یو مرغه دی ډېر وړوکی له مرغانو

څوک یې چتی څوک یې ډیک بولي یارانو

 

په دې خوار وجود خپل ځانته خامتما دی

دی په خپل زړه کي د خپل جهان پاچا دی

 

کرۍ ورځ یې ښاخ پر ښاخ باندي تېرېږي

شپه په کور کي په عجیب شکل ویدېږي

 

دوې نازکي پښې یې پورته وي اسمان ته

چي لا څومره دئ غره دی خپل خوار ځان ته

 

وايي هسي نه نسکور چیري اسمان سي

وران تباه به دا ځنګلونه دا جهان سي

 

د ده پښې به نجات ورکړي دې نړۍ ته

پرې به نږدي اسمان ډېري تباهۍ ته

 

هسي نه چي دا نړۍ په خوب ویده وي

او د شپې یې پر کور ټکه را ایله وي

 

پر واړه ځان باندي خوب حرامومه

د اسمان چتر په پښو را ګرځومه

 

یوه ورځ ډیک په نازک زړګي خوږمن سو

د مرغانو د پاچا پر لور مین سو

 

د زړګي پر سر یې بل د میني اور سو

ټول وجود یې سره لمبه سو سوی سکور سو

 

نه یې تاب کېدئ په ښار نه په ځنګله کي

نه دوستان وه چي د زړه سوده په وکي

 

ګرځېدئ به په ځنګله کي لاندي باندي

دواړي سترګي یې له سرو اوښکو بهاندي

 

ډیک ته پېښه سوه د میني سخته چاره

نور یې ورکه سوه له عقل څخه لاره

 

په مرغانو کي هوښیار مُلا چرګک وو

چي څرګند ورته د هر مشکل درک وو

 

په خپل عقل سلاکار د سلیمان وو

هم لیدلې یې بېړۍ د نوح توپان وو

 

ورته یادي وې کیسې د پاچاهانو

له آدمه تر دې دمه د مرغانو

 

هري ستونزي ته یې لاري جوړولې

کله کله به یې کوډې هم کولې

 

ډیک یې ولیدئ د ووړي په غرمه کي

ژړېدئ د خپلي میني په لمبه کي

 

سمدستي یې ډیک ته وویل چي یاره

د ژوند ټول کارونه کېږي په کراره

 

غر که جګ دی خو پر سر باندي یې لاره

شکرانه مي د خوښۍ کړه راتیاره

 

د پاچا کورته به ولاړ په مرکه سم

د محبوبي د دیدن به دې پلمه سم

 

پوهېدئ مُلا چرګک چي کار شوړېږي

دا وړۍ په هیڅ صورت نه شړۍ کېږي

 

ډیک لا څوک دی چي سي زوم د پاچاهانو

سر تر نوکه یې کوم ځای دی د سیالانو

 

خو پاچا یې کړ رضا چي یو شرط کښېږدي

ډیک جواب کړي مګر ستونزه ورته پرېږدي

 

هغه دا چي ډیک دي ګرځي په ځنګلو کي

په باغونو په دښتونو کي په غرو کي

 

نښاني دي یوه لښته پر دنیا کي

چي نه سمه نه کږه دا دي پیدا کي

 

خپله لور په هغه شپه ور ودومه

په حاضر مُلا چرګک نکاح تړمه

 

ډیک چي واورېدې خوږې خوږې خبري

د مُلا او د پاچا له خولې شکري

 

نو له ډېره خوشالیه په خندا سو

په هغه ګړي له ځایه په هوا سو

 

ګرځېدئ به هم په غرونو هم بېدیا کي

په باغونو په ځنګلونو د دنیا کي

 

چي پیدا یې کړي که لویه که وړه وي

داسي څانګه چي نه سمه نه کږه وي

 

پېړۍ واوښتې قرنونه دي تېریږي

ډیک په هر ځنګله کي ښاخ پر ښاخ کړېږي

 

ګوندي نن وي که سبا څانګه پیدا کړي

او پوره د خپلي میني مدعا کړي

 

خو نه څانګه په دنیا کي میندل کېږي

نه د ډیک غریب زړګی ورنه صبرېږي

 

په نړۍ کي داسي ستونزي پیدا کېږي

چي نه عقل او نه زور د چا رسېږي

 

داسي څانګه به له کومه څوک پیدا کړي

چي راضي مُلا چرګک او خپل پاچا کړي

 

داسي شرط زموږ په نصیب دی رسېدلی

چي د عقل فکر لاس پکښي تړلی

 

سلده ګان که هوښیاران دي فکر وړي

نه خوړلي نه لیدلي پوروړي

زموږ نصیب به هم په هغه ورځ پخلا سي

چي نه سمه نه کږه لښته پیدا سي.

 

د ۲۰۱۸ کال د نومبر شپږمه 

عبدالباري جهاني

 

ویرجینیا

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.