په موسم د پسرلي کي د سرو ګلو

وې نارې د جاله وان شور د بلبلو

 

خړي وریځي پر اسمان باندي خپرې وې

له کښې پورته د مرغیو ترانې وې

 

شین سهار وو د مخلوق جوپې راتللې

په کښتیو په جالو کي سپرېدلې

 

د دریاب پر غاړه لو کښټۍ ولاړه

مُلا هم سو پکښي سپور په جګه غاړه

 

کتابونه یې په څنګ کي وه نیولي

څوک یې درې څوک یې څلور ځله لوستلي

 

له کتابه یې سر پورته کړ اسمان ته

یو ناڅاپه یې ور پام سو کښتی وان ته

 

چي ډوب تللی وو د ژوند په اندېښنو کي

له کښتۍ سره مشغول وو په څپو کي

 

ویل ځوانه په امان سې له دښمنه

چي خپه راڅخه نه سې په پوښتنه

 

صرف و نحو دي ویلي که نه دي

په دې باب دي څه لوستلي دي که نه دي

 

او که هسي شین امي نیم مسلمان یې

د کښتۍ د چلولو پهلوان یې

 

کښتي وان ویل مُلا صرفي لا څه دي

دا د نحوي قصیدې د چا په ښه دي

 

کښتۍ وان یم له څپو سره چلېږم

نه په صرفو نه په نحو دي پوهېږم

 

مُلا وویل نیم عمر دي تباه سو

هم دي عقل هم دي فکر پوپناه سو

 

یو ګړی وروسته را والوتل بادونه

د کښتۍ مخي ته پورته سول موجونه

 

د سېلیو هیبتناکه آوازونه

په دریاب کي پاڅېدل د اوبو غرونه

 

ورځ تیاره سوه توري وریځي سوې څرګندي

لاندي باندي یو په بل کي سره بندي

 

د کښتۍ آرام سفر سو ناکراره

توپاني سوه ډوبېدو ته سوه تیاره

 

د ګرداب خولې ته کښتۍ سوه برابره

څرخ یې وخوړ او کږه سوه ناببره

 

کښتۍ وان ویل مُلا لامبو دي زده ده؟

که یوازي دي په نحو خوله خوږه ده

 

که دي نه وي زده ټول عمر دي تباه دی

د ماهیانو سوې خوراک مرګ دي په خوا دی

 

هر سړي ته خدای ورکړی خپل کمال دی

څوک پاچا وي، څوک مُلا وي، څوک کلال دی.

 

د ۲۰۱۸ کال د مې اووه لسمه ویرجینیا

عبدالباري جهاني

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.