ژباړه: عبدالملک پرهیز

 

په تېره زمانه کې یو پاچا، یو ډېر هوښیار وزیر درلود، یوه ورځ پاچا خپل وزیر ته وویل: زړه مې غواړي تا د ستر قاضي یا قاضي القضات په توګه وټاکم، څو د قضا چارې سمې او د خلکو حقونه خوندي شي.

وزیر وویل: زه یوه اونۍ وخت غواړم، که یوه اونۍ وروسته، له ټولو هغه پېښو چې به پښې شي، وروسته بیا هم تاسې پر خپل نظر ولاړ وئ نو بیا هغه وخت زه چمتو یم دغه دنده په غاړه واخلم. پاچا دغه وړانديز و منلو، سبا وزیر پر خپل آس سپور او د ښار یوې لرې پرتې سیمې ته ولاړ او خپل آس يې په یوې ونې پورې و تړلو او بیا يې اودس تازه کړ. وزير خپله امسا څنګ ته نژدې کېښوده او په لمانځه ودرېد، په دغه وخت کې یو لاروی چې په لاره تېرېدی وزیر يې و پېژانده، سلام يې ورکړ او نژدې ورغی. شیخ تر لمانځه دمخه د هغه سلام ته ځواب ور کړ او ويې ویل: ای د خدای بنده زه پوهېږم چې زما د مړینې وخت را لنډ شوی دی، د لمانځه په مهال به ځمکه خپله خوله پرانیزي او ما به وخوري!!!

 ته دلته کښېنه او کله چې زه مړ شوم زما آس او امسا واخله، ښار ته لاړ شه او زموږ کور ته احوال ورکه او ووایه چې وزیر په ځمکه ننوت، خو څرنګه چې د عزرائیل د لیدلو وس او طاقت نه لرې نو سترګې دې پټې کړه او ۷۰ ځلي «قل هو الله احد» ولوله او بیا سترګې خلاصې کړه او هماغه کار چې ما درته وویل ترسره کړه !!!

 کله چې لاروي دا خبرې واورېدې نو په وېره او ډار کښېناست او خپلې سترګې يې بندې کړې، وزیر د لمانځه له ټغره وپاڅېد او له دېواله بلې خوا ته وواوښت او له هغه ځايه خپل کور ته ولاړ. هغه خپلې کورنۍ ته يې وویل: نن که هر څوک زما پوښتنې ته راغی ورته ووايئ چې وزیر جومات ته تللی دی او تر اوسه نه دی راغلی، سبا سهار زه په پټه د پاچا لیدو ته ځم یوه خبره ده چې وروسته به تاسې ته څرګنده شي...

 وزیر سبا له لمر ختو د مخه دربار ته ولاړ، څرنګه چې د پاچا سره يې د خپلوي اړیکه هم درلوده د پاچا د ويښېدو سره سم يې د خبرو اجازه و غوښتله او کله چې پاچا خپل حضور ته و منلو ويې ویل: ټولواکه، غواړم تاسې ته د ځنې خلکو د لنډ فکرۍ او دا چې هغوی یوه ليدلې پېښه څنګه بیانوي او شاهدي ورکوي تاسې ته و ښایم. نو راشئ و ګورئ چې خلک څنګه خپل عقل له لاسه ورکوي او ځان په خبره سم نه پوهوي؟!!!

 پاچا په حیرانتیا پوښتنه وکړه: څه خبره ده؟ وزیر وویل: ما پرون یو لاروي ته وویل چې خپلې سترګې پټې کړي څو و نه ویني چې څنګه ځمکه ما خوري او کله چې سترګې يې پرانیستلې ما ځان پټ کړی ؤ او کور ته تللی وم او له هغه وخته تر اوسه پرته زما له کورنۍ بل هيڅ چا ته پته نشته چې زه چېرته یم او تر اوسه چا نه یم ليدلی. یوازې د لمانځه ټغر، امسا او آس مې هم هلته پرې ایښي دي، له پرون ماسپښينه په ښار کې آوازه ده چې زه په ځمکه ننوتی یم او دا خبره دومره تکرار شوې چې اوس هر څوک وايي: «ما په خپلو سترګو ولیدل چې وزیر په ځمکه ننوت!!!» اوس اجازه ورکړئ چې شاهدان راشي او شاهدي ورکړي!

 د پاچا په لارښوونه ټول خلک د پاچا د ماڼۍ مخې ته راټول شول، د خلکو ګڼه ګوڼه دومره زیاته وه چې د پښو اېښودلو ځای نه پيدا کېده نو ځکه د پاچا د چارو مشر لارښوونه وکړه چې د هرې سیمې خلک دې یو پوه، هوښیار، مومن او صادق ،عادل او په عمر پوخ سړی د خپل استازي په توګه وټاکي څو د خلکو په استازي توب پاچا ته د پېښې په اړوند مالومات ورکړي...

 په دې ډول له بیلابیلو سیمو څخه اولس (۱۷) تنه په شرایطو برابر کسان و ټاکل شول او د پاچا حضور ته د شاهدۍ د پاره حاضر شول. هر یو په ترتیب سره وویل: موږ په خپلو سترګو ولیدل چې څرنګه ځمکه و چاودېده او وزیر يې وخوړلو!

 یو بل وویل: ډېره هیبتناکه شېبه وه، یو دم ځمکې خوله خلاصه کړه او وزیر یې لکه د یوې مړۍ ډوډۍ له ستونې تېر کړ.

 دریم کس وویل: د پاچا په تاج او تخت مې قسم دی چې ما په دې سترګو ولیدل چې وزیر څنګه خدای ته عذر او زارۍ کولې او ژړل يې.

 څلورم کس وویل: خدای شاهد دی چې ومې لیدل چې وزیر تر ملا په ځمکه ننوتی ؤ او سترګې يې د هغه فشار له امله د سر له کاسې وتې وې چې ځمکه د هغه پر ټټر راوستی ؤ !!!

 په دې ډول ټولو استازیو شاهدي ورکړه.

 پاچا په ډېرې حیرانتیا سره د هغوی خبرې اورېدلې او په پای کې هغوی يې رخصت کړل او ويې ویل: ورځئ د فاتحې اړتیا نشته ځکه څرګنده ده چې وزیر ډېرګناهکار سړی ؤ !

 کله چې خلک او شاهد ان لاړه، وزیر بیا د پاچا حضور ته راغی او ويې ویل: ستر ټولواکه! د خلکو عقل او هوښیارتیا مو ولیدله؟ پاچا ویل: هو، خو له دې لوبې ستا مقصد څه ؤ؟ وزیر وویل: ماته دې ویلي ول چې قاضي القضات شم. پاچا وویل: هو، خو دا موضوع له هغې سره څه اړیکه لري؟ وزیر وویل زه څنګه کولی شم قاضي القضات شم چې څرګنده نه ده خلک د رښتیا شاهدي ورکوي که نه؟ خو په داسې حالت کې به د ګناه کارو او بې ګناه کسانو د حق د پښو لاندې کېدلو مسؤولیت به زما پر غاړه وي. خو که بیا هم تاسې امر کوئ نو چاره نشته بیا يې منم !

 پاچا وویل: څرنګه چې ستا علمي مقام ته په درنه سترګه ګورم لازمه نه ده قضاوت وکړې، ښه به وي خپل علمي او فرهنګي چارو ته دوام ور کړې!!!

 منبع: http://bit.ly/2tDq22H

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.