يو سړي يو قوي او چاغ سپی درلود . د دې لپاره چي له يوې خوا يې سپی خروړئ شي او له بلي خوا د ورځي څوک و نه داړي نو هغه به يې په پنډ او کلک پړي يا ځنځير په يوه ځای کښي و تاړه .
يوه ورځ پر سپي باندي يو لېوه چي د ډېر ډنګروالي يې د بدن هډوکي ښکارېده راغئ او ورته و يې ويل : ” ملګريه ! ډېر وږئ يم . په شپو او حتا په هفتو څه شی نه شم موندلای . ژوند مي ډېر تريخ دئ . له ډېر ډنګروالي مي هډوکي له ليري ښکاري . نه پوهېږم چي څه چاره و کړم او چېرته ولاړ شم ”؟
سپي ورته وويل : ” چاره يې ډېره اسانه ده . راځه زما په شان وظيفه و نيسه.»
لېوه ورته وويل : ” ستا وظيفه څه شی ده ”؟ سپي وويل : ” زما وظيفه دا ده چي د څښتن کور مي ساتم تر څو غله ور ته را نه شي . نو زما څښتن د دې کار په سبب ښه ښه خواړه او ښې ښې غوښي را کوي.» لېوه وويل : ” دا خو ډېر ساده او اسانه کار دئ .
نو هيله کوم چي داسي وظيفه ماته هم پيدا کړې.» د خبرو په ترڅ کي نا څاپه د لېوه سترګي پر يوه ټپ و لګېدې چي د سپي په غاړه کي يې و ليدئ . نو له سپي څخه يې د هغه ټپ په باره کي پوښتنه وکړه .
سپي وويل : ” دا د ځنځير او پړي ټپ دئ . ځکه خاوند مي د ورځي له خوا په ځنځير يا پړي تړي تر څو خلک و نه داړم او د شپې له خوا مي خوشي کوي چي د کور پاملرنه و کړم.»
لېوه ورته وويل : ” د اسارت او مريتوب ژوند مي خوښ نه دئ او نه غواړم چي په داسي ذلت او بند کي ژوند وکړم . ځکه د ازادۍ ژوند ډېر خوندور ژوند دئ . که څه هم انسان پکښي په لوږه اخته وي.»
ترتيب کوونکی : عبدالعلي رسولزاده
منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.