یو یابو په غنم بار وو بل په زرو

لنډول یې اوږده لاره په خبرو

 

دواړه تلله تر درنو بارونو لاندي

کله یو کله بل سو وروسته وړاندي

 

پر هغه یابو چي بار وه سره مهرونه

په نخرو نخرو یې اخیستل ګامونه

 

هم یې نوي هم زریني زنګولې وې

پر تندي یې نظرماتي شنې دانې وې

 

په غنمو بار یابو ته ور نیژدې سو

یو ځل مخته بیا له وروسته ورپسې سو

 

ویل واوره دا موږ دواړه یابوګان یو

ټوله عمر په خدمت کي د انسان یو

 

مګر ته به غنم بار یې زه په زرو

تاته نه ښايي سیالي د زورورو

 

چي زه څوک یم درته وايي زنګولې مي

پر تندي چي را ځړېږي شنې داني مي

 

په غنمو بار یابو وویل وروره

ته یابو زه هم یابو له یوه کوره

 

که غنم که سره مهرونه دي د بل دي

وظیفه مو تر منزله رسول دي

 

زما او ستا برخه اوربشي دي واښه دي

په خواري چي یې ګټو د بل په ښه دي

 

ته حساب کوه د لاري د مزلونو

تاته نه رسېږي برخه د مهرونو

 

نه غنم نه سره مهرونه زما او ستا دي

هم بارونه هم یې ګټي د بل چا دي

 

دوی لګیا وه په خوږو خوږو خبرو

را څرګنده سوه غدۍ د یرغلګرو

 

هري خواه سولې ډزي د توپکو

ځناور او انسانان سول په ترپکو

 

په سرو زرو بار یابو وو چا ویشتلی

هم پر پښو هم په ورانه کي لګېدلی

 

نور له ځایه څخه نه سو خوځېدلای

بار لا پرېږده چي خپل ځان یې نه سو وړلای

 

چا ترې وړي زنګولې او شنې دانې وې

نه ورپاته کرشمې وې نه نخرې وې

 

ترې روانه سوه ټولۍ د انسانانو

په شېله کي منتظر سو د کارګانو

 

چي یې عقل د یا بو وي نه پوهېږي

د پردیو په مهرونو به نازېږي.

 

عبدالباري جهاني

د ۲۰۱۸ کال د مې اووه لسمه ویرجینیا

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.