سل کلونه، زرکلونه، ډېر د وړاندي

راټول سوی وه مېږیان تر چتر لاندي

لس کلونه، سل کلونه، ډېر عمرونه

د مېږیانو وې جرګې او مجلسونه

چي موږ ډېر یو تر شمېره تر حسابونو

ولي هره ورځ اخته یو په غمونو

مېږي خور که شرمښکۍ ده که مرغان دي

زموږ پر مځکه په هوا کي دښمنان دي

چي په کلي کي غوايي سره په جنګ سي

زموږ کورونه زموږ ښارونه پکښي ړنګ سي

انسانانو یو متل دی پیدا کړی

له کوم ځای له کوم کتابه یې راوړی

چي مېږي ته خدای په قار سي وزر ورکړي

سمدستي یې د مرګي مخي ته سپر کړي

دا موږ ولي همېشه غم ته پیدا یو

له سهاره تر ماښامه په ژړا یو

دا نور وزېږي، زلمي سي، بیا زاړه سي

چي په ژوند یې ارمان وخېژي نو مړه سي

زموږ مېږیانو هم زلمي هم ماشومان مري

کله لس کله مو سل په یوه آن مري

هر مشکل ته پیدا کېږي یوه لاره

موږ پخپله یو له حل څخه بېزاره

چي موږ ټوله په یوه ژبه ګړېږو

په خبره ولي نه سره پوهېږو

څو مېږیانو پکښي وکړل تقریرونه

شاعرانو پکښي ولوستل شعرونه

تور مېږي وه، سره مېږي وه، ښانګور وه

په یوه جرګه کي ناست وه مروروه

یوه ژبه یې ویل د یوه اېل وه

ټول مېږي وه خو هر ګوره سره بېل وه

په هفتو یې سره وکړل مجلسونه

هم ښکنځلي پکښي وسوې هم جنګونه

مندوشاه چي هم هوښیار هم پهلوان وو

له نیکونو په مېږیانو کي سلطان وو

ډبرینه یې قلا لیري له ښاره

ګوښه پروت وو د مېږیانو له آزاره

نه یې غوږ وو پر ښکنځلو پر جنګونو

نه په غم کي د مېږیانو د غمونو

ښه خبر وو مندوشاه له مصیبته

اردلیانو خبراوه له هر آفته

د جرګو ورته راتلله رپوټونه

مندوشاه به کاڼه واچول غوږونه

خپل استازی یې ورواستاوه خزدکه

چي په لاره کي څو ځلي سوله ورکه

 

نه په ژبه پوهېدله د مېږیانو

نه مشکل ورته معلوم سو د خوارانو

دومره پوه سوه چي مېږیان سره جنګېږي

پر وړو لویو خبرو نه جوړېږي

نه مېږیانو زده کړه ژبه د خزدکي

له وړو او له لویانو لاري ورکي

هره ورځ لا جرګې کېږي د مېږیانو

جنازې دي چي ډېرېږي د خوارانو

له سدیو دا یوه خبره کېږي

د مېږیانو کور له غمه نه خلاصېږي.

 

د ۲۰۱۸ کال د مې اته لسمه ویرجینیا 

جهاني

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.