يوه ګيدړه په يوه ژور څا کي و لوېده ، هر څومره چي يې زيار و کيښ و يې نه سوای کړای چي د څا څخه را ووزي ، نو په چيغو او نارو يې پيل و کړ . نارې سورې يې يوه لېوه واورېدې ، په منډه د څا غاړي ته ورغئ . ګوري چي په څا کښي يوه ګيدړه لوېدلې او نژدې ده چي پکښي مړه شي . خو لېوه د دې پر ځای چي ګيدړه له څا څخه را وباسي په داسي خبرو يې پيل وکړ : ”زه چي تا پدې ژور څا کي وينم په رښتيا سره ډېر خوا شينئ يم . خو نه پوهېږم چي ته چا پدې څا کښي غورځولې يې ؟ څو ورځي کيږي چي ته پدې کوهي کښي پرته يې ؟ ايا ساړه او يخني دي کيږي ؟ ژر جواب راکړه چي زيات در باندي خوا شينئ شوم ”.
ګيدړي ور ته وويل : ” لومړی ما د مرګه خلاصه کړه او بيا چي هر سوال کوې جواب به يې درته ووايم ، ځکه اوس د خبرو او بحث ځای نه دئ . هره خبره او هر ټکی ځانته ځای لري ”.
ترتيب کوونکی : عبدالعلي رسولزاده
منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.