source of image: http://www-tc.pbs.org/parents/supersisters/jack's%20lost%20tooth.jpg
source of image: http://www-tc.pbs.org/parents/supersisters/jack's%20lost%20tooth.jpg

 

 

 غاښ د شودو مي ښوري

ډاکټر يې هيڅ نه ګوري

وای شاته مخ ته يې کړه

کش او راکش ته يې کړه

خو زه بيرېږمه ډېر

چي خوږ نه سمه زه ډېر

نيکه ته وايمه زه

کومک مي وکړه اوس ته

نيکه وای راوړه سپڼسی

ته يې زما خوږ لمسی

بيا يې په تار راتړي

غاښ مي ښه ټينګ راتړي

وايي نيکه زما پلار ته

بوزه هلک بازار ته

تار يې د غاښ ته واخله

مست ورته آس ته واخله

پر آس يې وتړه تار

بيا ته پر منځ د بازار

آس ته چلاخه ورکړه

ښه چپلاخه ورکړه

آس چي يو دم هلا کړي

غاښ به د ده جلا کړي

پلار مي همداسي وکړه

خو هيڅ فايده يې ونه کړه

له غاښه تار جلا سو

آس پر بازار خطا سو

غاښ د شودو مي ښوري

ډاکټر يې هيڅ نه ګوري

اوس زه په ګوتو يې خپل

ښوروم غاښ مي شل ځل

تر څو چي وخيږي غاښ

پر ځای يې راسي بل غاښ

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د جون ۲۳مه نېټه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.