source of image: https://plentifun.com/what-am-i-riddles

 

ګرانو ماشومانو،
ايا تاسو پوهېږئ چي کيسۍ څه شی ده؟ کيسۍ يو داسي سوال دی چي د يو شي يا يو چا په باره کي تاسو ته څو پټي نخښي او نښانې ويل کږي او تاسو به بيا اټکل کوئ چي دغه کوم څوک يا شی دی. لاندي کيسۍ ولولئ او کوښښ وکړئ چي جواب يې پيدا کړئ. که مو جواب نه سوای پيدا کولای نو د کيسۍ سره ليکل سوي شمېر له مخي يې د هم دغې پاڼي په پای کي موندلای سئ. که مو په کومو لغتونو سر نه خلاصيږي نو معناوي يې هم لاندی موندلای سئ.
که ستاسو هم کيسۍ زده دي او غواړئ راسره شريکي يې کړئ نو لطفا پر دغه سره لينک کليک وکړئ او د ميسيج باکس يا د پيغام لېږلو د فورمې له لاري يې راته راولېږئ او زه به يې انشالله دلته ستاسو د نوم سره يوځای خپرې کړم. مننه

کيسۍ:
1 ـ زما يو شی دی کشمشی دی، تل مي مل دی تورکی دی، رانه پټ سي په تياره کي، په رڼا هميشنی دی
2 ـ زما يو شی دی کشمشی دی، د امروت په شان ګردی دی، موټ اهاک دی سپينکی دی، کوټه سپينه کړي نانی دی
3 ـ یو موټ ګِل، ټول اطاق باندی کاګِل
4 ـ زما يو شی دی کشمشی دی، رنګ يې سور ډک له غمی دی
5 ـ تور لکه سکور، سپین لکه اورږه، لم یې لک لکه چاړه
6 ـ تور پاچا سپریږي، نوکران یې خوشالیږی
7 ـ ځم پر لارې ځم ، د غاښو ډکه ډوډې خورم
8 ـ څاکه څلور څاکه، که دې دا نکړه راخلاصه، ځان وهم له هره طاقه
9 ـ شاؤخوا سپېنې ډبرې، په منځ کې سوربهاڼ ولاړ دی
10 ـ زما يو شى دی کشمشى دی، زه چي ځم دی ملګری دی
11 ـ زما يو شی دی کشمشی دی، زه چي ځم دی پاتنی دی
12 ـ توره ده هېلۍ، په اوبو وهې بازۍ / توره ده هيلۍ، په اوبو وهي ټالۍ
13 ـ الوزې مرغه نه دی، بار وړي خو بوده نه دی، تور دی خو کارغه نه دی
14 ـ غل راغی اغزو کي، ګیر سو ګوتوزو کي، مړ سو نوکوزو کي
15 ـ د پاسه راغلی سور بلوڅ، اغوستی يې پنځه پنځوس
16 ـ سور يې صندوقک دی، له سرو غميو ډک دی
17 ـ یو موتی خاوره، ټوله کوټه په روښانه
18 ـ ټوله ورځ ګرځي ګرځي، د شپې يوه پيسه ځای نيسي
19 ـ تور دي کارغه ندی، الوځي مرغه ندی
20 ـ د پاسه راغله دوه روده، ور ولاړ شول پنځه کسه، و یې نیول په دو کسو
21 ـ بې شماره یې غاښونه، پاکوي دا وېښتونه، جوړي کړي لاري، واړه ورڅخه ژاړي
22 ـ پر پځه یې لاسونه، دولس یې ساعتونه، پر وخت وهي زنګونه
23 ـ کار به یې نه کړې چي ماته یې نه کړې، چیچی به یې نه کړې چي لاندي یې نه کړې
24 ـ پورته ځي کښته نه ځي. واړه راځي ورسره زاړه ځي
25 ـ ټيټ شم چي لوئ شم، تود که شم نو توئ شم، لوئ يم چي وړ یم، سوځلی یم چي زوړ یم
26 ـ زما یؤ شی دی کشمشی دی، لکه غلیېل سوری سوری دی، خو ډک لکه منګی دی، تر پمبې دی پستکی دی
27 ـ په هوا ځي هیلوکوپټر ندی ستن وهي ډاکټر ندی
28 ـ يو چرګ وايي چي «ټول چرګان درواغجنان دي». ايا هغه رشتيا وايي؟
29 ـ زه هميشه ستا مخکي يم خو ته مي نه وينې. زه څه شی يم؟
30 ـ کوم شی څلور پښې لري خو تګ نه سي کولای؟
31 ـ د پښتو الفبا کوم توری څوک پخولای او مېلمنو ته د خوړلو له پاره ورکولای سي؟
32 ـ کوم شی په خوند کي ښه خو په بوی کي بې فايدې دی؟
33 ـ هغه کوم لغت دی چي که پکښي دوه نور توري اضافه سي نو لا کوچنی کيږي؟
34 ـ هغه کوم لغت دی چي په هر کتاب کي غلط ليکل کيږي؟
35 ـ کوم څيزونه بېله حرکت څخه ژوبلول کوي، او بېله مسحې زهيرول کوي، په ځان کي رشتيا او درواغ لرلای سي او په هکله يې په قضاوت کي د هغوی لويوالی مهم نه دی.
36 ـ هغه کوم شی دی چي په يو قرن کي يو واري خو په دقيقه کي دوه واري راځي؟
37 ـ هغه څه دي چې په خوړلو ډيریږي؟
38 ـ کوم شی په وچولو لنديږي؟
39 ـ يوه ښځه څلور لوڼي لري او هره لور يې يو ورور لري. دغه ښځه څو ماشومان لري؟
40 ـ ته د خپل بدن کومه ځای ته هيڅکله هم خپل رسته يا ښه لاس نه سې وروړلای؟
41 ـ د ډېويډ مور څلور زامن لري. لومړی زوی يې جنوري، دويم زوی يې مارچ او دريم زوی يې اپريل نوميږي. څلورم زوی يې څه نوم لري؟
42 ـ د يوې هنداري مخ ته دوه پلرونه او له دغو دوو پلرونو څخه د هر يو، يو يو زوی ولاړ دی. يعني دوه پلرونه او دوه زامن ولاړ دي. خو په هنداره کي درې کسان معلوميږي. دا ولي ممکنه ده؟
43 ـ زه صرف په رڼا کي ژوند کوم. خو که رڼا راباندي برابره سي نو مړ کېږم. زه څه شی يم؟
44 ـ که ماته غذا راکړې نو زه ژوند کوم خو که اوبه راکړې نو مړ کېږم. زه څه شی يم؟
45 ـ په يوه خونه کي دوه کسان ولاړ دي. د يو مخ د شمال او د بل مخ د جنوب پر لور دی خو دواړه بېله دې چي هلته کومي هنداري وي، يو بل سره ويني. دا څنګه؟
46 ـ کوم شی وزرونه نه لري خو په هوا وي او سترګي نه لري خو ژاړي؟
47 ـ کوم شی داسي دی چي هر څومره زياتيږي نو هغومره لږ څوک ويني؟
48 ـ کوم شی څلور ګوتي (يوه د شهادت ګوته، يوه منځنی ګوته، يوه د انګوشترۍ ګوته، يوه خمچۍ ګوته) او يوه بټه ګوته لري خو ژوندی شی نه دی؟
49 ـ يو شی دی کشمشی دی چي پيدا سي په هوا وي، چي ژوندی وي نو پروت وي خو چي مړ سي نو بهيږي؟
50 ـ زما یو شی دی خړ یې قبر او سور یې کفنګۍ دی.
51 ـ زه تاته هغه څه ښيم چي ته يې ماته ښيې، که ته خاندې نو زه خاندم که ته ژاړې نو زه ژاړم، زه څه شی يم؟
52 ـ په دانګو، دانګو تلم دنګوتي راستنه کړم.
53 ـ ناسم لیکل کیږي، چي هر کتاب ته لویږي، نا که و نه کړي، نو سم لیکل کیږي.
54 ـ دا تاک وي خو چي نور ورسره شي بیا جاوت (جفت) شي، که جاوت وي او نور وسره شي نو تاک شي.
55 ـ هغه په کال کي یوه وار راځي، په میاشت کي هم یؤ وار، په اونۍ کي هم یؤ وار
56 ـ څلوور یې پښې، بې شماره یې کولمې.
57 ـ د غره په سر انګار دی، ښکته ځم پورته مې کار دی.
58 ـ نه ور شته نه درڅه، دا غل راغی له څه؟
59 ـ هغه څوک دی چي وايي: دی مي زوئ دی خو زه یې پلار نه یم
60 ـ صندوق بېباني، نه يې قلف نه يې کیلي
61 ـ کلا یې کنګرداره، دانې يې بې شماره، اوبه یې زهرماره
62 ـ اسمان بې ستوري، سیند بې کبانو، ځنګل بې ځناوره
63 ـ په راديو او سيند يا درياب کي کوم شی مشترک دی؟
64 ـ کوم شی سپين دی خو خوږ نه دی، ريښه لري خو بوټي نه دی؟
65 ـ هغه کوم شی دی چي سخت دی خو ډبره نه دی، هګۍ اچوي خو مرغه نه دی، څلور پښي لري خو سپی نه دی؟
66 ـ کوم مرغه دی چي که يې نوم سرچپه وليکل سي نو د بل مرغه نوم ورڅخه جوړيږي؟
67 ـ کوم شی دی چي د آسمان سره سم ژاړي؟
68 ـ پورته حساب لاندي يې ټال دی، ټک ټک يې وي مدام دا حال دی.
69 ـ کوم څيز دی چي که يې نيم کړې نو نيمه برخه يې دوه واري لس کيږي او نيمه برخه يې غم؟
70 ـ بې ژړا اوښکي کوي، سوځي خو ږغ نه کوي، مري باد کي ژوند نه کوي.
71 ـ يو شی دی کشمشی دی، وينه يې توره منځ يې سوری دی، د سپيني لاري لاروی دی.
72 ـ کوم شی دی چي د حضرت آدم ع علاوه نورو ټولو انسانانو خوړلی دی.
73 ـ کوم شی دی چي ټول انسانان يې ويني خو خدای يې نه ويني؟
74 ـ هغه کوم شی دی چي که يې نوم په خوله راوړې نو ماتيږي.
75 ـ ټولو ته جامې ګنډي خو خپله لوڅ دی.
76 ـ کوم شی دی چي تر څو چي يې سر ونه وهل سي نو احوال نه وايي؟۷۷ ـ باندنۍ برخه يې وغورځونه، منځنۍ برخه يې پخه کړه، بيا يې باندنۍ برخه وخوره او دننۍ برخه يې ليري وغورځوه. دا څه شی دی؟
77 ـ يوه انجلۍ په توره شپه کي په توره خونه کي ناسته ده چي نه برېښنا لري، نه څراغ، نه شم، نه سپوږمۍ او نه هم بل ډول رڼا سته. خو انجلۍ کتاب لولي. څنګه؟
79 ـ کوم شی دی چي په ژمي کي ژوند کوي، په ګرمي کي مري او ريښې يې پر بدن سربېره وي؟
80 ـ کوم شی د مليونو کالو راهيسي سته، خو صرف يوه ورځ عمر لري؟
81 ـ هغه کوم شی دی چي ډېر سپک دی، خو د نړۍ تر ټولو قوي انسان يې لا هم څو دقيقې نه سي نيولای؟
82 ـ يو انسان څنګه کولای سي چي څلوېښت ورځي بيده نه سي؟
83 ـ کوم شی دی چي مسکينان يې لري، بډای يا مالداران يې نه لري او که يې ته وخورې نو مړ کېږې؟
84 ـ يو کلو ډبره درنه ده که يو کلو بڼکي؟
85 ـ کوم شی دی چي ستا دی، خو نور انسانان يې تر تا زيات استعمالوي؟
86 ـ څوک چي يې جوړ کړي نه يې غواړي، څوک چي يې رانيسي ځان ته يې نه غواړي، څوک چي يې استعمالوي، هغه يې نه ويني. دا څه شی دی؟
87 ـ د کال کومه مياشت ۲۸ ورځي لري؟
88 ـ کومه اختراع درته ممکنه کوي چي د ديوالونو هاخوا څيزونه ووينې؟
89 ـ هغه کوم شی دی چي هر انسان يې لري خو هيڅکله يې له لاسه نه ورکوي؟

 






د لغتونو معناوي:

ـ تورکی : د تور رنګ
ـ تياره: شپه
ـ هميشنی: چي هميشه وي
ـ امروت: د ناک په شان شکل لرونکې يوه ميوه ده
ـ موټ: هغه مقدار يا اندازه شي ته ويل کيږي چي په يو بند لاس کي ځاييږي
ـ اهاک: چونه يا هغه سپين مواد دي چي څوک يې د کورونو د سپينولو يا سپين رنګ ورکولو له پاره کاروي
ـ ګِل: خټه، د کوټو او بامونو پر باندنۍ سطح لګول کېدونکي له خاورو، اوبو او پروړو څخه جوړ تعميراتي مواد
ـ اطاق: خونه، حجره، کوټه
ـ کوټه: خونه، حجره، اطاق
ـ غمی: قيمتي ډبره
ـ ګوتوزو: ګوتي، د لاس ګوتي
ـ نوکوزو: نوکان
ـ صندوقک: کوچنی صندوق
ـ درڅه: کړکۍ، کلکين
ـ په دانګو: په ټوپو
ـ اغزی: غنه


جوابونه:

1 ـ سيوری يا سايه
2 ـ ګروپ / بلب / برقي څراغ
3 ـ څراغ
4 ـ انار
5 ـ کیشکره
6 ـ دیګی
7 ـ جوار، جواری
8 ـ دستخوان
9 ـ غاښونه او ژبه
10 ـ د سر سايه
11 ـ د پښې پلونه
12 ـ سلواغه
13 ـ سلواغه
14 ـ شپږه، شپږه چي په وريښتانو کي روانه وي او په ګوتو ونيوله سي او په نوکانو کي مړه کړله سي
15 ـ پياز
16 ـ انار
17 ـ ګروپ / څراغ
18 ـ لکړه/عصا/چوب دست/امسا
19 ـ خرمچ/غوباړی/غوباڼی/لوی تور مچ
20 ـ پوزه
21 ـ ږمونځ
22 ـ ديوالي ساعت
23 ـ هګۍ
24 ـ عمر
25 ـ شم/شمع/موم
26 ـ اسپنج/سپونج
27 ـ غومبسه/غالبوزه/زنبور
28 ـ چرګان خبري نه سي کولای
29 ـ مستقبل/راتلونکی/سباؤن
30 ـ ميز
31 ـ د (دال)
32 ـ ژبه
33 ـ کوچنی (ل ا + کوچنی = لا کوچنی)
34 ـ غلط
35 ـ لغتونه/ويونه/خبري
36 ـ د ق توری
37 ـ فرض روژه، ځکه که څوک يوه فرض روژه وخوري نو په بدل کي به يې شپېته روژې نيسي
38 ـ ټوال، د ځان وچولو له پاره استعمالېدونکی ټوال يا ټوکر
39 ـ پنځه اولاده، څلور لوڼي او يو زوی
40 ـ د ښه يا راسته بازو څنګلي ته
41 ـ ډېويډ
42 ـ ځکه چي هنداري ته درې کسان لکه يو سړی، د هغه زوی او لمسی ولاړ دي. سپينږری او د هغه زوی دواړه پلرونه دي او د سړي زوی او د هغه لمسی دواړه زامن دي.
43 ـ سايه/سيوری
44 ـ اور
45 ـ دواړه کسان مخامخ سره ولاړ دي
46 ـ ورېځه چي باران اوروي
47 ـ تياره/تاريکه
48 ـ دستکښه/دستکله/لاسکښه
49 ـ د واوري پرخه/د دواوري پخه/د واوري ذره
50 ـ پلۍ/ممپلۍ
51 ـ هنداره
52 ـ غنه/اغزی (په دانګو معنی په ټوپو )
53 ـ ناسم/ د ناسم لغت
54 ـ
55 ـ د الف توری/ا
56 ـ کټ/چهارپايي/هغه کټ چي منځ يې په رسيو اودل سوی وي
57 ـ چلم
58 ـ په هګۍ کي چيچی
59 ـ مور
60 ـ قبر/ګور
61 ـ کوکنار
62 ـ کوپړه
63 ـ موج/څپه
64 ـ غاښ
65 ـ کيشپ
66 ـ زاغ/غاز
67 ـ ناوه
68 ـ دېوالي ساعت چي لاندي يې کوک ټال وهي
69 ـ شلغم
70 ـ شمع/شم
71 ـ سياهي والا قلم/نی قلم
72 ـ د مور شودې
73 ـ خوب/دا چي خدای نه بديږي نو خوبونه هم نه ويني
74 ـ خاموشي
75 ـ ستن/سوزن
76 ـ د ليک پاکټ/پاکټ کي ليک چي لومړی يې بايد پاکټ څيري کړل سي
77 ـ جواری چي پوستکی يې غورځول کيږي، بيا يې دانې خوړل کيږي او ډنډه يې غورځول کيږي.
78 ـ انجلۍ ړنده ده او د ړندو له پاره ځانګړی کتاب چي په سترګو نه بلکه د ګوتو په سرونو لوستل کيږي، لولي.
79 ـ شمع/شم
80 ـ ورځ
81 ـ ساه/تنفس
82 ـ صرف دي د شپې بيديږي او د ورځي دي خوب نه کوي
83 ـ هيڅ/هيڅ شی
84 ـ دواړه يو شان درانه دي، ځکه چي يو يو کلو دي
85 ـ ستا نوم
86 ـ تابوت
87 ـ ټولې دولس مياشتي ۲۸ ورځي لري خو ټولې مياشتي ۲۸ ورځي نه وي (يعني هره مياشت حد اقل ۲۸ ورځي لري)
88 ـ کړکۍ/کلکين
89 ـ سايه

شريک کوونکي: (که مي د چا نوم هير سوی وي نو لطفا راته پيغام وليکئ)
يوسف تنها، شمس اڅکزی، رحيم صميم، محمود حبيب، روزګان ټايمز، مير احمد اورياخيل، احمدولي اڅکزی، عبدالله عابد، طارق ارغس، سيلان غوربت، غوث غوث، شفيق فضلي، خيرالله نايبي

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.