ترپ و تروپ دی کړپ و کړوپ دی
دا څه حال دی شړپ و شړوپ دی
خندکيان يې ټول حيران کړل
درب و دروب دی سرپ و سروپ دی
کړوپ بابا يې په غوسه کی
ټک و ټوک دی ټخ و ټوخ دی
زموږ نانی ورور يې راويښ کی
ټس و ټوس دی ډز و ډوز دی
موږکان ورته خوشال دي
درز و دروز دی خړس و خړوس دی
پر هډوکو يې سره جنګ دی
د پيشيانو ډب و ډوب دی
ګړب و ګړوب دی کړپ و کړوپ دی
دا څه حال دی سرپ و سروپ دی
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ لومړۍ نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.