د دغه نکل متن تر ويډيو او آوډيو لاندي لوستلای سئ

ليکوال: بسم الله اکبري،۳۰/۹/۲۰۱۵هالینډ


د یوې غرنۍ سیمي په ګڼ میشته کلي کې د بیلایلو کسبونو لرونکي خلک اوسېدل چې د هغو په ډله کې د یو رنګمال کورهم و چې له څلورو خواوو پري دیوالونه چاپیره وو.

په دغه کلي هره شپه د غره له ځنګله څخه ګیدړانو او سرلنډیو چپاو راوړو.  د کلیوالو چرګو او چرګانو کورټ ارام نه درلود او د ګیدړو د ښکار لوبه ښه ګرمه روانه وه. یوه شپه یوه ګیدړ د رنګمال د کور دننه ته له دیواله د ښکار په موخه ورټوپ کړ چې ناببره د سره رنګ په یوه غټ دیګ کې ولوید او په کې ډوب  شو. د یوي شېبې له رغړیدو وروسته ګیدړ له دیګه دباندې ټوپ کړ. خو د ګيدړ لکۍ، غوږونه، ککرۍ، پښې او ټول بدن یې داسې سور پړیکېده چې آن سترګې یې هم لکه سور آنار ښکارېدې. کله چې ګیدړ دغره ځنګله ته ورسید نو نور ګیدړان یې لیدو ته هک پک پاتې شول. خو ټول ګیدړان د هغه په سره رنګ ډیر خوشاله شول. دغو ګيدړانو سرې ګيدړي ته وويل چي ستا د سره رنګ ساری په ټول ځنګل کې نشته. هغوی وويل،  زموږ د پاچایې پړاو او چانس په برخه شوی دی.

لکه څنګه چي ویل کیږي چې ګیدړ په چل ول اومکارۍ کې ځانګړې پوهه اومهارت لري نو یې وپتییله چې په ځنګله کې د ټولو ژویو زمریو، ببر، پړانګانو او نورو ځنګل میشته ځناورو یوه لویه غونډه راوبولي څو سور ګیدړ د ځنګله پاچایې ته ونوموي. ګیدړانو د ځنګله ګوټ، ګوټ ته خبرتیا او ډنډوره ورسوله بې له ډیله د ځنګله زمریانو او نورو ګڼ شمیر ژويو ټاکلي ځای ته ځانونه ور ورسول. د سره ژوی په لیدو ټول هک، پک او حیران شول او د هغه په پاچا کیدو کې هیچا مخالفت څرګند نه کړ او هغه یې د ځنګله پاچا وټاکه.

نوي پاچا د مزو چړچو دور پیل شو. زمریو او پړانګانو د خپل ښکار غوښې د هغه خوراک ته رسولې او پاچا په لږه موده کې پخپل ځان کې د سترې ځواکمنۍ او مستۍ احساس وکړ. د ځنګل ټول ژوی په دې نه پوهیدل چې پاچایې له اره ګیدړ دی ځکه ګیدړي عیبونه یې په سره رنګ کې پوښل شوي او ورک شوي وو. یوه ورځ پاچا خپلو ګیدړو ته وویل چې غواړم لکه زمری وغړمیږم او د خپلې مستۍ بړاس په چیغه کې وباسم. ګدړو ورته زارۍ وکړي چې دا کار ونه کړي ځکه د زمري په څیر نه شي غړمبیدلی. که بيا هم د دې کوښښ وکړې نو ستا د ګیدړې د بوغاري له کبله به دې ټول وپیژني نو هله به درته پته ولګیږي. ګيدړانو سور ګيدړ ته وويل چي د ځنګله د نورو ژويو او په تیره بیا د زمریانو د غوسې او غچ اخیستنې سره به مخامخ شي. خو نوي پاچا مستي نه شوه زغملای او ډیر ژر یې له خپله پلازه د ګیدړي بوغارې په ډیر زور او شوق پیل کړې. کله چې د ځنګله زمریو د هغه اواز واورید پوه شول چې د هغه په سرو ویښتانو تیرایستل شوي دي. همدا ؤ چي پر مکار ګیدړ له هرې خوا د زمریو او پړانګانو غوټې او یرغلونه پیل شول. زمريانو او پړانګانو سورګیدړ داسې وواهه چي سره وریښتان يې په هوا کې باد باد شول او د ګیدړ دروغجنه او له ټګۍ ډکه پاچایې پای ته ورسیده.

هو! کوږ بار تر منزله نه رسي.

منبع: سپرغۍ وېبپاڼه، http://bit.ly/2sicAO0

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.