د دغه نکل متن تر ويډيو او آوډيو لاندي لوستلای سئ
 


صرف آوډيو:

يو غویی و چې بتلو نوميده. هغه له بل ځايه دې ځنګله ته راغلی و، يوه ورځ ډير خوشحاله وو، غوښتل يې کرار په ځنګله کې وګرځي او دمه جوړه کړي، هغه په داسې حال کې چې ډير خوشحاله و له ښکلې هوا يې خوند اخیست، هغه بې له دې چې هلته وډار شي ګرځيده، هغه به له واړه سيند نه اوبه څښلې او په هغه ځای کې به يې واښه خوړل، خو يوه ورځ چې لمر مخ په لويدو و کرار کرار تياره کيده، بتلو غویي شاوخوا کتل ترڅو د شپې تيرولو لپاره ارامه ځای پيدا کړي، او هلته یې ځای پيدا کړ.
بتلو: څومره ښه دغه غار خو حوض ته هم ډير نږدې دی، مو له له. (وا وا) دا ځای خو ښه لوی دی، ډير ښه ګرم ځای دی، زما لپاره ډير مناسب دی، (امممم هاههه) اممم نه پوهيږم چې ستړی يم که بله څه خبره ده، دغه سرګرداني به ما د زرافې په څير ډير ډنګر کړي هههههه.
وروسته له هغې بتلو په هغه غار کې اوسيده، هغه کولی شوی تازه اوبه له هغه حوض څخه وڅښي، هلته واښه وخوري اودننه په ارامه فضا کې خوب وکړي، ورځې تيريدلې، بتلو به په خوښۍ او مينه په ځنګله کې خپل ژوند کاوه، دغه وحشي غويي يا بتلو يو بې ګناه او ډير ښه حيوان و، هغه په دې نه پوهیده چې دغه ځنګله کې ډير نور حيوانات هم اوسيږي، او ټول حيوانات دده په څير ښه حيوانات نه دی، خو بتلو ډير خوشحاله و او دغه ښايسته ځنکله کې به ګرځيده، خو دغه ځای کې يو بل حيوان و چې د بتلو ګرځيدل يې ليدلي و، تامو ګيدړ و، بتلو غويی به هره ورځ د اوسيدو ځای يعنی غار نه دباندې وت ترڅو هلته وګرځي، ګيدړ به پټ پټ په هغه پسې ګرځيده، بتلو به هره ورځ شنه واښه خوړل او هلته به ګرځيده، او هغه نه پوهيده چې ګيدړ هم هلته نږدې ورسره پټ ګرځي.
ګيدړ: امممم دا غويي خو ډير زړور دی چې په يواځې ځان په دغه ځنګله کې ګرځي، ډيرښه ډير ښه، يابه ډير زړور وي او يا به هم ډير بيعقل وي، زما مطلب دا دی چې دغه غویی په دې نه پوهيږي چې دغه غار کې چې دی اوسي د چا دی؟ ههههههه ته صبر اوس به ورسره ګورم، (سلام عليکم، آيا ته دې ځنګله ته نوی راغلی يې؟.
بتلو: زه راغلی يم چې نور هره ورځ دلته خوراک وکم، ډير وخت ووت چې دلته يم هو نوی نه يم راغلی،
ګيدړه: ښه ته خو ماته لږ هوښيار ښکاره شوې کوچنيه حيوانه،
بتلو: هههه يو ګيدړ غټ غويي ته داسې خبرې کوي ههه ته خپله ساده يې.
ګيدړه: تا څنګه دا جرات وکه چې په ګيدړ ملنډې ووهې، زه ددې ځنګله پاچا يم، هغه غار کې چې ته اوسې هغه زما دی، ټول حيوانات زما احترام ته دلته راځي، که ته هم غواړې چې دلته واوسې همدا اوس زما احترام وکه، سر راته ټيټ که هله نو،
بتلو: هو سم وايې، زه دلته نوی راغلی يم، خو دا په دې معنی نه ده چې زه ستا په هره بیعقله خبره باور وکړم، غوږ شه ګيدړه! زه پوهيږم چې ته د ځنګله پاچا نه يې، او بله دا،زه باور لرم چې ته په دې ام نه پوهيږې چې دا ځنګل به څومره لوی وي، زه دا درته وايم چې نور زما وخت مه ضايع کوه،
ګيدړه ډير په غوسه شوه، او په قار يې هغه ته مخ ور واړاوه او غويي ته يې وويل چې دده بې احترامي يې وکړه يوه ورځ به حتما له بتلو غويي نه کسات يآ بدل اخلي، خو له بلې خوا بتلو غويي له ځان سره وويل چې وروسته تر دې بايد ډير زيات احتياط وکړي.
بتلو: دا چلباز ګيدړ پوهيږي چې زه چيرته اوسيږم، دا په دې معنی ده چې هغه هر وخت ما پسې ګرځي؟ اممممم ما له دې مخکې داسې فکر ام نه کاوه، خو دغه غار حتما د بل چا دی هو، مخکې له دې چې ددغه غار اصلي څښتن دلته راشي زه بايد څه وکم؟ بايد دغه ځای کې ډير احتياط وکړم.
په دغه شپه په آسمان کې سپوږمۍ ډيره روښانه ځليدله، بتلو غويی په غار کې کرار پروت و، په دغه وخت کې يې د څه شی غږ واوريد، له هغه واړه سوري يې هغې خواته ور وکتل، او دباندې يې يو نابلده خطرناکه سيوری وليده، لومړی يې فکر وکه چې ګيدړ به وي او راغلی به وي چې دی بيا وځوروي، خو کله چې هغه سيوري ورنږدې کيده، بتلو سخت وډار شو، ځکه پړانګ راغلی و د غار اصلي څښتن.
بتلو: او نه، دا غار خو لکه چې د پړانګ دی، زه بايد څه وکم، که راننوت حتما مې خوري.
پړانګ غار ته د ورنږدې کيدو په حال کې و بتلو غویی له ډاره لړزيده.
بتلو: صبر صبر ، زه بايد سم فکر وکړم، وارخطا نشم، (ژوره څاه باسي) اههه زه هغه وينم، خو هغه ما نشي ليدلی، دا خو ښه کار وشو، هههههه (ډبل غږ) دا دی هغه را غی.
پړانګ: اههه اشششش په تا څه شوي دي؟ دا دی هغه راغلی دی، هو رښتيا بښنه غواړم، خو وګوره هغه څومره مزه داره ښکاري، ما نه و درته ويلي هغه يو چې دغه غار کې اوسي غټ پړانګ دی، مونږ دواړه مړولی شي، سمه ده، هو ته ام سم وايې، ههههه زمونږ د شپې ډوډۍ تياره ده ههه خوندوره ډوډۍ،
ددې خبرو په اوريدو سره پړانګ د ويرې له لاسه په ريږديدا شو،
پړانګ: هههه دا حيوانات څوک دي؟.
بتلو: دا څنګه ودريد، راتګ يې ډير وخت ونيوه ، زه ډير وږی يم، ولې مونږ دواړه دباندې نه وروځو او په هغه باندې حمله نه کوو، هلته به يې وخورو، هغه له مونږ دواړو سره جنګ نشي کولی.
(په خندا) دې چل يې کار وکه، بې له دې چې پړانګ کوم فکر وکړي په منډه له هغه ځايه په ځنګله کې وړاندې وتښتيد، بتلو په دې پوه شو چې که د خطر په وخت کې وارخطا نشي نو ځان له خطر نه خلاصولی شي، په بله ورځ ګيدړ په ځنګله کې روانه وه، بلې خواته يې کتل هغه له پړانګ سره ټکر شوه،
پړانګ: اففف ګيدړه ودې ډار کړم(په ډار).
ګيدړ: (په بنده ژبه) ډا ډا ډار، ما ته وډار کړې؟. خو ته خو پړانګ يې.
پړانګ: هو هو زه پوهيږم، زه د ځنګله غټه پيشو يم، خو ته به ډير بيعقل يې که ووايې په دې ځنګله کې له پړانګ نه غټ څوک نشته، اويا ووايي چې له پړانګ نه ډارونکي حيوانات دلته نشته، زه بيګاه شپه دوو ډاروونکو حيواناتو راوځغلولم، هغوی زما د اوسيدو غار نيولی دی، زه په بل نوي د اوسيدو غار پسې ګرځم.
ګيدړ: صبر، څه؟ هغه يو حيوان چې ستا د اوسيدو غار کې اوسي له تانه غټ او ډارونکی دی؟ ته په ما ملنډې وهې؟ هلته وحشي غويی اوسي، تا وويل هلته دوه اوسي؟ نه هلته يواځې يو وحشي غويي ژوند کوي،
پړانګ: په قار) ته فکر کوې زه دومره بيعقل يم چې له غويي نه به راتښتم؟ هلته دوه غټ وژونکي موجودات اوسيدل.
ګيډړ: (خندا) وژونکې موجودات؟
پړانګ: زه پوه نشوم چې هغه څوک و او هلته يې څه کول؟.زه هغه غار ته ام ورننه نه وتمفقط د هغوی غږونه مې واوريدل، هغوی غوښتل په ما باندې حمله وکړي، مخکې له دې چې حمله وکړي زه راوتښتيدم.
ګيدړ:(خندا کوي) هههههه ته څومره ډارن پړانګ يې، هغه هسې ډار کړی يې، هلته هيڅوک نشته، يواځې وحشي غويي دی، له هغې ورځې چې دې ځنګله ته راغلی دی زه يې وينم چې هلته اوسي.
پړانګ: (په قار) خبرې بندې که ګيدړې،په کوم جرات زما بې احترامي کوې!، ته فکر کوې چې زه دومره بيعقل يم چې غويی او ډارونکی موجود ونه پيژنم؟
ګيدړ: زه به يې په اثبات درته ورسوم، هغه به تا ښکار نشي کړی،خوته به هغه وخوري، راځه چې يو کار وکو، زه به له تا سره لاړ شم، دواړه به هغه غار ته ورننوځو، زه به مرسته درسره وکم، ته به هغه غويي ونيسي، بالاخره زه غواړم دغه مغرور غويي پخپله سزا ورسيږي، دا چې ته به خپل د اوسيدو ځای تر لاسه کړي په بدل کې به دا وعده کوې چې وروسته تر دې به په ما حمله نه کوې.
پړانګ: اممممم آيا ته رښتيا وايې؟. خوصبر، صبر که ته وتښتې او ما هلته يواځې پريږدې نو بيا؟.
ګيدړ: امممم سمه ده، راځه يوه رسۍ به راواخلو په دغه رسۍ دې خپله ګيده زما له ګيدې سره کلکه وتړه، په دې ډول سره که زه تښتيدلم ته به مې بيرته کشوې، نشم درنه تښتيدلی، سمه ده؟.
پړانګ دا ومنله، دوی دواړو يو بل سره خپلې ګيډې په رسۍ يا پړي کلکې وتړلې او د هغه غار په خوا ور روان شول، ګيدړ ډير خوشحاله و، دوه ګټې يې ليدلې، يوه دا چې دغه غويي ته خپل زور وروښيي او د پړانګ باور تر لاسه کړي، کله چې دوی هغه غار ته ورنږدې کيدل، بتلو غويي هغوی ليدل چې ورنږدې کيږي، کله چې يې هغه ګيدړ وليد پوه شو چې څه خبره ده.
بتلو: اممممم هغه فکر کوي ډير هوښيار دی.
ګيدړ: اوس نو اجازه راکه چې څه وايم، ته به دغه غار ته ورننوځې، په ډاډه زړه باندې ورننوځه.
بتلو: ای کمعقل ګيدړه، ما درته ويلي و چې دوه پړانګان به راته راولې، تا خو يو پړانګ راوستلی دی؟
پړانګ: هههههه.
ګيډړ: څه؟.
بتلو: د تيرې شپې راهيسې مو هيڅ شی نه دي خوړلي، خو اوس ته غواړې دا يو پړانګ مونږ په خپلو منځو کې سره تقسيم کړو؟.
پړانګ: ته دوی ته کار کوې؟.
ګيډړ: (وارخطا) نه نه هغه درروغ وايي.
بتلو: امم له نه خوراک نه خو دا يو ام ښه دی، هله هغه دننه راوله.
پړانګ: (وارخطا) نننه نه نه اههههههههه.
پړانګ له ويرې هغه ځای نه وتښتيد، له ډيره ډاره يې ګيدړ ته هيڅ پام نه و هغه يې هم ورسره کشاوه، ځکه ګيدړ خو په رسۍ کلک ورسره تړل شوی و.
ګيدړ: واخ واخ واخ واخ ، وی ژوبل شوم آخ
بتلو: (خندا کوي) ههههه ګيدړ ته مې ښه درس ورزده کړ، ما هم نن ورځ ډير مهم درس زده کړ، که د خطر په وخت کې وارخطا شوی وی پړانګ به اوس وخته خوړلی وم، اوس به دلته نه وم، په مونږ باندې چې هر ډول حالت راځي بايد ارامه واوسو، وارخطايي مو له منځه وړي.
بتلو رښتيا ويل، په سختو حالتونو کې که وارخطا نه شو، دا به مو د کاميابۍ سبب وګرځي، هغه همداسې وکړل او ځان يې له پړانګ نه خلاص کړ، له بلې خوا ګيدړ،
ګيدړ: او او او نه نه نه نهه.
ګيدړ ام له دې پيښې ډير څه زده کړل، ګيدړ غوښتل غويی پړانګ ته په لاس ورکړي چې ويې خوري خو خپله له لوی جنجال سره مخ شوه.
له دې کيسې مو دا زده کړل چې د خطر په وخت کې بايد وارخطا نشو، په دې فکر کې شو چې څه ډول ځان له خطر نه خلاص کړو.
پای
ژباړه: نصرت الله صميم
دنده: د افغانستان په تعليمي موسسه کې د ماشومانو د برخې ليکوال او پروډيوسر

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.