source of image: https://www.kobo.com/ph/en/ebook/knock-knock-jokes-for-kids-2-1

 ۱ ـ چرګه مه مينځه
يو ځوان سړی د سړک پر غاړه ناست ؤ او خپله چرګه يې په صابن او اوبو مينځله. يو سپينږری سړی هلته تېرېدی او کله چي يې د چرګي مينځل وليدل نو يې ځوان ته وويل: «مه يې مينځه، مړه به سي.» ځوان ورته وويل: «يا نه مړه کيږي. ښه به پاکه خواپاکه سي.» سپينږری پر خپله لاره ولاړ چي سودا وکړي. کله چي له سودا څخه بېرته راروان ؤ نو يې وليدل چي د ځوان مخ ته د هغه مړه چرګه پرته ده او هغه ورته ناست دی او ژاړي. سپينږري ورته وويل: «ما نه درته ويل چي مه يې مينځه چي مړه کيږي؟!» ځوان په ژړا ورته وويل: «په مينځلو کي نه، په نښتېځلو/نښتېزلو کي راڅخه مړه سوه.»


۲ ـ هيرجن او خوبجن
دوه غبرګولي ورونه ول چي پکښي يو هيرجن او بل خوبجن ؤ. هيرجن چي به هميشه ښوونځي ته ولاړ نو يا به يې کتابونه په کور کي هير سوي ول او يا به د کور کار/کار خانه ګي ورڅخه هيره سوې وه. له دې کبله به هميشه معلم ورته په غوسه ؤ. خوبجن ورور به يې بيا هميشه سهار ناوخته له خوبه پاڅېدی او ناوخته به ښوونځي ته رسيدی چي له دې کبله به هميشه معلم ده ته هم په غوسه ؤ. يوه ورځ خوبجن هلک و هيرجن ورور ته وويل: «داسي چل به وکړو چي له سبا څخه چي کله ته سهار وختي راوپاڅېدې نو سمدلاسه پر ما هم ږغ کوه چي زه هم وختي راکښېنم او تاته در په ياد کړم چي ټول کتابونه او بشپړه درسي مواد ښوونځي ته درسره واخلې. په دې توګه به نو زه هم پر وخت ښوونځي ته رسېږم او ستا درسي مواد به هم پوره وي.»
هيرجن ورور ورته وويل: «ته خو پوهېږې چي زه ډېر هيرجن يم. نو کله چي زه سهار راکښېنم زما به هير وي چي بايد تا هم راکښېنوم. ته داسي وکړه چي سهار وختي راکښېنه او ماته راپيادوه چي زه تا راکښېنوم.»

۳ ـ بوين ډاکټر
په دولتي روغتون کي له جراحي عملياتو څخه مخکي مريض له نرسي څخه پوښتنه وکړه:«دا کوم جراح ډاکټر چي زما عمليات کوونکی دی، د جرابو يې خورا بد بوی ځي. دی ولي خپلي جرابي ژر ژر نه بدلوي؟»
نرسي ورته وويل: «په دې خاطر چي زموږ روغتون دنارکوز ډاکټر (هغه ډاکټر چي د جراحي يا عملياتو له پاره مريضان نشه کوي) نه لري او جراحي کوونکی دغه ډاکټر له عملياتو تر مخه د مريضانو پوزي ته خپلي جرابي نژدې کوي چي هغوی نشه کړي.»

۴ ـ انګريزي
اجمل چي د انګرېزي ژبه يې نه خوښېدله يوه ورځ  له ښوونځي څخه کور ته راغلی او مور ته يې وويل: «نن مو دوه ساعته انګريزي لرله. معلم صاحب او شاګردانو ټولو انګرېزي ويله. سخت يې زړه راتنګ کړ.»
مور يې ورته وويل: «چي ستا دا حال دی نو د انګريزانو خوارکيانو به څه حال وي چي ټوله ورځ انګريزي وايي او انګرېزي اوري؟»

۵ ـ ټولګی که د خوب ځای؟
يو شاګرد په ټولګي يا صنف کي بيده ؤ. معلم په لوړ آواز ورباندي ږغ کړ: «دا د بيدېدو ځای نه دی. دلته نه سې بيده کيدلای.» شاګرد ورته وويل: «که ته لږ کراري خبري وکړې، نو بيا بيدېدلای سم.»

۶ ـ افريقايي حيوانان
معلمې خپلي شاګردي ميني ته وويل: «ميني جاني، پنځه حيوانان راوښيه چي په افريقا کي اوسيږي.»
مينې ورته جواب ورکړ: «درې فيلان او دوه زمريان.»

۷ ـ نقل عقل غواړي
معلم زمری د جغرافيه په امتحان کي ناکام کړ. زمري له معلم څخه وپوښتل: «معلم صاحب زه دي ولي ناکام کړی يم.»
معلم ورته وويل: «ځکه چي تا له زمرک څخه نقل کړی ؤ. په امتحان کي هغه ستا څنګه ته هم ناست ؤ.»
زمری: «تاسو څه پوه سوئ چي ما نقل کړی دی؟»
معلم وويل:«ځکه چي د دې پوښتني په جواب کي چي د افغانستان د پلازمېني نوم څه شی دی، زمرک (کابل) ليکلی او تا هم کابل ليکلی دی. هغه د هند پلازمېنه نوی ډلی او تا هم نوی ډلی ليکلی، هغه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد او تا هم اسلام آباد ليکلی دی.»
زمري د معلم خبره قطع کړه او ويې ويل:«هو، نو دا خو ټول جوابونه همداسي درست دي. په دې کي د نقل څه خبره سته؟»
معلم وويل: «هو، دا جوابونه خو درست ول. خو زمرک د دې پوښتني په جواب کي چي د بنګله دېش د پلازمېني نوم څه شی دی، ليکلي: (زه نه يم په خبر) او تا د همدغي پوښتني په جواب کي ليکلي: (زه هم نه يم په خبر).»

۸ ـ په لمونځ کي څوک خبري نه کوي
ملا مخکي ؤ لمونځ په جماعت يې ورکاوه او شاته يې درې مقتديان ولاړ ول. باجماعت لمونځ لا روان ؤ چي د دوی مخي ته پيشي تېره سوه. لومړي مقتدي ويل: «پيش»، ملا ويل: «د لمونځ په منځ کي د خبرو اجازه نسته.»، دويم مقتدي ويل: «شکر ما خو خبري نه دي کړي.» دريم ويل: «نه ولله که د دې ملا خوند يي نه يې د مقتديانو.»

۹ ـ په شودو کي مچ
په کودکستان/نرسري يا کينډر ګارډن کي يو ماشوم پر سترخوان نعره کړه: «معلمې جانې، زما د شودو په ګلاس کي مچ لوېدلی دی.» معلمې ورته وويل: «چوپ سه، که نه نو اوس يې هغه نور کوچنيان هم غواړي.»

۱۰ ـ نيم، پوره او غبرګ ليوني
پوره ليونی و نيم لېوني ته: «ستا په فکر زه به د څو کالو يم؟»
نيم لېونی: «ته به خامخا د پنځو سوو کالو يې!»
پوره لېونی: «ډېر اعلی په رشتيا هم زه د پنځو سوو کالو يم. ته څه پوه سوې؟»
نيم ليونی: «ځکه چي زه د دوه نيم سوو کالو يم او ډاکټر صاحب زرکلن دی.»

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ ۴مه نېټه، بون

يادونه: که ستاسو هم داسي ټوکي زده وي چي د ماشومانو له پاره مناسبي وي، نو کولای سئ چي راسره شريکي يې کړئ.

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.