source of image: https://bit.ly/36ucc3l

 

يو سړي د يو خرس(ايږه/ايږ) سره ملګري پېل کړه. دواړه ډېر خواږه دوستان سول. سړي به هميشه له ښار څخه و خرس ته ډالۍ وروړلې او خرس به هميشه و سړي ته د ځنګل ښکلي ځايونه ښودل او کله کله به يې ورته د مچيو عسل يا ګبين هم ورکول. سړي له ميني څخه پر خپل ملګري د «خيرسک» نوم ايښی ؤ.
 
د خيرسک او سړي تر منځ ملګري څو کاله پاته سوه. سړی به په کال کي څو واري ځنګل ته ورتلی او هلته به يې د خرس سره وخت تيراوه. کله چي د خرس کوچني بچيان پيدا سول، نو هغوی به هم د سړي سره ملګري ول او د هغه به يې زيات احترام کاوه.
 
يوه ورځ خيرسک، د خيرسک کوچني بچيان او له ښار څخه ورغلی د دوی دوست سړی په ځنګل کي ناست ول. کله چي خرس چي تېره شپه يې سم خوب نه ؤ کړی ارږمۍ وکښه، نو سړی يې نژدې څنګ ته ناست ؤ او د خولې بوی يې د سړي پوزي ته ورغلی. سړي وويل: «اوف ستا د خولې څومره بد بوی ځي!»
 
خرس چي کله د سړي خبره واورېده نو د خپلو ماشومانو مخ ته ډېر سخت وشرمېدی او زيات په غوسه سو. هغه دومره په غوسه سو چي نژدې ؤ د سړي سره خپله ملګري هېره کړي. خرس لويه ډبره راواخيسته او غوښتل يې سړی په ووهي، بيا يې فکر وکړ چي دا خو يې ملګری دی. همدا ؤ چي ډبره چي په دواړو لاسونو يې پورته نيولې وه له لاسونو ولوېده او د خرس سر باندي زخمي سو. د خرس له سر څخه وينې بهېدل پېل سوې. سړی هم وبېرېد او له ځنګل څخه په ځغاسته ووت.
 
نژدې لس کاله وروسته سړي ته دا واقعه بيا ورپياده سوه او خپل ملګری «خيرسک» يې زښت ويادېدی. سړی ځنګل ته ولاړ او د خپل خرس ملګري لټون يې پېل کړ. يو وخت يې يو ځوان خرس وليد او هغه په ډېره مينه ورته رانژدې سو او سړي ته يې سلام وکړ. سړی حيران سو چي دا څنګه خرس دی چي راسره جنګ نه کوي او نه راته ګواښ پېښوي. خرس ورته وويل: «ښايي تا زه ونه پېژندلم. زه ستا د ملګري خيرسک زوی يم.»
 
سړی ډېر خوشاله سو او پوښتنه يې وکړه: «زما ملګری خيرسک چيري او څنګه دی؟»
د خرس زوی ورته وويل: «هغه تېر کال مړ سو.»
سړی ډېر خوابدی سو او پوښتنه يې وکړه: «ايا هغه د هغه زخم له کبله مړ سو چي د ډبري له لوېدو له کبله يې پر سر جوړ سوی ؤ.»
د خرس زوی جواب ورکړ: «نه، هغه د سر زخم خو يې يو څو اونۍ وروسته لا جوړ سو او هيڅ تکليف يې نه ورکاوه. البته هغه زړه ماتوونکې خبره چي ګواکي د هغه خوله بوی کوي، د هغه د ژوند تر آخر پوري په روح کي د زخم په شان پاته وه. زما پلار خو يو ځنګلي حيوان خو ستا ملګری ؤ. هغه خو د انسانانو په شان خوراک نه کاوه او نه يې هم د انسانانو په شان غاښونه پاکول، نو تا څنګه ورڅخه توقع درلوده چي د خولې بوی به يې د انسانانو په شان وي؟ هغه د ژوند تر آخره پوري ستا له خبري خوابدی ؤ.»
سړی ډېر پښېمان او شرمېدلی بېرته ښار ته راروان سو. هغه ډېر ارمان کاوه چي کاشکي وختي لا ځنګل ته تللی وای او پر وخت يې له خپل ملګري څخه بخښنه غوښتې وای.
 
د دې نکل څخه موږ دا زدکړې کولای سو:
لومړی: څوک بايد له بل چا څخه يا د بل چا په تړاو له حقيقت څخه ليري توقع ونه لري، لکه په نکل کي چي سړي له خرس څخه چي يو غوښي خوړونکی حيوان دی، د خولې د ښه بوی توقع لرله.
دويم: که په خپل ملګري کي څوک کوم عيب وويني، نو بايد د نورو مخکي ورسره په دې تړاو خبري ونه کړي بلکه په پټه او مناسبه توګه په دې هکله داسي څه ورته ووايي چي هغه خپلي غلطۍ يا عيب ته متوجه سي او په ځان کي د بهتري راوستلو کوښښ وکړي. بل چا ته د هغه د غلطۍ په هکله خبره کول بايد د هغه د اصلاح يا سم کولو په مقصد وي، نه په بل مقصد.
دريم: هيڅ انسان بې غلطۍ نه دی او دا امکان سته چي بېله دې چي څوک وغواړي يوه غلطي ورڅخه وسي. خو مناسبه او ښه خبره دا ده چي څوک خپله غلطي ژر وپېژني او هغه څوک چي د دغې غلطۍ له کبله ورته زيان رسېدلی وي، بايد څوک ژر تر ژره ورڅخه په ښه او مناسبه توګه بخښنه وغواړي.
څلورم: خبري تر توپک او توري هم ژور زخمونه رامنځ ته کولای سي. له دې کبله په کار ده چي هميشه د خبره کولو څخه تر مخه فکر پر وکړو چي چا ته خو به زيان نه رسوي يا د چا زړه خو به نه ازاروي.
 
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۲مه نېټه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.