چا له وني څخه وکړله پوښتنه

خدای درکړی لوړ قامت او تنه پلنه

 

د وړې اوسپني زور نه لري لوېږي

په یوه شېبه پر ملا باندي ماتېږې

 

دا څه سِر دی په لاسونو د انسان کي

چي په تبر دي چپه په یوه آن کي

 

وني وویل پر ملا ځکه ماتېږم

چي مي لاستی له خپل ځانه دی نړېږم

 

تبر ځکه زما سینې ته را رسیږي

چي یې لاستی زما له ځان څخه جوړیږي

 

هی توبه چي ورور له ورور څخه پردی سي

او قریب دي د رقیب د کور سړی سي

 

د غمونو درته مخ د خوښۍ شا سي

شپې دي روڼي ورځي تیري په ژړا سي

 

په هغه ورځ یې مرګی ورسره مل وي

چي له غله سره د کور د سړي پل وي.

 

عبدالباري جهاني

 

د ۲۰۱۹ کال د جنوري یوولسمه ویرجینیا

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.