source of image: http://bit.ly/2oDhpC7
source of image: http://bit.ly/2oDhpC7

 

 ګرانو كوچنيانو! شېخ چلي يو مشهور سړى تېر شوى دى چي د هغۀ د ناپوهۍ په اړه به تاسې هم ډېرې كيسې اورېدلې وي، يوه ورځ شېخ چلي په بازار كې روان و، يوۀ سړي- چي يو غټ بوتل تېل يې اخيستي وو- شېخ چلي ته يې ور ږغ كړل:

- اې وروره! دا د تېلو بوتل زموږ كور ته يوسه، دوې روپۍ مزدوري به دركړم

شېخ چلي يې خبره ومنله، له تېلو ډك بوتل يې اوږې ته پورته كړ، روان شو او له ځانه سره يې د تېلو د وړلو او د خپل راتلونكي ژوند په اړه چورتونه پيل كړل، چي په دغو دوو روپيو به زه يوه چرګه اخلم، هغه به هګۍ را واچوي او هغه هګۍ به بيرته تر چرګې لاندې كړم هغه به ډېر چيچوڼي راكړي، هغه به خرڅ كړم يوه وزه به په واخلم، وزه به را لنګېږي او ښۀ ډېر مرغومي به راكړي، بيا به هغه خرڅ كړم يوه ګامېښه به په واخلم او بيا به ګامېښه خرڅه كړم مځكه به په واخلم او بيا به وادۀ وكړم خداى به لوڼې او زامن راكړي او بيا چي كله زۀ له كښته د مېږو وزو لپاره د وښو پلنډه پر سر راوړم او كور ته را رسېږم، نو اولادونه به مي مخې ته رامنډې كړي، په ما پسې به ونښلي او بابا راغى - بابا راغى نارې به وهي، زه به په لوړ ږغ هغوى ته وايم:

- لرې شئ- لرې شئ ستړى يم

او بيا به د وښو پلنډه پر مځكه وغورځوم. له همدې چورتونو سره شېخ چلي د تېل پر را اخيستي غټ بوتل باندې د وښو د پلنډې ګومان وكړ، په زوره يې پر مځكه وغورځاوه او ټول تېل پر مځكه توى شول، د تېلو څښتن چي څنګ ته ورسره روان و، په غوسه يې ورته وويل:

- اې ړوند يې كه دي بنـګ څښلي دي چي د شلو روپيو تېل دي ټول پر مځكه توى كړل؟

شېخ چلي پر ځاى د دې چي له سړي بخښنه وغواړي، د هغۀ د غوسې ځواب يې په غوسه وركړ:

- هو تۀ خو خپلې شل روپۍ ژاړې، زما ټول ټبر او ماشومان تباه شول.

منبع

د كتاب نوم : مغرور مېږى  (د كوچنيانو كيسې)

 ژباړن : باركوال مياخېل

 خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل

 چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال

 كمپوز : كريم لوراند

 چاپ ځاى : كابل

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.