يوه سړي يو سپی او يو کوټی ( د خره بچی ) درلود . سپی پر سړي ډېر ګران وو . ځکه هره ورځ به يې ورسره ساتيري کوله ، کله به يې پښې د سړي پر لاسو او يا سينه باندي ور کښېښودې .
د کوټي پر سپي حسد راغئ او له ځانه سره يې و ويل : چي بايد زه هم له دې وروسته زيار و باسم تر څو پر خاوند باندي ګران شم . نو بله ورځ يې د سپي په شان ور منډي کړې ، او پښې يې د څښتن پر اوږو کښېښودې . خاوند يې ډېر په غصه شو ، لرګی يې را واخيست ، کوټی يې زيات وواهه او ورته ويې ويل : ”ای احمقه ! کوم کارونه چي له سپي سره ښه ښکاري هغه له تا سره ښه نه ښکاري . نو ته په خپل خدای در کړي استعداد قانع شه او هغه کارونه وکړه چي له تا سره ښه برېښي او د کولو توان يې ولرې او هيڅکله په هغو کارو خپل ځان مه مکلف کوه چي له تا سره ښه نه بريښي او نه يې کولای شې.»
ترتيب کوونکی : عبدالعلي رسولزاده
منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.