ژباړه : اتل ترين - لندن

 یو وخت چرګ، بُزه او یوه پیشي درې سره په یوه کور کي اوسېدل او ټینګ ملګري وه، د بُزې نوم واوره وو، د هغوی خاوند پیشي او چرګ ایله پرې ایښي وه خو واوره یې په رسۍ تړلې وه، واوري ته دې کار خوند نه ورکاوه، ټول وخت به یې رسۍ کشول او ژول، هغې غوښتل چي هغه ځنګله ته ولاړه سي چي د غونډۍ پر سر وو، یوه ورځ واوري خپلو ملګرو ته وویل:

– هلته ډېر تازه او خواږه واښه دي.

چرګ وویل:

– یا! هغه واښه خواږه نه دي، هورې مه ځه.

پیشي وویل:

– هلته به یوه ګیدړه یا شرموښ ژوند کوي.

واوري وویل: نه، دا رښتیا نه دي.

چرګ او پیشي دواړو وویل:

– دا رښتیا دي! هغه ځنګله ته مه ځه!

خو واوري پر خپلو ملګرو باور نه کاوه او فکر یې کاوه چي هغوی مازي د دې دبېرولو لپاره داسي خبري کوي، نو تصمیم ونیو چي ځنګله ته ولاړه سي، هغې د خپلي رسۍ په ټینګو ژوولو شروع وکړه تر څو چي سبا مازیګر ته یې رسۍ پرې کړله او واوره ایله سوله، سملاسي په ځغستا ځنګله ته ولاړه، کله چي روڼا وه هغې د خپلي آزادۍ څخه ډېر خوند اخیست خو چي تاریکه سوه، خپل ملګري او کور یې ویادېدی، کله چي واوره د غونډۍ له سر څخه لاندي تاکېده، هغې پر لار دوه زرغونه ګروپان ولیدل، واوري فکر وکړ چي دا به یوه ګیدړه یې، او هغه رښټیا هم یوه ګیدړه وه، د هغې ومخته یوه ګیدړه ولاړه وه او هغه ګروپان د هغې سترګي وې، واوري ژر خپل مخ واړوه او بلي خوا ته یې وځغستل خو بیا ودرېده، د هغې ومخته دوه ژړ ګروپان وه، واوري فکر وکړ چي دا شرموښ دئ او هغه رښتیا هم شرموښ وو، د هغې مخ ته یو شرموښ ولاړ وو او هغه ژړ ګروپان د هغه سترګي وې، ګیدړي وویل:

– شرموښه وګوره! دا ده هغه واوره، هغه کوچنۍ بُزه چي په فارم کي ژوند کوي! اوس موږ ته په لاس راغلې ده! څنګه خوند به وکړي.

شرموښ وویل:

– هو، راسه همدا اوس یې وخورو، ګیدړي وویل: نه، ستا کور ته به یې بوزو او پخه به یې کړو!

شرموښ لږ فکر وکړ او بیا یې وویل:

– ښه وایې، ما خو پخوا د بُزې ښوروا نه ده خوړلې!

شرموښ د واوري د پرې سوې رسۍ سر په خوله کي ونیو او د خپل کور پر خوا روان سو، ګیدړه د واوري تر شا روانه وه، هغې غوښتل چي خپل ځان مطمئن کړي چي واوره ونه تښتي او چي شرموښ هغه ټوله خپل ځان ته ونه ساتي، چي ورسېدل، ګیدړي کوښښ وکړ چي تر بخارۍ لاندي اور بل کړي خو لرګیان یې نه درلودل،

بُزې وویل:

– زه به ولاړه سم او د ځنګله څخه به لرګي راوړم.

خو شرموښ ورته وویل:

– نه، ته به وتښتې، زه به خپله ولاړ سم.

شرموښ ولاړي او لږ وخت وروسته د لرګیو سره بیرته راغلی، ګیدړي اور بل کړ او دېګ یې پر کښېښود خو اوبه یې نه درلودې، واوري وویل:

– زه به ولاړه سم او له څاه څخه به اوبه راوړم.

خو شرموښ وویل:

– نه، ته به وتښتې، زه به خپله ولاړ سم.

شرموښ ولاړي او لږ وخت وروسته له اوبو سره راغلی، ګیدړي اوبه په دېګ کي واچولي، اوس بیا مالګه او مرچک نه وه، واوري وویل:

– زه به دوکانو ته ولاړه سم او را به یې وړم.

خو شرموښ وویل:

– نه، زه به یې راوړم.

شرموښ ولاړي خو دا چي تر دوکانو پوري ډېره لار وه او شرموښ ډېر وخت وکړي نو ګیدړي وویل:

– په شرموښ څه وسول، مخکي تر دې چي دی راسي اوبه به ټولي وچي سي، بُزې، ته په دېګ کي وګوره چي اوبه پاتي دي که نه؟

واوري وویل:

– نه، زه به ورولوېږم.

ګیدړي وویل:

– مه بېرېږه، زه به یې دروښیم، ګیدړي چي له دېګ څخه سر ایسته کړ او دېګ ته یې سر ورپورته کړ، واوري د شا له خوا څخه دېګ ته ورپوري وهل او پر دېګ یې سر کښېښود، واوري له کلکین څخه دباندي وکتل او وې لیدل چي شرموښ کور ته راروان وو، واوري ډېر ژر کیلۍ واخیستې او دروازه یې قلف کړه، شرموښ نارې کړې:

– ګیدړي! دروازه خلاصه کړه.

بُزې وویل:

– ګیدړه ولاړه چي پېروی راوړي او کیلۍ یې واخیستې، هغې وویل چي ته کولاي سې چي د بخارۍ له خوا راسې!

شرموښ وویل:

– نو دېګ ایسته کړه!

بُزې وویل:

– ښه دئ.

خو هغې یوازي د دېګ سر ایسته کړ، شرموښ په دېګ کي ولوېد او واوري د دېګ سر پر کښېښود، هیڅ څوک نه پوهیږي چي په ګیدړي او شرموښ څه وسول خو واوره ډېر ژر بیرته کور ته ولاړه او له هغه راهیسي نه ده تښتېدلې.

د دې نکل درس دا دئ چي موږ باید د خپلو ښو ملګرو مشورو ته غوږ ونیسو.

(د فرانسوي سرچینې څخه)

 منبع: http://larawbar.net/31749.html

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.