قلندر چي د خداى دوست وو بختور وو

يوه ورځ پر اوداسه ناست پر گودر وو

چي بيزو او بيزو وان پر راښكاره سول

دواړه سم د قلندر په ننداره سول

بيزو وان ويل بيزو ته په خندا سه

يو ځل ځان لره بوډۍ كړوپه پر ملا سه

شپانه څرنگه په دښت كي مېږي پيايي

پېغلي څنگه د واده سندري وايي

ځوانيمرگي اوړه څنگه اخښل كېږي

شپږي څرنگه له سر څخه ټولېږي

چي بوډۍ وي په تلوار ډوډۍ خوړلې

وايه څرنگه پرته وي پړسېدلې

ژر سه ووهه زموږ خان ته ملاقونه

ترېنه وغواړه لمن كي غيرانونه

قلندر ويله هلته بيزووانه

د دېوال شا ته پراته دي څو غيرانه

ورځه خپله مزدوري دي ترې جلا كه

ما دعا دركړې ځه خداى دي پاچا كه

بيزو وان چي سو پناه د دېوال شا ته

رسېدلى وو يو دم بلي دنيا ته

نه دېوال نه كنډواله نه قلندر وو

نه بيزو وه نه وياله وه نه گودر وو

يو لوى دښت وو راټول سوي انسانان وه

هم راغلي كليوال وه هم ښاريان وه

پاچا مړ وو دوى وه خلك رابللي

له نژدې ليري ملكونو وه راغلي

يو لوى باز يې خوشي كړى وو هوا كي

چي د چا پر سر كښېني دوى يې پاچا كي

بيزو وان هم يو ځاى كښينستى حيران وو

هم په چرت كي د بيزو او هم د ځان وو

 

باز له ليري را غوټه له شنه آسمان سو

په نارو د بيزو وان خوا ته روان سو

چي منگول يې ټينگ پر سر د بيزو وان سول

په نارو هم كليوال او هم ښاريان سول

ويل باز به وي حتماً خطا وتلى

چي پر سر د دې غريب دئ كښېنستلى

دوهم ځل او دريم ځل يې په هوا كړ

باز به بيرته بيزو وان ځان ته پيدا كړ

خلك پوه سول چي خبره د قسمت ده

فيصله د اسمانو د عدالت ده

بيزو وان يې پر تخت كښېناوه پاچا سو

پر سجده سو قلندر ته په دعا سو

په حضور كي ورته جمع درباريان سول

په تعظيم ورته قاضي او وزيران سول

چلېدل يې په ښارونو كي حكمونه

اورېدل يې د رعيتو فريادونه

هر ماښام به رنگ په رنگ وه خوراكونه

تشېدل به د شرابو ډك خمونه

 

سندرغاړي نڅاگاني او سازونه

ښايستو نجونو به گرځول جامونه

د حرم مېرمني نه وې گلدستې وې

لكه زركي هم طنازي هم ښايستې وې

بيزو وان كړې په نكاح څلور بيبياني

له بي بي سره ملگري سل مينځياني

هره مياشت به دوې هفتې پاچا په ښكار وو

وزيرانو ته پرې ايښى بې دربار وو

په ښاديو نعمتونو يې زړه ښاد وو

نه بيزو نه قلندر ورته په ياد وو

نه خبر په پاچهي نه په تدبير وو

بيزو وان د خپل تقدير د دام اسير وو

كه كېدل په پاچهي كي يې ظلمونه

كه د زور تورو وهل د چا سرونه

كه راتلل به يې دربار ته فريادونه

دى بېواكه وو كاڼه يې وه غوږونه

همېشه به بېرېدى له جنرالانو

زور يې نه وو برابر له وزيرانو

 

هره ورځ به يې د شپې لور ته تلوار وو

چي محفل د شرابونو به تيار وو

بيا به ساز بيا به نڅا بيا به نگار وو

د ښايسته ساقي په لاس به جام گلنار وو

په دا منځ كي باندي تېر سول لس كلونه

خداى له هري بي بي وركړل اولادونه

مشر زوى ته يې په ژوند كي تاج پر سر كړ

په دربار كي جنرالانو بيعت وركړ

ټول زامن يې ښايسته لكه گلان وه

پر پاچا باندي د سر تر سترگو گران وه

همېشه ورسره تلله په ښكارونو

سپرېدل به پر ښايستو مستو آسونو

يوه ورځ يې كړ هوسۍ پسي آس پونده

هوسۍ مخكي په ځغستا سوه ډېره تونده

ده هم آس كړ پسي خوشي په ځغستا سو

له لښكر څخه را ليري سو تنها سو

هوسۍ ولاړه يوې ليري كنډوالې ته

پاچا ورغى د خپل بخت هديرې ته

 

كنډواله كي نه هوسۍ نه يې درك وو

بيزو وان پكښي تنها ولاړ هك پك وو

قلندر ولاړ وو خوله يې ښورېدله

بيزو ناسته وه خاوند ته يې كتله

بيزو وان سو په چغارو په نارو سو

قنلدر ته په زاريو غلبلو سو

نه په كار مي پاچهي نه خزانې دي

نه سازونه مي مطلب د نيمي شپې دي

نه په كار مي دي تختونه هوسونه

ما ته بيرته يو ځل راكه اولادونه

قلندر ويل تا غوښتل غيرانونه

ما در وبخښل لس كاله نعمتونه

تا يو څو شېبې زما سات دئ راتېر كړى

ما لس كاله سلطنت په تا ليدلى

 

پردى تخت نن كه سبا وي د پردو دئ

ځكه وايي پردى كټ تر نيمو شپو دئ.

 

عبدالباري جهاني

 

٢٠٠٤/ ١٨/١٠

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.