source of image: https://cdn.eso.org/images/screen/eso1733a.jpg
source of image: https://cdn.eso.org/images/screen/eso1733a.jpg

 

ستوري خاندې په آسمان کې

موږ کړو لوبې په میدان کې

ستوري وایي وخت د تلو دی

پاتي نه شئ په بیابان کې

درته مور سترګې په لار ده

ډوډۍ ایښې دسترخوان کې

تورې تورې وریځې راغلې

ورور مې پاته دی  باران کې

منبع
د کتاب نوم: ستوري خاندي (د ماشومانو له پاره شعرونه)، مصور بنسټ، ۱۳۸۲
ليکونکی:
علم ګل سحر

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.