يوه ورځ څه موږكان په لاپو سر وه
هم په عمر هم په وزن برابر وه
خو د عقل او د زور يې لاپي كړلې
هر يوه يې افسانې بيانولې
نه د عقل يې خبر د چا منله
نه يوه بل ته په زور تسليمېدله
يو تر بله هم په عقل گړندي وه
هم په زور كي موږكان نه وه زمري وه
چي يوه به لاپي كړې بل به خندله
هم برېتونه هم لكۍ يې ښوروله
بس يوازي خوښي خپلي يې كيسې وې
نور د ټولو كيسې ټوكي مسخرې وې
يوه ږغ كړه چي تر ټولو پهلوان يم
له پلرونو له نيكونو موږك خان يم
هم په عمر يمه مشر هم سردار يم
هم د زرو موږكانو سكه پلار يم
ما سوري كړي د ډبرو دېوالونه
ما جوړ كړي په قلاوو كي غارونه
نه مي غاښ ته سي ډبري ټينگېدلاى
نه مي مخي ته دېوال سي درېدلاى
بل به څوك وي زما په شان داسي غښتلى
چي تر كلكو كاڼو غاښ يې وي ايستلى
هغه بل موږك را ودانگل ميدان ته
ويل گورئ دې د لاپو پهلوان ته
هر موږك سي دېوالونه سوري كولاى
زموږ غاښو ته تيږي نه سي ټينگېدلاى
دېوالونه سوري كول كله كمال دئ
موږكانو ته ډبري كله سوال دئ
تاسي زما كيسې ته غوږ نيسئ يارانو
د جرگې ټولو ښاغلو موږكانو
په عذاب رانه د كلي سودخوران دي
تباه كړي مي څو شلي كندوگان دي
يو نه شل ځلي په دام كي يم لوېدلى
په تېرو غاښو مي دام بيرته شلولى
لا د ځان سره مي وړي دي دامونه
په خپل كور كي يې لرمه مثالونه
نمونې مي دي په كور كي د دامونو
سرلوړى مي دئ د قام او د زامنو
چي په دام كي اسير نه سي كوم موږك دئ
څوك وتلى په شل ځله تر تلك دئ
بل موږك سو د جرگې منځته ور وړاندي
تر خپل ځان پسته لكۍ يې كړله لاندي
تېرول يې نرۍ ژبه پر برېتونو
گرول يې خپل غوږونه په لاسونو
ويل واورئ دې ميدان لره راغلو
زما كيسه به ښايي نه وي د منلو
خو زه تاسي ته كيسه د ژوند كومه
يو په يو به حقيقت بيانومه
زما له لاسه په عذاب ټول انسانان دي
كه مالدار دي كه دهقان دي كه خانان دي
راته ايښي يې گولۍ دي انسانانو
مرگ موش دئ نوم پر ايښى دهقانانو
داسي زهر چي مرگى د هر حيوان دي
حيوان څه چي د انسان بلا د ځان دي
دا گولۍ مي دي په سل ځله خوړلي
انسانانو اوس له ما دي لاس پرېولي
اوس په كلي كي چي هر څه دهقانان دي
نه پوهېږي چي چاره پوري حيران دي
زه چي زهر داسي خورم د موږكانو
اوس رستم غوندي ورځم تر كندوگانو
بل موږك په كونج كي ناست وو شخ برېتونه
پر سينه باندي يې ايښي وه لاسونه
ويل موږ خداى پيدا كړي موږكان يو
هم د كلي هم بلاوي د بيابان يو
چي پر هره تړه ورسو زموږ برى دئ
خو پيشو راته په لاره كي مرگى دئ
زما له لاسه تر سږمو چي كلى كور سو
چي له لاسه مي دهقان لره كور اور سو
نو پيدا يې كړه پيشو توره چالاكه
په څيرلو په وژلو كي بېباكه
زوره وره هيبتناكه تكه توره
ځغلول يې موږكان تر كور او گوره
يوه ورځ كندو ته تلمه بېخبره
چي پيشو مخي ته راغله برابره
پيشو نه وه يو تور پړانگ وو قهرېدلى
تاوېده لكه زمرى وي چا ويشتلى
راته زړه ويل چي وځغله پټېږه
د كندو تر شا په غار كي نهامېږه
چي ناڅاپه مي ور وښودل غاښونه
تر غوږو مي ورته تاو كړل شخ برېتونه
پيشو پوه سول چي موږك جنگ ته تيار دئ
دا په ټولو موږكانو كي سردار دئ
چي كتل يې زما تېره تېره غاښونه
په لړزه يې سوه لكۍ او اندامونه
څلور پښې يې نوري پور كړې په ځغستا سوه
مخ يې ونيوى پر كور ما ته يې شا سوه
له هغې ورځي پيشو له ما بېرېږي
چي ما وويني پر بله لار تېرېږي
په جرگه كي سوه خندا د موږكانو
خولې اسمان ته د وړوكو د لويانو
كيسې هېري سوې د زهرو د خوړلو
په شل ځله د دامونو د شلولو
چي ور ياده د پيشو به يې ځغستا سوه
د جرگې به يو په لس پورته خندا سوه
موږكانو ته معلوم د پيشو زور وو
له هغې د مځكي مخ ورته سور اور وو
پوهېدل چي د منلو هر گز نه دي
د موږك او د پيشو په منځ كي څه دي
كه موږك هر څه غښتلى گړندى سي
د پيشو په مخكي زوره ور نه پردى سي
له هيبته يې لړزېږي اندامونه
لټوي د نجات لاري او غارونه
د هر قام چي يو ځل وېره له دښمن سي
ورته اور كلى، مالت، كور او وطن سي
ورښكاره چي سي دښمن زړه يې لړزېږي
د نامه له يادولو يې بېرېږي
خداى دي نه كړي د قام بېره په رگونو
چي پاتېږي له نسلونو تر نسلونو.
عبدالباري جهاني
٢٠٠٥/٢١/ ٦
منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.