source of image: https://c1.staticflickr.com/6/5830/20957794233_9156b795d6_b.jpg
source of image: https://c1.staticflickr.com/6/5830/20957794233_9156b795d6_b.jpg

 

پلار ته

پلاره زما پلاره

ولاړلې تر ښاره

ماته دې ټوپک راوړ

څومره دې چټک راوړ

زه پرې لوبې نه کوم

دا بدرنګ شی څه کوم

زه ځینې وېرېږمه

دې باندې پوهېږمه

ماته نور شیان راوړه 

د لوبو ښه سامان راوړه

دا ټوپک بدرنګه دی

راوړی چا له جنګه دی

زه پرې لوبې نه کوم 

دا بدرنګ شی څه کوم

منبع
د کتاب نوم: ستوري خاندي (د ماشومانو له پاره شعرونه)، مصور بنسټ، ۱۳۸۲
ليکونکی:
علم ګل سحر

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.