يو وخت يو سړي يو خادم ونيوی/استخدام يې کړ. دغه خادم يې په لومړۍ ټوله ورځ کارونه ورته وکړل. خو کله چي ماخستن سو او دغه سړی بيده سو، نو خادم عبادتونه شروع کړل.

کله چي د شپې له درو برخو څخه لومړۍ برخه تېره سوه نو خادم راغلی او پر سړي يې ږغ وکړ. راکښېنه او لږ عبادت وکړه او جنت خپل کړه. خو دغه سړي ورته وويل: «خدای غفور او رحيم دی.» د دغه سړي مقصد دا ؤ چي يعني الله بخښونکي او مهربانه دی. د يادي خبري په کولو سره سړی بېرته بيده سو خادم بېرته راغلی او خپل عبادت ته يې دوام ورکړ.

کله چي د شپې له درو برخو څخه دويمه برخه تېره سوه نو خادم ورغلی او سړي ته يې وويل: «هغه وخت چي تېر سو، هغه خو تېر سو. خو اوس راکښېنه او عبادت وکړه او له خدای څخه بخښنه وکړه او ورته دعاوي وکړه.» خو سړي بيا ورته وويل: «خدای غفور او رحيم دی». سړی بېرته بيده سو او خادم يې بېرته په عبادت کولو پېل وکړ.

کله چي د شپې له درو برخو څخه دريمه برخه هم تېره سوه او سهار سو، نو خادم بيا راغلی او سړي ته يې وويل: «اوس خو راکښېنه ځکه چي اوس حتی مرغان حمد او ثنا وايي. ته هم راکښېنه او عبادت وکړه.» سړي بيا ورته هغه خبره تکرار چي خدای غفور او رحيم دی او بيا بيده سو. خادم هم د ورځي په پېلېدو سره خپل کارونه شروع کړل او ورته سپارل سوي وظيفې يې پوره کولې.

کله چي سړی له خوبه راکښېنستی نو يې يوه بوجۍ د جواريو تخمونه ورکړل او ورته ويې ويل: «ورسه زما په مځکه کي دغه د جواريو تخمونه وکره چي جواري ورڅخه راشنه سي.» خادم د جواريو دغه تخمونه واخيستل او د ګاوندي/همسايه سره يې د ږدنو په تخمونو بدل کړل. خادم د سړي په مځکه کي د ږدنو تخمونه وپاشل.

کله چي څه وخت تېر سو نو سړي خادم ته وويل چي ورسره ولاړ سي او د کرل سوو جواريو وضعيت ورته وښيي. سړی د خپل خادم سره خپلي مځکي يا پټي ته ولاړ نو که ګوري هلته جواري نه بلکه د ږدنو بوټي راشنه سوي دي. سړی ډېر حيران سو او خپل خادم ته يې وويل: «ما خو درته ويلي ول چي جواري وکره، خو تا ږدن ولي کرلي دي.» خادم ورته وويل:«الله غفور او رحيم دی او له ږدنو به جواري جوړ کړي.»

سړي ورته وويل: «بېشکه چي الله غفور او رحيم دی، يعني بخښونکی او مهربان دی. ليکن تا خو ږدن کرلي دي او له ږدنو څخه جواري نه شنه کيږي.» خادم ورته وويل: «هو بالکل همداسي ده، چي الله بخښونکی او مهربان دی. ليکن پر پټي يوازي هغه وخت جواري راشنه کيږي کله چي چا د جواريو تخمونه شيندلي وي. که څوک ږدن وکري نو بايد د جوارو د راشنه کېدو اُميد ورڅخه ونه لري. همداسي که څوک ځان ته جنت غواړي، د الله بخښه غواړي، د الله رحم غواړي نو بايد چي خپل عمل بهتر کړي، ښه عمل وکړي، ښه چمونه وکړي، ښه عبادتونه وکړي، د نورو انسانانو سره د ميني او شفقت چلن وکړي. دا ډول ښه کارونه به بيا په عاقبت/آخرت کي ګټوري مېوې او پايلي هم ولري.»

دغه هوښيار خادم لقمان حکيم ؤ چي يو ډېر هوښيار او نيک انسان تېر سوی دی.

ګرانو ماشومانو، هيله ده چي د دغه نکل په پيغام يا ښوونه به پوه سوي ياست. که غواړی چي ښه چمونه درسره وسي او ښه شيان ولرئ نو خپلې خبري او خپل عمل هم ښه کړئ.

ليکونکی: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۱۳مه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.