي خپل اولاد ته روزي او ډوډۍ وګټي. 

 خضر د هلک په تړاو وويل:«د هغه هلک مور او پلار مومنان ول. موږ دا اندېښنه درلوده چي دغه هلک به په خپل کفر او سرکښۍ باندي خپل مور او پلار په عذاب کړي.» د خضر د خبري مقصد دا ؤ چي دغه هلک که ژوندی پاته سوی او رالوی سوی وای نو به يې ډېر داسي بد کارونه او کفري اعمال کړي وای چي خپلې مور او خپل پلار ته به په عذاب بدل سوی وای. خضر زياته کړه: «له همدې کبله موږ وغوښتل چي رب د هلک مور او پلار ته د دغه هلک په بدل کي داسي اولاد ورکړي چي دغه نوی اولاد هم په اخلاقو کي تر هغه لومړي هلک ښه وي او هم زيات مهربان وي.» د خضر د دغې خبري مقصد دا ؤ چي خدای به د وژل سوي هلک مور او پلار ته په بدل کي بل اولاد ورکړي چي په لوی والي به هم تر هغه بل ډېر ښه او بهتره وي. له بل اړخه د وژل سوي هلک له پاره هم د الله له لوري دا يوه لويه مهرباني وه چي هلک د دې څخه ترمخه چي کافر، سرکښه او د مور او پلار ځورونکی جوړ نه سي، مړ سي او په دې توګه د خپلو اعمالو د سزا او د دوږخ له اور څخه وژغورل سي. 

 خضر دوی ته د ډوډۍ نه ورکوونکو خلکو په کلي کي د ديوال د رغولو په هکله وويل: «هغه ديوال د دوو داسي يتيم هلکانو ؤ چي په دغه ښار کي يې ژوند کاوه. د دغه ديوال لاندي د دغو ماشوم هلکانو له پاره يوه خزانه پټه وه او دا چي د هغوی وفات سوی پلار يو ډېر صالح سړی ؤ نو ستا رب الله وغوښتل چي دغه هلکان لويان سي او دغه خزانه راوباسي.» د خضر د دغه خبري مقصد دا ؤ چي که هغه دېوال چي زوړ سوی او نړېدو ته نژدې ؤ ده نه وای جوړ کړی نو به نړېدلی وای. که دغه ديوال نه وای بېرته رغول سوی او نړېدلی وای نو به د ښار بخيلو خلکو چي حتی وږو مسافرو ته يې ډوډۍ لا نه ورکوله، د دغو يتيم هلکانو خزانه د ځان کړې وای ولي چي هلکان لا کوچني دي او د خپل حق غوښتنه نه سي کولای. د خضر په دغه خبره يوه بله مهمه موضوع دا هم ده چي د دغو ماشوم يتيمو هلکانو پلار ډېر نيک او ښه سړی ؤ چي له همدې کبله هم خدای پر دغو هلکانو لا ډېر مهربان ؤ. يعني که څوک نيک وي نو الله تعالی هغه ته خو انعامونه ورکوي چي ورکوي يې بلکه د هغه تر څنګ د هغه اولادونو ته هم په دنيا کي آسانۍ پېښوي. 

 د درو واړو کيسو د حقيقت بيانولو وروسته خضر و موسی ع ته وويل: «زه صرف هغه کار کوم چي الله يې ماته امر کړی وي.» د خضر د دغه خبري څخه مقصد دا ؤ چي هغه چي هر کار کړی ؤ او يا يې د دې وروسته کوي، دا ټول هغه کارونه دي چي الله ورته امر کړی دی چي دی يې وکړي. د خضر د آخري خبري مقصد دا ؤ چي هغه هيڅ کار بېله د الله د امر څخه نه کوي. يعني کوم درې کارونه چي حضرت موسی ع وليدل هغه د الله په امر سوي ول او په هر يو کي د الله حکمت پټ ؤ. 

 نتيجه: د دغه نکل څخه موږ دا زده کولای سو چي انسان د الله تعالی په ټولو کارونو نه پوهيږي ولي چي د انسان علم او پوهه ډېره محدوده ده. خو هر مسلمان بايد دا ايمان ولري چي الله تعالی چي هر کار کوي په هغه کي يې يو حکمت وي. بعضي وخت انسانان په دغه حکمت پوهيږي او بعضي وخت نه پوهيږي. خو په هر صورت کي بايد انسان دا ايمان ولري چي الله عادل يعني عدل کوونکی دی او هيڅکله ظلم نه کوي. که الله زورور او جابر هم دی نو لوی مهربان او رحم کوونکی هم دی. 

 احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ ۷مه نېټه، بون

 

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.