ژباړه : اتل ترين - لندن

 یو وخت ټول سویان راټول سول چي په ژوند کي د بې انصافۍ په باره کي خبري وکړي. هغوی په خپلو منځو کي سره وویل:

– دا څنګه ژوند دئ چي موږ باید د ټولو حیوانانو څخه وتښتو او هیڅ څوک زموږ څخه نه بېرېږي او نه تښتي؟ تر ډېرو خبرو وروسته هغوی فیصله وکړه او وې ویل چي نور باید دغه ډول ژوند دوام ونه کړي. راځئ چي ولاړ سو، خپل ځانونه به په ویاله کي ډوب بکړو او ځانونه مړه کړو. له دې سره ټول سویان په ځغساسته ویالې ته ولاړل. د ویالې پر غاړه ډېري چنګښي ناستي وې، کله چي هغوی دونده ډېر سویان ولیدل چي د دوی پر خوا ورځغلي نو هغوی وبېرېدې او اوبو ته وروغورځېدې. کله چي سویانو دا حالت ولیدی، نو هغوی ودرېدل او وې ویل:

– دا دئ داسي څوک هم سته چي زموږ څخه بېرېږې!

له هغي ورځي وروسته سوانو هیڅکله د ځان د ډوبولو په باره کي فکر نه دئ کړی.

د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي موږ باید یوازي د ځان د ستونزو په باره کي ډېر خپه ونه اوسو ځکه امکان لري چي د نورو خلګو ستونزي زموږ تر هغې ډېري وي.

 (د هندوستان هیواده څخه)

 منبع: http://larawbar.net/33896.html

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.