پخوانيو زمانو كي يو سلطان وو

ډېر شوقى وو د جامو مين پر ځان وو

هر سهار يې نوي نوي اغوستلې

د پرون جامې يې لېري غورځولې

په دربار كي ورته جمع خياطان وه 

په سكښتلو په گنډلو هر زمان وه 

سودا گرو به جامې ورته راوړلې

چا په چين كي چا په هند كي ورگنډلې

په هر ځاي كي چي به ښه ټوكر پيدا سو

سمدستي به تر لباسه د پاچا سو

په خبر په يوه ملك كي دوه ټگان سول 

د پاچا د قصر خوا ته ور روان سول 

ويل موږ د پاچهانو خياطان يو

په دې كسب كي اووه پښته نسليان يو

را سره د حكمتونو ډك ټوكران دي

په قيمت كي د طلا په تول دي گران دي 

دا يوازي دئ لباس د پاچهانو 

د دنيا د لويو لويو سلطانانو

موږ تر چينه تر ماچينه پوري وړي

پاچهانو پر ځانونو ازمېيلي

دې ټوكرانو كي حكمت دئ د جوگيانو

په منتر يې دي راوړي له دېوانو

نه احمق او نه خاين يې سي ليدلاى

د جاهل سترگى يې نه سي پېژندلاى

چي باچا په هغه ورځ لباس په تن كي

يو په يو به ورمعلوم جاهل خاين كي 

په وطن كي چي هوښيار او صادقان وي 

هغه ټول به وزيران او جنرالان وي 

يو خاين به په دربار كي وزير نه وي

يو جاهل به په وطن كي امير نه وي

 

پاچا خوښه كړه سلا د خياطانو

ويل ژر لباس راجوړ كئ هوښيارانو

چي معلوم په خپل وطن كي خاينان كړم 

بر طرفه وزيران او جنرالان كړم

دوه ټگان سول په دربار كي نازولي

هم پاچا هم درباريانو ته منلي

په دربار كي يې شروع كړله كارونه 

پاچا وركړه په قلا كي لويه خونه

حواله يې زر طلاوي خپل قېمت كړ

لا يې بار پر درباريانو نور منت كړ

چى پاچا د خداى سايه خدمت يې پور دئ

د ټوكر قېمت په سل چنده لا نور دئ

ذخيره يې په زرگونو كړې طلاوي

دوه ټگان وه يو تر بل توري بلاوي

له سهاره تر ماښامه به لگيا وه 

پر تندي خولې راماتي په غوغا وه 

ټگان ستړي كرۍ ورځ وه په كارونو 

هم شرنگى وو د قيچي هم ماشينونو

 

پاچا واستاوه سردار د وزيرانو 

چي معلوم كي ځانته كار د خياطانو

چي كوټې ته ورداخل صدر اعظم سو

له حيرته يې زړگى قلم قلم سو

نه پر مېز باندى لباس وو نه ټوكران وه 

خو لگيا له كاره ستړي خياطان وه

يو خياط سو په ادب ورته را وړاندي

دواړه لاسه يې نيولي لاندي باندي

ويل مړه سولو سرداره له كارونو

شپه او ورځ مو يوه كړې پر ځانونو

دې ټوكر پسي مو پى كړل وطنونه 

له پاچا سره ښائېږي دا رنگونه

دا زريني ليكي ټولي د طلا دي 

سره رنگونه يې ياقوت لكه كيميا دي

هر يو رنگ يې دئ د بېلو جواهرو 

له هر رنگ سره تارونه دي د زرو 

چي جامې يو ځلي جوړي د سلطان سي

زموږ كمال ته عالمونه به حيران سي

 

موږكانو غوندي پټ به خاينان سي

په غارونو به دننه احمقان سي

چى په ځير صدراعظم په ننداره سو

ځان خاين او هم احمق ورته ښكاره سو

له هيبته يې زړگى اره اره سو

له غيرته يې بدن خوله خوله سو

له ناكامه يې ور وړاندي كړه لاسونه 

د خيالي ټوكر يې وكړل صفتونه 

لاس يې جيب ته كى پيسې يې رابهر كړې

خياطانو ته يې سل طلاوى وركړې

ويل ارزي دا ټوكر په انعامونو

آفرين دئ ستاسي دوو پر هنرونو

پټ په زړه كي پر خندله دوو ټگانو 

چي پيدا مو كړ وطن د جاهلانو 

له سلطان تر وزيرانو احمقان دي

خاينان په دې وطن كي حاكمان دي

له قلا څخه بهر صدراعظم سو

له ژوندونه يې زړه مات قلم قلم سو

 

په دربار چي د سلطان سو ور دننه 

ويل زما د سر امان دي وي څښتنه 

چى وطن ته دي بللي خياطان دي

سل هنره ور بخښلي پاك سبحان دي 

عجايب يې دي رنگونه د ټوكرانو

چي يوازي دي لايق د پاچاهانو

وروسته وار سو د قاضى د وزيرانو 

ورپسې د لويو لويو جنرالانو

چي هر يو به سو راستون له خياطانو

په صفت مړېده نه وه د ټوكرانو

يو وزير به يې مين وو پر رنگونو

هغه بل پر جواهرو هنرونو

يوه ورځ نوبت په خپله د سلطان سو

په يوازي ځان قلا ته ور روان سو

چي كوټې ته سو دننه د ټگانو

توره شپه يې سوله جوړه پر چشمانو

په حيرت حيرت يې وكتل مېزونه

تر نظر يې تېروله ټول كونجونه

 

نه درك وو په ميدان كي د ټوكرانو

نه په لاس كي وو اثر د خياطانو

په موسكا او په تعظيم ورته ټگان سول

تر قدمه يې په زر ځله قربان سول

ويل زموږ د سر امان دي وې سلطانه

اې د مځكى پر مخ سيورې د يزدانه 

ستاسي ذات باندي جامې مو چي گنډلي 

پر وجود باندي مو نه دي ازمېيلي

چي په ځان كي دا جامې د لوى سلطان سي

زموږ يقين دئ عالمونه به حيران سي

پاچا و ايستل له ځانه لباسونه 

يو په يو يې لوڅېدله اندامونه 

لوڅ لپړ وو په كوټه كي درېدلى

هر اندام يې دوو ټگانو وو ليدلى

چي هغوى خيالي ټوكران پرې ازمېيله 

په حيرت حيرت پاچا ځان ته كتله 

چي يقين يې د خپل ځان پر حماقت سو

خپل گرېوان او خپل وجدان ته ملامت سو

 

له ناكامه يې ويل پرې تحسينونه 

د واه ، واه يې باندي جوړ كړل بارانونه 

ده هم وركړل انعامونه د ټگانو

په څو چنده له قېمته د ټوكرانو

شهادت د حماقت يې پر خپل ځان كړ

پر ټگانو چى يې جوړ طلا باران كړ

لس پنځلس ورځي وروسته وه جشنونه 

تېرېدل د سلطان مخي ته پوځونه 

د لباس كيسې عالم وې اورېدلي

تر ملكونو تر ښارونو رسيدلي

په زرگونو حاضر سوي وه پوځونه 

په لكونو وه راغلي عالمونه 

د غرمې پر مهال ږغ د نغارو سو

غړومبهارى د ټوپكو د توپو سو

پاچا مخكي ورپسې سل نوكران وه 

د پاچا لمن لاسونو كي روان وه

په نارو سول په تحسين سول اولسونه 

د پاچا يې د جامو كړل صفتونه

 

عالمونو زنده باد نارې وهلې

پر سلطان باندي دعاوي اورېدلي

خو احمق سلطان جامې نه وې ليدلي

لوڅ بدن ته خړي سترگي يې نيولي

تاج پر سر څپلۍ په پښو توره تر ملاوه 

لوڅ لپړ پاچا روان لكه اشا وه 

ټول عالم ليدل چي لوڅ سلطان روان دئ

هر سړى پر ځان شكمن سو چي نادان دئ

چا له بېري هلته سپوڼ نه سو وهلاى

د احمق نوم يې پر ځان نه سو منلاى

چي يو ځل يوه ماشوم ږغ كړه په زوره 

ويل پلاره پاچا لوڅ روان دئ گوره 

په يوه گړي كي جوړه هنگامه سوه 

د پاچا د لوڅ بدن خبره سره سوه 

نه په منځ كي خياطان وه نه ټوكران وه

شرمنده ټول وزيران او جنرالان وه

ټگان تللي وه د وخته پر آسونو

اړولي يې پيسې وې تر ملكونو.

 

ويرجينيا

12/12/2002

عبدالباري جهاني

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.