نکل په کندهارۍ لهجه: (دغه نکل لاندي په مشرقي لهجه هم لوستلای شئ)
ګلالۍ د خپلي کوچنۍ خور نانۍ ګراني سره د خپل اکا کور ته تللې وه. هغې خپل د اکا د لور معصومې سره ښه ډيري بازۍ وکړې او ښه يې ساعت ورسره تېر سو. خو کله چي يې وغوښتل چي د معصومې په ناوکۍ بازۍ وکي نو معصومې وويل چي نه غواړي چي ګلالۍ ته خپله ناوکۍ ورکي. ګلالۍ خپل د اکا د لور معصومې څخه خوابدې سوه. ګلالۍ وغوښتل چي خپله د اکا لور په عذابه کي ولي چي ناوکۍ يې نه ورکوله.
همدا ؤ چي ګلالۍ د خپلي کوچنۍ خور نانۍ ګراني سره پټي خبري وکړې او بيا يې خپل د اکا کوچنۍ لور معصومې ته وويل: «ته چي ماته خپله ناوکۍ د بازيو له پاره نه راکوې نو زه هم تاته هغه جادو نه در ښيم چي زما زده دی.» معصومې وويل: «ګلالۍ جاني ستا څنګه جادو زده دی؟» ګلالۍ خپله خور نانۍ ګرانه خپل مخ ته ودروله او بيا يې مخ داسي ونيوی لکه په رشتيا چي يوه لويه جادوګره وي او په لوی آواز او په خورا پېښو يې وويل: «دم دم آدم دم دم پيشو دم دم.» همدا ؤ چي کوچنۍ خور نانۍ ګرانه پر خاپوڅو سوه او د پيشيانو په رکم يې «مياو، مياو، مياو» شروع کی.
معصومې و ګلالۍ ته ډيري زارۍ وکړې چي د انسانانو څخه د پيشي جوړولو جادو ورزده کي، خو ګلالۍ ورته دغه چم نه ورښودی. دا چي معصومه لا ډېره کوچنۍ وه نو يې زړه ډېر درد وکی او په لوی آواز يې ژړا شروع کړه.
کله چي د ګلالۍ پلار د معصومې د ژړا آواز واورېدی نو د کوچنيانو خونې ته راغلی. بابا وويل: «ګراني معصومې جاني، ولي ژاړې؟» معصومې کوښښ وکی چي د خپل اکا جواب ووايي خو دا چي ډېره ژړا ورغلې وه نو يې سمي خبري نه سوای کولای. بيا د ګلالۍ بابا د نانۍ ګراني څخه وپوښتل: «نانۍ ګراني ته راته ووايه چي معصومه جانه ولي ژاړي؟« نانۍ ګراني ورته وويل: «مياو مياو»
بيا د ګلالۍ پلار د ګلالۍ څخه وپوښتل: «ګلالۍ جانې ته راته ووايه چي معصومه جانه ولي ژاړي.» ګلالۍ ورته وويل: «معصومې جاني ماته خپله ناوکۍ نه راکوله نو ما هم د دې مخ ته پر نانۍ ګراني جادو وکی او هغه مي پيشي کړه. اوس معصومه ژاړي چي ولي زه ورته دغه جادو نه ورښيم.»
کله چي بابا دا خبري واورېدې نو يې ګلالۍ ته وويل: «ګلالۍ جانې، دا خو ښه کار نه دی سوی. اوله خبره خو دا ده چي تا درواغ ويلي دي چي ته جادو کولای سې. جادو خو هيڅوک هم نه سي کولای. جادو خو له سره نسته او تا پخپله نانۍ ګراني ته ويلي دي چي هغه د پيشو پېښې وکي. دويمه بده خبره دا ده چي تا په قصد سره دغه کار کړی چي معصومه جانه په عذابه کړې. ته وګوره د معصومې زړه څنګه درد کوي او ژاړي. دا ټول ستا د درواغو له وجې.» ګلالۍ چي لږ کخ انجلۍ ورڅخه جوړه سوې وه خپل پلار ته وويل: «يا زه په رشتيا جادو کولای سم، ته وګوره د نانۍ جاني څخه مي پيشي جوړه کړې ده.» په دغه حال کي نانۍ ګراني و خپل بابا ته سر وښوراوه او ويې ويل: «مياو مياو» يعني هو زه په رشتيا پيشو سوې يم.
د ګلالۍ بابا معصومې ته ورغلی او هغه يې آرامه کړه. بابا معصومې ته وويل: «معصومې جاني، مه ژاړه. جادو مادو ټول درواغ خبري دي. هيڅوک هم جادو نه سي کولای او ګلالۍ جانه په دې خاطر دا چم جوړ کړی دی چي تا په عذابه کي.» کله چي معصومې د خپل کاکا خبري واورېدې نو آرامه سوه. د ګلالۍ پلار معصومې ته وويل: «خو هو، که څوک په بازيو کي د جادوګرانو پېښې کوي او په خبر وي چي دا صرف بازۍ دي، نو بيا څوک کولای سي چي حتی د خپل کاکا څخه زمری جوړ کي.» همدا ؤ چي معصومې په لوړ آواز وويل: «دم دم آدم دم دم کاکا زمری دم دم.» همدا ؤ چي د ګلالۍ پلار د زمري په رکم مخ ونيوی او د زمري ږغونه يې وکړل: «وآغ، وآغ»
کله چي ګلالۍ وليدل چي پلار يې د معصومې پر خوا سو او د دې خبره درواغ ثابته سوه نو يې زړه ډېر درد وکی او په سترګو کي يې اوښکي راغلې. د ګلالۍ پلار ګلالۍ ته ورغلی او د هغې لاس يې په خپل لاس کي ونيوی او بيا يې ورته وويل: «زما ګراني لوري ګلالۍ جاني، ما تا ته پخوا هم ويلي ول چي واوا نانيان هيڅکله هم درواغ نه وايي. نو که ته غواړې چي بالکل واوا انجلۍ جوړه سې، بايد بيا هيڅکله هم درواغ ونه وايي. هغه څوک چي درواغ وايي خامخا يو وخت رسوا او شرمنده کيږي.»
ګلالۍ د خپل پلار خبرو ته ښه غوږ نيولی ؤ. هغې له معصومې او خپل پلار څخه بخښه وغوښته. ګلالۍ ژمنه وکړه چي بيا به هيڅکله هم درواغ نه وايي او هيڅکله به په قصد سره څوک نه په عذابوي. د دې وروسته ګلالۍ معصومه تر لاس ونیوله او ورته ويل راځه چي بازۍ وکو. بيا يې پر خپلي کوچنۍ خور نانۍ ګراني ږغ وکی چي راځه ته هم راسره بازۍ وکه، خو کوچنۍ خور يې لا تر اوسه پر خاپوڅو وه لکه بيخي کوچنۍ چي وي او بس همدغه يې تکرار کړه: «مياو مياو» ټولو ورسره وخندل.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د جولای ۹مه نېټه، بون
==============
نکل په مشرقي لهجه:
==============
ګلالۍ د خپلي کشرې خور نانۍ ګراني سره د خپل کاکا کور ته تللې وه. هغې خپل د کاکا د لور معصومې سره ښه ډيري لوبي وکړې او ښه يې ساعت ورسره تېر شو. خو کله چې يې وغوښتل چې د معصومې په نانځکي لوبي وکړي نو معصومې وويل چې نه غواړي چې ګلالۍ ته خپله نانځکه ورکړي. ګلالۍ خپل د کاکا د لور معصومې څخه خپه شوه. ګلالۍ وغوښتل چې خپله د کاکا لور په عذابه کړي ځکه چې نانځکه يې نه ورکوله.
همدا ؤ چې ګلالۍ د خپلې کشرې خور نانۍ ګراني سره پټي خبري وکړې او بيا يې خپل د کاکا کوچنۍ لور معصومې ته وويل: «ته چې ماته خپله نانځکه د لوبو له پاره نه راکوې نو زه هم تاته هغه کوډي نه در ښيم چې زما زده دي.» معصومې وويل: «ګلالۍ جاني ستا څنګه کوډي زده دي؟» ګلالۍ خپله خور نانۍ ګرانه خپل مخ ته ودروله او بيا يې مخ داسي ونيو لکه په رښتيا چې يوه لويه کوډګره وي او په لوی آواز او په خورا پېښو يې وويل: «دم دم آدم دم دم پيشو دم دم.» همدا ؤ چې کشره خور نانۍ ګرانه پر خاپوڅو شوه او د پيشوګانو په څېر يې «مياو، مياو، مياو» ويل پېل کړل.
معصومې ګلالۍ ته ډيري زارۍ وکړې چې د انسانانو څخه د پيشو جوړولو کوډي وررزده کړي، خو ګلالۍ ورته دغه چل نه ورښوده. دا چې معصومه لا ډېره وړه وه نو يې زړه ډېر درد وکړ او په لوی آواز يې ژړا پېل کړه.
کله چې د ګلالۍ پلار د معصومې د ژړا آواز واورېد نو د ماشومانو کوټې ته راغی. بابا وويل: «ګراني معصومې جاني، ولي ژاړې؟» معصومې کوښښ وکړ چې د خپل کاکا ځواب ووايي خو دا چې ډېره ژړا ورغلې وه نو يې سمي خبري نه شوای کولای. بيا د ګلالۍ بابا د نانۍ ګراني څخه وپوښتل: «نانۍ ګراني ته راته ووايه چې معصومه جانه ولي ژاړي؟« نانۍ ګراني ورته وويل: «مياو مياو»
بيا د ګلالۍ پلار د ګلالۍ څخه وپوښتل: «ګلالۍ جانې ته راته ووايه چې معصومه جانه ولي ژاړي.» ګلالۍ ورته وويل: «معصومې جاني ماته خپله نانځکه نه راکوله نو ما هم د دې مخې ته پر نانۍ ګراني جادو وکړ او هغه مي پيشو کړه. اوس معصومه ژاړي چې ولي زه ورته دغه کوډي نه ښيم.»
کله چې بابا دا خبري واورېدې نو يې ګلالۍ ته وويل: «ګلالۍ جانې، دا خو ښه کار نه دی شوی. لومړۍ خبره خو دا ده چې تا دروغ ويلي دي چې ته کوډي کولای شې. جادو او کوډي خو هيڅوک هم نه شي کولای. دا ټول شيان خو له سره نشته او تا پخپله نانۍ ګراني ته ويلي دي چې هغه د پيشو پېښې وکړي. دويمه بده خبره دا ده چې تا په قصد سره دغه کار کړی چې معصومه جانه په عذابه کړې. ته وګوره د معصومې زړه څنګه درد کوي او ژاړي. دا ټول ستا د دروغو له وجې.» ګلالۍ چې لږه کيچي (کخ) انجلۍ ورنه جوړه شوې وه، خپل پلار ته يې وويل: «يا زه په رښتيا کوډې کولای شم، ته وګوره د نانۍ جانې څخه مې پيشو جوړه کړې ده.» په دغه حال کې نانۍ ګراني خپل بابا ته سر وښوراوه او ويې ويل: «مياو مياو» يعني هو زه په رښتيا پيشو شوې يم.
د ګلالۍ بابا معصومې ته ورغی او هغه يې آرامه کړه. بابا معصومې ته وويل: «معصومې جاني، مه ژاړه. جادو مادو او کوډي موډي ټولې د دروغ خبرې دي. هيڅوک هم کوډي نه شي کولای او ګلالۍ جانه په دې خاطر دا چل جوړ کړی دی چې تا په عذابه کړي.» کله چې معصومې د خپل کاکا خبري واورېدې نو آرامه شوه. د ګلالۍ پلار معصومې ته وويل: « البته، که څوک په لوبو کي د کوډګرانو پېښې کوي او پرې خبر وي چې دا صرف لوبي دي، نو بيا څوک کولای شي چې حتی د خپل کاکا څخه زمری جوړ کړي.» همدا ؤ چې معصومې په لوړ آواز وويل: «دم دم آدم دم دم کاکا زمری دم دم.» همدا ؤ چې د ګلالۍ پلار د زمري په څېر مخ ونيو او د زمري په څېر يې غړومبی جوړ کړ: «وآغ، وآغ»
کله چې ګلالۍ وليدل چې پلار يې د معصومې پر لور شو او د دې خبره دروغ ثابته شوه نو يې زړه ډېر درد وکړ او په سترګو کي يې اوښکي راغلې. د ګلالۍ پلار ګلالۍ ته ورغی او د هغې لاس يې په خپل لاس کي ونيوه او بيا يې ورته وويل: «زما ګراني لوري ګلالۍ جاني، ما تا ته پخوا هم ويلي ول چې واوا نانيان هيڅکله هم دروغ نه وايي. نو که ته غواړې چې بالکل واوا انجلۍ جوړه شې، بايد بيا هيڅکله هم دروغ ونه وايي. هغه څوک چې درواغ وايي خامخا يو وخت رسوا او شرمنده کيږي.»
ګلالۍ د خپل پلار خبرو ته ښه غوږ نيولی ؤ. هغې له معصومې او خپل پلار څخه بخښه وغوښته. ګلالۍ ژمنه وکړه چې بيا به هيڅکله هم دروغ نه وايي او هيڅکله به په قصد سره څوک نه په عذابوي. د دې وروسته ګلالۍ معصومه تر لاس ونیوله او ورته وې ويل راځه چې لوبي وکړو. بيا يې پر خپلي کشرې خور نانۍ ګراني غږ وکړ چې راځه ته هم راسره لوبي وکړه، خو کشره خور يې لا تر اوسه پر خاپوڅو وه لکه بيخي ماشومه چې وي او بس همدغه يې تکرار کړه: «مياو مياو» ټولو ورسره وخندل.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د جولای ۹مه نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.