اې سپيني واوري سپين لمنې

ولي نه اورې زموږ پر کلي

منم چي لاره دي اوږده ده

پر هسکه وريځه دي دېره ده

خو راسه راسه واورېږه

په خپلو ستورو وځلېږه

پرېوزه پر بوټو ښه يې اوبه کړه

تر سپين غلاف لاندي يې بېده کړه

ماشومان ټول په انتظار دي

ناني چيګان يې ستا پر لار دي

چي یخه پخه واوره راسي

پر مځکه، غر خوره ښکلا سي

راسه زموږ پر کلي راسه

بيا هر څه سپين کړه راسه راسه

اې سپيني واوري سپين لمنې

ولي نه اورې زموږ پر کلي

 

يادونه: د دغه شعر الهام مي د آلماني ژبي د ماشومانو له شعر  Schneeflöckchen weißröckchen څخه اخيستی دی.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ لومړۍ نېټه، بون

 

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.