دا د هغو وختونو خبره ده چي ښكاريانو به په مرغانو كې تر ټولو د توتي ښكار زيات كاوۀ، همدا وجه وه چي د ځنګلۀ توتيان به تل په ويره كې وو، هر يوۀ به چي ښكاري وليد ځنګل به يې د تل لپاره پرېښوو، خو ښكاري به بيا هم د توتيانو په ځالو كې توتيان لټول، د دې دوښمن د مخنيوي لپاره يوه ورځ ټولو توتيانو يوه جرګه را و بلله خو يوۀ يې هم له دې غمه د خلاسون لار په ګوته نه كړه. يوۀ توتي تر چورت وهلو وروسته ږغ وكړ:
- دا خو ماته مالومه ده چي ټول انسانان ښكاريان نۀ وي، ډېر داسې خلك شته چي په كښت كروندو كې خواري كاږي، غَله ورڅخه تر لاسه كوي او ژوند په كوي، هغه خلك به ارومرو زړسوى لري، كه موږ هغو بزګرو ته پناه وروړو نو د دې ښكاري له ظلمه خلاسېدلاى شو.
ډېرو توتيانو په يوه خولۀ ځواب وركړ:
- نو د پيشۍ په غاړه پسې به ګړنجوونى څوك تړي؟
د هغه توتي خبره يوۀ هم و نۀ منله خو هغه پر خپله خبره ټينګ ولاړ و او پخه اراده يې كړې وه، ځكه نو له خپلو ملګرو پټ په پټه لاړ او د بزګر عادتونه، كار كتار او خويونه يې زده كړل. هغۀ به زيات وخت د پاچا په باغ كې تېراوۀ، له باغ لږ لرې د امونو ګڼه ونه وه، تر دې ونې لاندې يوۀ ښوونكي شاګردانو ته زدكړه وركوله. توتي له هغۀ څخه ښكلي- ښكلي شعرونه او له نصيحته ډكې كيسې زده كړې وې او كله چي به يې په خالي وختونو كې په زوره- زوره ويل نو د ښوونكي غوندې نور خلك هم ټول ورته اريان پاته شول، په شاوخوا سيمه كې هم خلك خبر شول چي توتي خبرې كوي. له لرې- لرې ځايونو څخه خلك د دې توتي ليدلو ته راغلل، دا خبره تر پاچا هم ورسېده او يوه ورځ پاچا هم راغى له توتي څخه يې كيسې او شعرونه واورېدل. دا چي خلكو توتي ته كوم ضرر نۀ رساوه نو هغه هم زړور شو، يوه ورځ ښوونكي هغۀ ته ډاډ وركړ او ور ويې باله، توتي هم د زدكړې په خاطر د استاد پر اوږه كښېنوست او بيا لكه ماشوم له نورو ماشومانو سره يو ځاى شو. د پاچا په فرمان توتي ته د سرو زرو پنجره او د سپينو زرو د اوبو كټورى (جام) وركړل شو او رنګارنګ مېوې ورته راوړل شوې او توتي هلته ښه زدكړه وكړه. يوه ورځ توتي ته خپل ملګري ور په ياد شول او ويې غوښتل چي د هغوى پوښتنه ګروېږنه وكړي، په هغوى پسې را روان شو، ځنګلۀ ته چي راغى نو ټول ملګري يې د پخوا غوندې له ښكاري څخه په ويره كې وو. توتي وليدل چي ښكاري يو ځاى د توتيانو د نيولو په نيت غلى ناست دى. توتي ته غوسه ورغله او هغې ونې ته پاس وخوت چي ښكاري تر لاندې ناست و، ښكاري ته يې وويل:
- اې ښكاري شرم وكه، له خپله ژونده دي څۀ جوړ كړي دي، د توتيانو په نيولو سره تاته څۀ په لاس درځي، آيا تۀ په توتيانو د ځان او د كورنۍ د خلكو نسونه مړولاى شې، آيا په دا دومره دونيا كې تۀ عزت لرې، ستا پر ژوند رحم په كار دى، لاړ شه په پټيو كې خواري وكاږه او خپله روزي وګټه، ته لكه چي له علمه بې برخې يې ځكه خو دي پر عقل توره شپه ده.
د توتي له خولې د انسان په ژبه دا نصيحتونه چي ښكاري واورېدل، اريان پاته شو، چورت يې وواهه چي كشكې دا توتي ونيسي او پاچا ته يې وروړي ښه ډېر انعام به وګټي خو توتي بيا الوتى و. ښكاري وشرمېدۀ او د توتي پر خبرو يې چورت وواهه چي ريښتيا هم د دۀ څه ژوند دى، له كله راهيسې چي يې ښكار ته ملا تړلې ده نۀ يې پيسې ګټلې دي او نۀ عزت، بې له دې چي په ځنګلۀ كې ستړى ستومانه ګرځي نوره يې څۀ ګټه ده؟ په فكر كې شو چي نور بايد خواري وكاږي او پيسې وګټي يا په پټي كې كار وكړي او يا بل كوم كسب ته لاس واچوي. ويل كېږي چي له هغۀ وخته راهيسې هيڅ يو ښكاري هم د توتي ښكار نۀ كوي او خلك ځكه توتي په كورونو كې ساتي چي توتي ښې- ښې خبرې كوي.
منبع
د كتاب نوم : مغرور مېږى (د كوچنيانو كيسې)
ژباړن : باركوال مياخېل
خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل
چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال
كمپوز : كريم لوراند
چاپ ځاى : كابل
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.