وايي چي يوه ورځ زمری، شرمښ او ګيدړه يو ځای په ښکار ووتل، يو خر، يوه هوسۍ او يوه سوی يې ښکار کړل . زمري شرمښ ته مخ راواړاوه چي ” دا ښکار ووېشه”!
شرمښ وويل : ” خر يې ستاسي، هوسۍ يې زما او سوی يې د ګيدړي، دا سم تقسيم ( وېش ) دئ ”.
ده چي دا وېش وکړ نو د زمري طبعت خراب سو، پر ده يې ور ټوپ کړه سترګي يې په پنجو ورڅخه وايستې . ګيدړه پوه سوه چي زمري ته خو ډېر درد ورغلئ دئ . نو شرمښ ته لګيا سوه : ”خدای دي خوار کړه داسي وېش څوک کوي لکه تا چي وکړ”؟
بيا زمري ګيدړي ته وويل چي : ” ته يې ووېشه ”!
هغې وويل : ” ښه دا خو اسانه کار دئ . خر به سبايي وخورې، هوسۍ به بېګاه ته وساتې او په سوی به غاښونه تاوده کړې .»
زمري وويل : ” دا وېش دي له چا نه زده کړ”؟
هغې وويل : ” د شرمښ د سترګو څخه ”.
ترتيب کوونکی : عبدالعلي رسولزاده
منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.