څو تنه غله د يوه غريب سړي کور ته ننوتل ، خو له يوه چرګ نه پرته يې نور هيڅ شی پکښي پيدا نه کړ . چرګ يې له ځانه سره واخيست ، کله چي غله خپل کور ته و رسېدل ، نو و يې غوښتل چي چرګ حلال کړي . چرګ په ډېره عاجزي غلو ته وويل : ” ما پرېږدئ ، مه مي حلالوئ . زه د حلالولو وړ نه يم ځکه هر وخت له نيمي شپې وروسته په ازانو پيل کوم او تر سبا پوري دومره نارې سورې وهم چي د ګهيځ ( سهار ) د لمانځه لپاره ويښ شئ.» غلو په جواب کښي ورته وويل : ” چپ شه ، ډېر مه غږېږه او زيات منطق مه وايه ، پخوا که ستا حلالول پر موږ سنت وه خو اوس را باندي فرض شوه . ځکه کله چي موږ کوم کور ته د غلا لپاره ننوزو ، ته ازانونه کوې او د کور خاوند را باندي ويښوې.»
چرګ پوه شو چي کوم کارونه چي ښه خلک ور باندي خوشاليږي بدکاران ور باندي خپه کيږي .
ترتيب کوونکی : عبدالعلي رسولزاده
منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.