source of image: https://bit.ly/39iGasS
source of image: https://bit.ly/39iGasS

 

يو وخت په يو کلي کي يو مسکين هلک اوسېدی. هغه د کلي د خان يعني ډير بډای سړي د زوی ملګری ؤ. هغوی به هميشه يو د بل سره لوبي کولې.
يو وخت د مسکين هلک پلار ناروغه سو او هغه مجبوره سو چي د خپل مور او پلار او کوچني ورونو او خوېندو له پاره ډوډۍ پيدا کړي. دغه هلک به هميشه و سيند ته تللی او هلته به يې کبان/ماهيان نيول. هغه به نيول سوي کبان په کلي کي خرڅول او په پيسو به يې د کور د ضرورت شيان رانيول. يو څو کبان به يې کور ته هم راوړل چي ماشومان ورونه او خوېندي او مور او پلار يې وخوري.

يوه ورځ مسکين هلک د خپل زوړ ستل او کب نېونې د جال سره روان ؤ او غوښتل يې چي سيند ته ولاړ سي. پر لاري د خان زوی ورسره مخامخ سو او هغه ته يې وويل چي نن ما هم درسره بوزه ځکه چي زه هم نن غواړم چي کبان کور ته يوسم. د خان د زوی سره يو ډېر نوی ستل او يو ډېر لوی او نوی جال ؤ. دوی دواړه د سيند غاړي ته ورغلل.

دواړه هلکان د سيند پر غاړه ودرېدل او سيند ته يې خپل جالونه واچول. مسکين هلک وويل چي د لمر لوېدو سره سم بايد جالونه راوباسو. کله چي د جالونو د بېرته را ايستلو وخت راغلی نو هغوی په لوبو بوخت ول او لمر ولوېد او ماښام سو. د خان زوی وويل چي راځه چي جالونه راکش کړو. خو مسکين هلک وويل چي زه غواړم اول د ماښام لمونځ وکړم او بيا خپل جال راوباسم. کله چي هغه پر لمونځ ودرېد نو د خان زوی ولاړ او خپل جال يې له اوبو را وايست. خو د هغه په جال کي صرف يو کوچنی کب نيول سوی ؤ. هغه ژر ورغلی او د مسکين هلک جال يې هم راوباسی په کوم کښي چي لس لوی لوی کبان نيول سوي ول. د خان زوی ژر ژر لس لوی کبان په خپل ستل کي واچول او خپل کوچنی کب يې د مسکين هلک په ستل کي واچاوه. هغه د ستلونو سرونه په سرپوښونو ورپټ کړل. کله چي مسکين هلک لمونځ خلاص کړ او جالونو ته راغلی نو يې وليدل چي دواړه جالونه تر مخه لا را ايستل سوي دي.

د خان زوی ورته وويل: ما ستا جال را وايست چي پکښي يو کوچنی کب نيول سوی ؤ. ما هغه ستا په زوړ ستل کي در واچوی. زما په جال کي هم کوچني کوچني کبان نيول سوي ول چي ما خپل په ستل کي واچول. همدا ؤ چي مسکين هلک خپل ستل واخيست او د کور پر لور روان سو او د خان زوی د خپل نوي ستل سره د خپل کور پر لور روان سو.

د خان زوی خپل د کور اشپزي/پخلی کوونکي مزدوري ته کبان ورکړل چي ورپاخه يې کړي. مزدوري هم ټول کبان پاخه کړل او د خان زوی په يوازي سر ټول کبان بېله ډوډۍ په خوند وخوړل. خو دغه کبان چي د خان زوی وخوړل ناروغه ول او له همدې کبله د خان زوی سخت ناروغه سو او تر يو کال پوري له ناروغۍ پر بستر پروت ؤ او له ډېر درد او خوږ څخه به يې خپلي مور ته نعرې ور وهلې: هله مور مړ سوم، تشناب ته مي بوزه.

مسکين هلک چي کله کور ته ولاړ نو يې هغه ستل چي کوچنی کب پکښي کي ؤ خپلي مور ته ورکړ. کله چي يې مور له ستل څخه کوچنی کب را وايست او غوښتل يې چي هغه پاک کړي نو د کب په نس کي يې لس لوی لوی غمي وموندل. دغه غمي دومره قيمتي ول چي صرف د يو غمي په خرڅولو سره مسکين هلک لوی کور، لوی پټی او زيات څاروی/حيوانان رانيول او زيات مزدوران يې مؤظف کړل چي د ده د مور او پلار او د کورنۍ خدمت وکړي.

د خان زوی چي په چل ول او په غلا سره ځان ته د مسکين هلک کوم کبان اخيستي ول هغه حرام ول. له همدې کبله د خان زوی د دغو کبانو د خوړلو سره ناروغ سو. دا چي مسکين هلک پاکه روزي ګټونکی ؤ نو الله زيات انعامونه ورکړل. هر څوک چي د غلا او نور حرام مالونه خوري نو نس به يې په دنيا په ناروغيو او په آخرت له اور څخه ډک وي.

کيسۍ ولاړه پورته زه راغلم کورته

د نکل مفکوره: کوچنۍ ن. اڅکزۍ بنت احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۲۶مه نېټه، بون
د نکل ليکونکی: احمدولي اڅکزی

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.