ژباړه : اتل ترين - لندن

‎‎یو وخت دوې غریبي ښځي وې، هغوی یوازي یو چرګ درلود، یوه ورځ یوې ښځي هغي بلي ته وویل:

– موږ به څه شي وخورو؟ ډوډۍ مو ټوله خلاصه سوې ده! راځه چي چرګ حلال کړو او ښوروا ځني جوړه کړو، هغې بلي وویل:

– یا! چرګ زما خوښ دئ او زه نه غواړم چي هغه حلال سي.

اخیر یوې ښځي هغي بلي ته لږ پیسې ورکړې چي لږ ډوډۍ رانیسي تر څو د چرګ څخه ښوروا جوړه نه کړي، یوه ورځ چرګ په کوڅه کي ګرځېد، چي یوه کڅوړه یې د پیسو ډکه پیدا کړه! چرګ په خوشحالۍ آذان وکړي او ژر یې کور ته وځغستل چي خپلي خاوندي ته یې ورښکاره کړي خو په دې وخت کي پاچا تېرېدی، هغه خپلو مزدورانو ته وویل:

– هغه حیوان په خپله مشوکه کي څه شي نیولي دي؟

د هغه مزدورانو وویل:

– د پیسو یوه ډکه کڅوړه.

پاچا وویل:

– هغه کڅوړه ما ته راوړئ.

مزدوران چرګ ونیو، له هغه څخه یې کڅوړه واخیسته او ولاړل، چرګ ته درد ورغلي او نارې یې کړې:

– ما د پیسو یوه ډکه کڅوړه پیدا کړه خو اوس هغه پاچا راڅخه واخیسته! زه به ولاړسم او هغه به بیرته ځني واخلم.

 هغه ولاړي، پر لاري یې یوه ګیدړه ولیده. ګیدړي ورته وویل:

– چیري ځې چرګه؟

چرګ وویل:

– د پاچا قصر ته ځم او خپله کڅوړه د پاچا څخه اخلم.

ګیدړي وویل:

– زه هم غواړم چي ستا سره ولاړه سم.

هغوی دواړه ولاړل، لږ وخت وروسته یې ډېري غالبوزي ولیدې، دوي وویل:

– چیري ځې چرګه؟

چرګ وویل:

– د پاچا قصر ته ځم او خپله کڅوړه د پاچا څخه اخلم.

غالبوزو وویل:

– موږ هم غواړو چي ستا سره ولاړي سو.

هغوی ټول ولاړه، لږ وخت وروسته یې یوه ویاله ولیده، هغې ورته وویل:

– چیري ځې چرګه؟

چرګ وویل:

– د پاچا قصر ته ځم او خپله کڅوړه د پاچا څخه اخلم.

ویالې وویل:

– زه هم غواړم چي ستا سره ولاړه سم.

هغوي ټول ولاړل، چي دد پاچا قصر ته ورسېدل چرګ ټولو ته وویل:

– پاچا باید تاسي ونه ویني، زما تر وزر لاندي پټ سئ. هغوي پټ سول، چرګ په قصر ننوت او پاچا ته یې وویل:

– پاچا، ما ته زما کڅوړه راکړه! پاچا وویل: ښه دئ، سبا سهار به یې درکړم او خپلو مزدورانو ته یې وویل:

– چرګ واخلئ او زما له چرګانو سره یې واچوئ.

پاچا مطمن و، چي د هغه چرګان به دی به مشوکو او مړ به سي، رښتیا همزاسي و، کله چي ماښام سو چرګانو وهل شروع کړل، چرګ وویل:

– ګیدړي زما له وزر څخه راووزه او دا چرګان مړه کړه!

ګیدړه راووته، نیم یې وخوړل او نور یې مړه کړل، بیا ولاړل، سبا سهار چرګ پاچا ته ورغمي او ورته وې ویل:

– سهار دي په خیر پاچا، ما ته زما پیسې راکړه.

پاچا وویل: ښه دئ سبا سهار به یې درکړم.

خپلو مزدورانو ته یې وویل:

– چرګ واخلئ او زما په خونه کي یې واچوئ.

چي ماښام سو، چرګ د پاچا پر ځای بیده سو، بیا پاچا راغلي او پر چرګ پرېوت، نژدې یې خوړین کړي وو! خو چرګ وویل:

– غالبوزو، راووزئ که نه چختاڼ به سم.

غالبوزي راووتې او پاچا یې وچیچی، پاچا په ژړا ولاړي چي یو بل ځای بیده سي، سبا سهار پاچا دومره پړسېدلي و، چي داسي اېسېدی لکه بېلر، چرګ وویل:

– سهار دي په خیر پاچا، ما ته زما کڅوړه راکړه.

پاچا وویل:

– ښه دئ سبا سهار به یې درکړم.

او خپلو مزدورانو ته یې وویل:

– چرګ واخلئ، په داښ کي یې کښېږدئ او پوخ یې کړئ، مزدورانو دا کار وکړ، چرګ یې نژدې سور کړي و! خو چرګ نارې کړې:

– ویالې! راووزه که نه به مړ سم. ویاله راووته، اول یې ټوله داښ ډوب کړ، بیا یې ټوله اشپزخانه ډوبه کړه او بیا یې ټول قصر! پاچا اول پر خپله څوکۍ وختي، بیا پر المارۍ او اخیر خوارکی پر بام بند وو! چرګ ورته وویل:

– پاچا، ما ته زما کڅوړه همدا اوس راکړه که نه ویاله به هم بام ډوب کړي او هم تا!

پاچا کڅوړه وروغورځول او ویاله بیرته ولاړه، چرګ هغه ګړي بیرته خپل کور ته ولاړی، هغو دوو ښځو ته یې پیسې ورکړې، او د خپل ژوند تر پایه په خوشحالۍ په سرای کي ګرځېد او نارې یې وهلې:

– یو وخت ما یوه کڅوړه د پیسو ډکه پیدا کړه. پاچا زما څخه هغه واخیسته مګر ما بیرته ځني واخیسته او اوس زما خاوندي پیسه داره او خوشحاله دي او زه هم خوشحاله یم!

د دې نکل څخه موږ زده کوو چي د هر مشکل لپاره د حل لاره سته.

( د هسپانیې د هیواده څخه)

 منبع: http://larawbar.net/32368.html

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.