و لمر ته پروت ؤ يو زمری ښه ډوب بيده ؤ

په خوب کي هم هغه پاچا د دې ځنګله ؤ

په دغه حال کي يو موږک راغلی له غاره

ځاغسته راځغاسته يې کړه پېل پر دغه لاره

کوچنی موږک ؤ خپلي لوبي يې کولې

کله خاموش چيغي به يې کله ووهلې

په دغه حال کي سو راويښ زمری له خوبه

ويني موږک چي په وښو کي کوي لوبه

موږک يې ونيوی زمري ويل، دا څه دي؟

قهروې ما چي ايا روغ دا ستا ماغزه دي؟

زه به دي وخورم او همدغه ستا سزا ده

هر څوک چي ما راويښوي دا يې جزا ده

موږک ويل چي ته ما مه خوره زوروره

په کار به درسم ته زما ومنه خبره

کله چي يې واورېدې خبري د موږک

شاه د ځنګله ته خندا ورغله پړق پړق

ويل دا ستا غوندي کوچنی بشر د څه دی؟

بيريږي زما څخه لېوه دی که پسه دی

زه يم پاچا د دې ځنګل زما پاچهي ده

چي ستا کومک ته به سم اړ ستا غلطي ده

بيا زمري پرېښودی موږک چي ولاړ سي کور ته

په منډه منډه چي ځان ورسوي مور ته

ښکاريانو راوړلی يو دام په نوي کال کي

بند سو زمری يو څو وخت وروسته په دا جال کي

هيڅ يې ځان نه سوای خلاصولای هلته بند ؤ

قوي زمری په خپل ځنګل کي کلابند ؤ

هغه نانی موږک بيا راغلی پر دې لاري

په جال کي بند زمری يې وليدی چي ژاړي

موږک ويل چي ستا احسان مي نه دی هېر

ستا زوړ احسان به نن درپېښ کړي تاته خېر

رسۍ د جال پرېکړې موږک بيا تار په تار

په جال کي جوړ سو يو لوی سوری کرار کرار

زمری له دغه سوري ووتی آزاد سو

بيا يې خپل زوړ غرور او کبر ور په ياد سو

زمري موږک ته ويل ماته عفوه وکړه

ته مي کمزور بللې ما دا سهوه وکړه

په ټيټ نظر کتل و بل ته بېعقلي ده

د لوی کوچني په احترام کي هوښياري ده

ځيرک هغه دی چي له کبره ليري ګرځي

څوک چي لوړ غورځي يوه ورځ به کښته پرځي

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۱۷مه نېټه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.