يوه ورځ يوه وږې ګيدړه د يوه کلي پر خوا روانه سوه . کله چي کلي ته نژدې سوه و يې ليده چي يو چاغ چرګ د دانې په ټولولو بوخت دئ . ګيدړه د چرګ په ليدو سره ډېره خوشاله سوه او د خدای شکر يې و کيښ . کرار کرار يې ځان چرګ ته ور نژدې کړ او ورته ويې ويل : ” ما د ډېره وخته څخه ستا پلار پېژندئ، هغه زما د دوستانو او رفيقانو څخه وو . زړه وړونکئ اواز او ښه ځواني يې درلوده . هر وخت چي به زه پر دې لار تېرېدم نو به ورته راغلم او د ده زړه وړونکئ اواز به مي واورېدئ نو به ډيري ورځي خوشاله وم، نه پوهېږم چي ستا اواز څرنګه دئ؟»
چرګ ور ته وويل : ” زما اواز او ځواني که زما د پلار تر هغې ښه نه وي بد هم نه دي.» د ګيدړي د خوښۍ د پاره يې خپل وزرونه و ښورول او سترګي يې پټي کړې په اذان کولو يې پيل وکړ . پدغه وخت کي ګيدړي ژر حمله پر وکړه او پخپلو تېرو غاښو يې و نيوئ او د غره و خوا ته روانه سوه . پدې حال کي د کلي سپي خبر سوه ټولو په ګيدړي پسې و ځغستل او ګيدړي ته يې ځانونه ور و رسول . ګيدړه نه پوهېده چي څه وکړي پدې وخت کي چرګ ور ته وويل : ” اې ګراني ګيدړي که غواړې چي د سپيانو د شر څخه ځان خلاص کړې نو ور ته ووايه چي دا چرګ ستاسي د کلي نه دئ . کله چي ګيدړي خوله خلاصه کړه چي خبري وکړي، چرګ يې د خولې څخه ځان خلاص کړ او د کلي پر لور يې و ځغستل .»
ترتيب کوونکی : عبدالعلي رسولزاده
منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.