احمد يو ډېر خواريکښ او ځيرک هلک ؤ. هغه په پنځم ټولګي کي درس وايه او کوښښ يې دا ؤ چي په ټولګي کي اول نمره سي. خو يوه ورځ احمد د منځني امتحانونو وروسته ډېر خوابدی کور ته راغلی. مور يې ورڅخه پوښتنه وکړه: «خير خو دی احمده ګرانه، ولي داسي زهير زهير يې؟»
احمد خپلي مور ته وويل: «بيا مي د رياضي په امتحان کي نمرې کمي راغلي دي. ته خو خبره يې چي ما څومره زيات چمتو والی ورته نيولی ؤ. د امتحان څخه يوه اونۍ تر مخه مي لا د رياضي د سوالونو تمرين شروع کړی ؤ. خو زحمت مي هغسي ښه نمرې را په برخه نه کړې لکه ما چي يې فکر کړی ؤ. دا رياضي خو رياضي نه ده، يوه بلا ده، يوه بلا!»
د احمد مور احمد ښکل کړ او ورته ويې ويل: «ته مه خفه کېږه، انشالله همدا نن دي صابر ماما ته تليفون کوم چي سبا مازيګر د کار وروسته زموږ کره راسي او ستا سره ستا د رياضي پر مشکل خبري وکړي.»
د احمد ماما چي ساختماني مهندس او انجينير ؤ په دا سبا د احمد کور ته ورغلی. صابر ماما د احمد سره يو ساعت خبري وکړې او د خبرو پر وخت يې هغه ته بعضي د رياضي سوالونه د حل کولو له پاره هم ورکړل. انجينير صابر ماما غوښتل چي په دې توګه ځان ته معلومه کړي چي د احمد ستونزه په څه شي کي ده.
د احمد سره د خبرو په آخر کي صابر ماما وويل: «ګوره احمد جانه، ته په رشتيا خواريکښ هلک يې. خو په رياضي کي چي ما اوس ته وازمويلې نو په بعضو موضوعاتو کي چي تا په مخکني ټولګيو کي زده کړي دي، ته نور ډاډه نه يې. يعني ستا د رياضي پخواني شيان تر يوې اندازې هير سوي دي. څومره چي زه اوس پوه سوم، ته خپل زيات وخت د هغو سوالونو او موضوعاتو سره مصرفوې، چي تاسو يې دمګړی په ټولګي کي واياست. خو تاته دغه تازه موضوعات ځکه ډېر مشکل تماميږي او د زده کولو وروسته دي بېرته ژر هيريږي، ولي چي ستا پخواني او بنيادي د رياضي موضوعات هير سوي دي.»
احمد چي د خپل ماما خبرو ته يې په ډېره توجه غوږ نيولی ؤ، له هغه وپوښتل: «ماما جانه، نو ماته اوس څه کول په کار دي؟ زه غواړم چي په دغه بلا رياضي کي ښه نمرې واخلم.»
ماما يې ورته وويل: «ګوره، يوازي د کارخانګي يا د کور په کار کولو ته تر ټولو ښه نمرې نه سې په لاس راوړلای. يوازي د امتحان يا ازمويني څخه تر مخه تمرين پېل کول ګتور نه وي. بلکه ته بايد هميشه او په دوامداره توګه د زدکړي وختونه ځانګړي کړې. عموما بايد ته په دغه خبره ځان پوه کړې چي که پر يو ځای زيات درس ووايي نو هغه لنډمهاله حافظې ته ځي. که ته دغه درس وروسته په نورو ورځو تکرار نه کړې، نو هغه څه چي زده کړي او ياد کړي دي وي هغه له حافظې څخه بېرته وځي. خو که زده کړی درس پرله پسې څو ورځي هميشه تکرار کړې نو بيا هغه ستا اوږدمهاله حافظې ته ځي. د دې تر څنګ ته باید په اونۍ کي ځان ته د لوبو او د زدکړي وختونه وټاکې او بايد خپله ټوله اونۍ داسي تنظيم کړې چي پکښي معلوم وي چي کومه ورځ څو ساعته درس وايې او څو ساعته لوبي، ساعت تېری او يا سپورټ کوې. ته بايد ځان ته هغه ورځي وټاکې چي پکښي ته د رياضي پخواني موضوعات بېرته تکرار کړې. چي يو واري دي په يوه موضوع ښه سم سر خلاص سي، نو بيا يې سوالونه حل کول مشکل کار نه دی. بله خبره دا ده چي ستا په ټولګي کي دمګړی روان د رياضي موضوعات پر پخوانيو موضوعاتو ولاړ دي. د مثال په توګه که ستا ضرب زباني نه وي زده، نو د ضرب سوالونه سم نه سې حل کولای. که دي ضرب نه وي زده بيا د تقسيم سوالونه درته مشکله کيږي. که دي ضرب او تقسيم نه وي زده نو بيا کسر ډېر مشکل کيږي او که دي کسر سم نه وي زده، نو بيا مساوات نه سې حل کولای. که دي مساوات نه وي زده نو بيا خطي الجبر او نور موضوعات نه سې زده کولای. په دې ډول نور موضوعات هم دې ته اړتيا لري چي ستا مخکني درسونه زده وي.»
احمد وويل: «زه بايد په څه شي پېل وکړم؟»
ماما يې وويل: «ته داسي وکړه چي د خپلو مخکنيو ټولګيو ټول د رياضي کتابونه دي بېرته پيدا کړه. که درسره نسته نو بيا يې له کتابتون څخه راوړه او يا دي مور او پلار ته ووايه چي درته په بازار کي يې واخلي. په خپلو دغو پخوانيو کتابونو کي له لومړي کتاب څخه پېل وکړه او هره موضوع جلا جلا وګوره او پکښي سوالونه حل کړه. وګوره چي په کومو موضوعاتو کي ته ډاډه نه يې او هير سوي دي دي. بيا هغه موضوعات تمرين کړه او که دي سر نه په خلاصېدی نو له خپل معلم څخه او يا زما څخه پوښتنه وکړه. د اونيو په ځانګړو ورځو کي که ته يو څو ساعته وخت راوباسې او دغه پخواني موضوعات له سره تکرار کړې نو انشالله بيا به دي په ټولګي کي په تازه موضوعاتو او سبک هم ژر ژر سر خلاص سي.»
احمد د خپل ماما سره ژمنه وکړه چي پر نصيحت به يې عمل کوي. د هغه وروسته احمد د خپلي زدکړي او تمرين طريقې ته د خپل ماما د مشورې سره سم تغير ورکړ او خپل معلم او ښوونکی په خپله جوړ سو. احمد ځان ته داسي ټايم ټېبل يا جدول جوړ کړی چي په کومه ورځ د کوم مضمون تمرين کوي او کوم موضوعات تکراروي.
تقريبا ديارلس کاله وروسته د ساختماني انجينرۍ د پوهنځي د ازموينو نتايج اعلان سول. په ځانګړو مراسمو کي د پوهنځي فارغينو او د هغوی د کورنۍ غړو ګډون کړی ؤ. د پوهنځي رئيس اعلان وکړ چي سږ کال د پوهنځي عمومي اول نمره احمد راغلی دی. رئيس هيله وکړه چي احمد دريځ ته ورسي او د سرو زرو خپل مډال واخلي. کله چي احمد دريځ ته ورغلی نو يې داسي وويل: «دا چي زه نن دغه مډال ګټم، هغه زما د مور او پلار او استادانو د زحمتونو او هڅونو نتيجه ده. په خاصه توګه زه خپل دغه مډال د خپل ګران ماما انجينير صابر خان په نوم کوم، چي ماته يې د زدکړي په تړاو داسي لارښوونه کړې وه چي په مرسته يې زه هميشه په ټولګيو کي اول نمره وم. هغه ماته وښودل چي رياضي بلا نه بلکه کلا او د اکثرو نورو علومو مور ده.»
احمد له تحصيل څخه د فارغېدو وروسته د خپل ماما په ساختماني شرکت کي کار پېل کړ او تر نن پوري يې په سلهاؤ کورونه، دفترونه او هم ښوونځي جوړ کړي دي. هغه د تعليم د وزارت له پاره يو لوی مرکزي دفتر هم جوړ کړ چي «د رياضي کلا» په نوم مشهور سو.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د دسمبر ۲۶مه نېټه
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.