لس موږکان سره ملګري ول سفر کي

يخو شلومبو کړ يو زوکام په اول سر کي

نه موږکان سره ملګري ول سفر کي

شپږي پيدا سوې د يوه موږک په سر کي

اته موږکان سره ملګري ول سفر کي

يو پکښي خوب يوړی بيده سو په بستر کي

اوه موږکان سره ملګري ول سفر کي

يو مشرتوب غوښت او زخمي سو په دې شر کي

شپږ موږکان سره ملګري ول سفر کي

يو يې حساب پېل کړ او ورک سو سيم و زر کي

پنځه موږکان سره ملګري ول سفر کي

د يو يې پام نه ؤ او وخوت بيده خر کي

څلور موږکان سره ملګري ول سفر کي

يو خبريال سو او خطاوتی خبر کي

درې موږکان سره ملګري ول سفر کي

يو يې شاګرد سو چرت يې بند سو زير و زور کي

دوه موږکان سره ملګري ول سفر کي

يو ته پيشو مُرچک و رګډ کړل په شکر کي

يو موږک پاته سو روان په لر و بر کي

نه موږکان يې سول ملګري په سفر کي 

  

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶م کال د اپريل ۱۳مه نېټه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.