يوه ورځ بلبل باز ته وويل : ” کله چي زه خپل حال او ستا حال سره مقايسه کوم پر خپل حال مي ژړا راځي ځکه ته پر ټولو خلکو ګران يې . عادي خلک لا څه چي پاچاهان دي پر خپلو لاسو کښېنوي او له يوه ځايه دي بل ځای ته وړي . حال دا چي هيڅ غږېدلای ( ږغېدلای ) نه شې . خو زه سره له دې چي ښه اواز لرم او خوندوري سندري وايم ، په شپو ، مياشتو او حتا په کلو کلو په کپس کښي بندي يم .»
باز وويل : ” ايا پوهېږې چي ولي ټول خلک زما لمانځنه کوي ”؟ بلبل ورته وويل : ” يه ، نه پوهېږم.»
باز وويل : ” د دې علت دادئ چي زه خلکو ته ښکار کوم خو هيڅ نه وايم ، ياني زه هغه مرغه يم چي کار کوم او څه نه وايم او ته هغه مرغه يې چي وايې خو هيڅ نه کوې . نو موږ بايد کار ډېر او خبري لږ وکړو . ځکه له زياتو خبرو څخه څه ګټه نه اخيستل کيږي.»
ترتيب کوونکی : عبدالعلي رسولزاده
منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.