source of image: http://2.bp.blogspot.com/-tuu7BXtAWcU/UY6hTPNI4uI/AAAAAAAAKTc/9t-9HTjmxGo/s1600/Greedy_Dog_Children_Story_Pictures.jpg
source of image: http://2.bp.blogspot.com/-tuu7BXtAWcU/UY6hTPNI4uI/AAAAAAAAKTc/9t-9HTjmxGo/s1600/Greedy_Dog_Children_Story_Pictures.jpg

 

 يوه ورځ يوه سپي يوه ټوټه غوښه په خوله کي نيولې وه او د رود پر غاړه رهي وو. ناڅاپه يې خپل ځان په اوبو کي وليد، ګومان يې وکړ چي په سيند کي بل سپی دئ او غوښه يې په خوله کي نيولې ده. نو د دې د پاره چي د هغه سپي څخه هغه غوښه واخلي، خوله يې خلاصه کړه. د خولې په خلاصېدو سره يې خپله غوښه د خولې څخه ولوېده او کبانو وخوړه.

سپی د دې پيښي څخه ډېر خواشينئ سو او له ځانه سره يې وويل: «هغه څوک چي پر نورو باندي د تيري خيال لري او زيات حريص وي دا به يې پای وي چي د خپلي خولې څخه به يې خواړه لويږي.»

ترتيب کوونکی :  عبدالعلي رسولزاده

منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.