يوه ورځ د يوه لېوه په ستوني کښي هډوکئ بند سوئ وو ، هر څومره يې چي د ټوخي له لاري ستونئ پاک کړ ، هډوکئ يې له ستوني نه را و نه و وت . ډېر په عذاب شو ، نو زاڼي ته ورغئ او ورته ويې ويل : ” هيله کوم چي په مشوکه سره دي زما د ستوني څخه هډوکئ را و باسې او کله چي دي دا کار و کړ ، زه حاضر يم چي زياته اجوره در کړم.»
زاڼي ژر خپل سر د لېوه په خوله ور ننه ايست او د خپلي اوږدې مشوکي په واسطه يې هډوکئ د لېوه له ستوني څخه را و ايست . او لېوه ته يې وويل :
”ملګريه ! اوس نو د خپلي وعدې سره سم اجوره راکړه.»
لېوه ورته وويل : ” ته لا خوشاله نه يې چي سر دي زما په خوله ننه ايست او بيرته دي جوړ او تيار را و ايست ”؟
ته څرنګه اجوره غواړې ، حال دا چي ته بايد ما ته اجوره را کړې او را څخه خوشاله و اوسې چي ستا سر مي و نه خوړئ.»
ترتيب کوونکی : عبدالعلي رسولزاده
منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.