پخوانیو زمانو کي یو دهقان وو

دهقان څه چي لا په خپل کلي کي خان وو

کروندې يې د کهاله څنگ ته لرلې

همېشه به يې دوه درې فصله کرلې

درې څلور يې وه غوايي په طبیله کي

په عزت به یادېدی په قبیله کي

پر خپلوانو گاونډیانو مهربان وو

پر لویانو کشرانو باندي گران وو

یو يې زوی وو په کهاله کي نازولی

هم مُلا هم گاونډیانو ته منلی

هم په رنگ هم په اخلاق وو داسي ښکلی

چي په کلي په مالت کي وو ښاغلی

یوه ورځ پر یوه لوی مار وو ختلی

مار هغه دم وو پر پښه باندي چیچلى

هلک چیغه کړه پر مځکه باندي پلن سو

سو بېهوښه هغه دم يې زکندن سو

نه اثر وکړ دوا نه تعویذونو

نه دعا نه په جومات کي خیراتونو

هلک مړ سو د دهقان په کور کي غم سو

د خوښۍ کمبله ټوله سوه ماتم سو

کرۍ ورځ به کړېدی د زوی له غمه

گیله من وو له اسمانه له عالمه

په سودا وو د کسات د اخیستلو

تل به گرځېدی په مار پسي پر پولو

یوه ورځ دهقان له کوره را وتلی

تاوېدی له ډېره درده قهرېدلی

مار يې ولیدی چي پروت وو بېگمانه

یو گوزار يې ورته ورکړ ناگهانه

مار ژوندی ورڅخه ولاړی گړندی سو

خو اوږده لکۍ يې غوڅه سوه لنډی سو

 

مار زخمي سو له دهقان سره دښمن سو

چي پرون وو گاونډی نن میرڅمن سو

هره ورځ به وو دهقان ته پټ په غار کي

دوه غوايي يې ورته وچیچل په لار کي

هم يې وچیچل اوزگړي او پسونه

و دهقان ته يې ورپېښ کړل تاوانونه

دهقان ولاړی په زاریو د مار کور ته

په دعا او په تسلیم يې کړ لاس پورته

ویل گوره تا مي زوی دئ را وژلی

ما په نوم د انتقام يې ته وهلی

په بدل کي دي غوايي دي را وژلي

زما اوزگړي زما پسونه دي چیچلي

اوس مي تا ته دي راوړي سوغاتونه

رنگ په رنگ خوږې میوې او خوراکونه

له کهاله مي دي راوړي سلامونه

د دوستۍ درته لرمه پیغامونه

نور پخلا یو زموږ او ستاسي دي دوستي وي

پر همدغه ځای دي پاته دښمني وي

 

مار پر ږغ کړل ویل اې خواره دهقانه

مجبورۍ پر خپل عمل کړلې پښېمانه

بیرته یوسه خپل راوړي سوغاتونه

دښمني به سره پاته وي کلونه

نه زما زخم د لکۍ سي جوړېدلای

نه ستا زوی سي تر قیامته هېرېدلای.

 

عبدالباري جهاني

ویرجینیا

۲۰۱۱ /۴ / اگسټ

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.