په يوه ځنګله کي يوه ډېر زاړه زمري ژوند کاوه چي د ډيري کمزورۍ او زهير والي څخه په ښکار پسې نه سوای وتلای . په ورځو او په شپو به وږئ وو . دغه ځنګله ته نژدې يو ډېر چاغ غويی هره ورځ د څړ د پاره راوتئ . زمري دا چاره و سنجول چي دغه غويی به د مېلمستيا په بانه ( پلمه ) را وغواړي او غوښي به يې وخوري . د دې د پاره يې ګيدړه ور ولېږل او ورته ويې ويل چي زمري تا ته سلام وايه او پسله سلامه يې تاته بلنه درکړې ده چي د غرمې د ډوډۍ د خوړلو د پاره و ځنګله ته راسې چي هلته يې ستا د مېلمستيا د پاره ښه خواږه واښه بربر کړي دي او د ځان د پاره يې د وري غوښي پخې کړي دي .
غوايي هم د زمري مېلمستيا په خوښي سره و منل او د ځنګله پر لور رهي سو . کله چي د زمري کور ته را نژدې سو، ګوري چي هلته نه واښه سته او نه د وري غوښي، بلکي يو لوی دېګ او يو شمېر لوی لوښي ايښودل سوي دي .
غوايی چي دا دېګ او لوښي وليدل نو و تښتېد. زمري پسې ور ږغ کړه : ” چيري ځې؟ خوښه دي نه ده چي زما سره کښېنې، مجلس وکړې او هغه ډوډۍ چي ستا د پاره مي جوړه کړې ده و خورې”؟
غوايي وويل : ” کله چي مي دغه لوی دېګ او لوښي و ليدل و پوهېدم چي په دې کي د وري غوښي نه دي پخې سوي بلکي دا د غوايي د غوښو د پاره جوړ سوي دي . زه د دې د پاره نه يم را غوښتل سوئ چي د زمري سره ډوډۍ وخورم بلکي د دې د پاره راغوښتل سوئ يم چي زمری زما غوښي وخوري” .
ترتيب کوونکی : عبدالعلي رسولزاده
منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.