دوه سادګان سره ملګري ول بازار کي

ول بيکاران نفس يې تنګ سو ژر په ښار کي

يو ويل راسه سره کښېږدو نن شرطونه

لږ په سوال جواب به تېر کړو خپل وختونه

دويم ويل زما په لمن کي پټ څيزونه

دا به وي څه درسره ږدم باندي شرطونه

که دي جواب راته سم راکړ ټولي ستا دي

زما د لمنې لس هګۍ چي نن لا زما دي

اول ويل نخښي يو څو يې راته وايه

سوال مشکل دی درکولای نه سم رايه

دويم ويل چرګي په دوی باندي سنګيني

دننه ژړي دي سربېره دي دوی سپيني

اول ويل جواب يې دا دی د خبري

منډلي تا دي په موليو نن ګاځري

که دانايي غواړې ملګری د هوښيار سه 

له سادګانو نادانانو ته بېزار سه 

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۵م کال د می ۱۶مه نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.