يوې خوارکۍ موچۍ په يوه باغ کښي ګبين جوړ کړئ وو. هيڅ ارام يې نه وو. چي سهار به سو نو به په شنو باغو او ګلانو کي ګرزېده او دهغو څخه به يې خوږه شيره را غونډوله او په خپل ګبين کي به يې ذخيره کوله . په لږ ورځو کښي يې خپل کندو د شاتو څخه ډک کړ او د ژمي له غمه يې ځان خلاص کړ .
پدغه باغ کښي يوه شورناکه چرچرکه هم اوسېده، همېشه به يې سندري ويلې او ژوند به يې په خوشالي تېراوه او دسبا ورځي غم ور سره نه وو . څه چي به يې په لاس ورتله هغه ګړی به يې خوړل . کله چي د ګرمۍ ورځي تيري سوې ژمی او يخني راغله . د ګرزېدو او خوراک پيدا کولو لاري بندي سوې .
هغه موچۍ چي اوړی او پسرلی يې په زحمت تېر کړي وه او پوره ذخيره يې ټوله کړې وه خپل ګبين ته به ننوتله او هلته به ارامه کښېناسته او د اوړي د کړاو فايده به يې خوړله .
يخو بادو او واورو شروع وکړه ، هوا بدله سوه ، مځکه په واورو پټه سوه او سخت ژمی پيل سو . کله چي چر چرکي وليده چي هري خوا ته لاري بندي دي نو دې موچۍ ته راغله او د سختي يخني او لوږي څخه يې ورته شکايت و کړاو مرسته يې ځني وغوښتل .
مچۍ په جواب کي ورته وويل : ”ما ټول اوړی او پسرلی کوښښ کړئ دئ او خوراکه مي ټوله کړې ده . ناپوهي! ” ته خو هغه يې چي د سبا فکر در سره نه وواو غزلي به دي ويلې او خوشالۍ به دي کولې . هيڅ فکر دي نه کاوه چي يوه ورځ به داسي راسي چي نه به سړی کار کولای سي او نه به څوک مرسته ور سره کولای سي.»
چرچرکي د موچۍ خبري واورېدې او ډېره پښېماني يې وکړه او ويې ژړل چي ولي مي د کار په وخت کي بې پروايي کوله چي اوس داسي محتاج او په بد حال يم .
ترتيب کوونکی : عبدالعلي رسولزاده
منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.